د مدیر لیک

ژباړه: میوند شینواری
[pukhto]
په کلکته کې د یوه ښوونځي مدیر له ازموینو وړاندې د زده کوونکو میندو او پلرونو ته خورا مهم او په زړه پورې لیک استولی دی، لیک په دې ډول دی:
ګرانو میندو او پلرونو!
په نزدې ورځو کې ستاسې د بچو ازموینې پیلیږي.
زه پوهیږم چې تاسې ټول غواړئ اولادونه مو په ښو نمرو بریالي شي، خو په یاد ولرئ چې د دغو زده کوونکو په منځ کې:
یو هنرمند شته چې په ریاضي پوهېدلو ته اړتیا نه لري.
یو مخترع شته چې د تاریخ اویا انګلیسي ادبیاتو ژور درک ته اړتیا نه لري.
یو موسیقار شته چې په کیمیا کې لوړې نمرې ورته اهمیت نه لري.
یو ورزشکار شته چې بدني او فزیکي چمتووالی ورته تر فزیک مهم دی.
که اولادونو مو ښې نمرې واخیستې ښه ده، که نه نو هغوی مه رټئ او پر ځان اعتماد یې ورنه مه اخلئ!
هغوی ته ووایئ باک نه کوي، هغه یوه ازموینه وه تاسې تر هغې د ډېرو لوړو کارونو ترسره کولو لپاره پيداشوي یاست.
هغوی ته ووایئ چې که هر څومره نمرې واخلي بیا هم ورسره مینه لرئ او په اړه یې قضاوت نه کوئ.
ښاغلو! تاسې همداسې وکړئ او بیا وګورئ چې بچي مو څنګه نړۍ فتحه کوي.
په یوه ازموینه کې د لږو نمرو اخیستل باید ددې لامل نه شي چې هغوی پر ځان باور وبایلي، هیلې له لاسه ورکړي او استعداد یې وځپل شي.
په پای کې باید زیاته کړم، داسې فکر مه کوئ چې د ځمکې پر مخ نیکمرغه او خوشحاله انسانان یواځې ډاکتران او مهندسان دي.
په درنښت
د ښوونځي مدیر
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي