د مطالعې رنګارنګ ميتودونه
میرویس نثار
[pukhto]
د مؤثرې مطالعې کولو له پاره ساينسي غوره ګڼل شوي ميتودونه دي، هر انسان د مطالعې کولو خپل انداز لري
ځينې يې په ازموينه کې د برياليتوب په موخه په اخرو شېبو کې کوي او ځينې چې ترڅو پورې بشپړه مطالعه ونه کړي په موضوع يې سر نه خلاصېږي.
په يوې مغلقې موضوع د پوهېدو له پاره کافي مطالعې ته اړتيا ده ترڅو نفر پرې پوه شي.
کله داسې هم کېږې چې انسان نه پوهېږې چې له کوم ځايه په لوست پيل وکړي.
د مطالعې بعضې غټ غټ ټکي ياداښتول يې يوه لاره ده,
خو دا کار ستړی کوونکی دی. د جورجټاون پوهنتون کمپيوټر ساينسپوه کالنيوپورټ په خپل بلاګ کې ليکي “د يوې سختې موضوع د زده کړې په موخه خپل زياتېدونکی علم په منظم چوکاټ کې وساته ترڅو ته وکولی شې د موضوع د لا زده کړې په موخه خپله ذهني انرژي ښه مصرف کړې”. خو هغه نور کوم ميتودونه دي چې ساينس د مؤثرې مطالعې له پاره غوره ګڼلي دي؟
افسوس چې داسې کومه جادويي لاره هم نه شته چې دا کار ا سانه کړي. البته ښه لاره يې دا ده چې په دمه دمه مطالعه وشي.
د مطالعې تر ټولو ښه لاره په دمې سره او په خپل ټاکلي وخت سره چې وشي ده.
د جنوبي فلوريډا او کلفورنيا پوهنتونونو د 2007م کال د يوې څېړنې له مخې د يوې موضوع زده کړه په صنف کې له استاده تر هغې ښه کېږې چې د ازموينې پر مهال يې يو نفر کوي.
په لاس ليکل شوې موضوع تر د کمپيوټر په مخ د ليکل شوې موضوع څخه يې لوستل ګټور وي. په ایپډ, انلان کتابونو او په کمپيوټر مطالعه کول ستاسې د مطالعې سرعت ټکنی کوي او له لوستو وروسته مو موضوع ژر هېرېږي.
د مطالعې په منځ منځ کې دمه کول ډېر اړين او ګټور دي.
ماغزه خپله يوه عضله ده چې له مسلسل فشار سره ستړې کېږې, نو هرومرو د يو ساعت يا کمې او زياتې مطالې وروسته دمه ورکړل شي. دغه کار لامل کېږې چې ستاسې د زده کړې وړتيا لوړه شي او حافظه مو قوي پاتې شي.
د ټورانټو پوهنتون د 2014م کال د يوې څېړنې له مخې د غرمې ډوډۍ نه خوړل هم ستاسې د حافظې وړتيا متاثره کوي.
بلاخره، د يوې موضوع بيا بيا تکرارول د موضوع په ښه زده کړه کې ګټور نه ثابتېږي.
دغه لار خلکو ته که څه هم د موضوع د زده کړې له پاره اسانه او ښه ښکاري خو دا درسته نه ده.
د واشنګټن پوهنتون د 2010م کال د څېړنې له مخې چې په سنټ لويس کې ترسره شوې،ښودلي چې د مکررې مطالعې څخه د يوې موضوع مکرر عملي تجربه کول ډېر ګټور دي.
هغه موضوع چې تاسو يې بيابيا ولولئ عملي کول يې ترې مؤثر دي.
بد خبر خو دا دی چې د مؤثرې مطالعې کولو له پاره تاسې بايد زيار وباسئ، بله کومه اسانه لار نه شته.
خو ښۀ خبر دا دی چې د مؤثرې مطالعې کولو ر نګارنګ ميتودونه شته دی
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي