د مكتب او مدرسې تقابل

ايمل جلال
[pukhto]
ځينې د وينو سوداګر مكتب او مدرسه سره په جنګ اچوي او ځينې نو احمقان ورته كمپاين كوي. دا څو كرښې په ټولنه كې د مدرسې او مكتب د پخوانيو ريښو او اوسني موقف په اړه دي او ادعا يې دا ده چې نه مدرسه د تاليب شخصي ملكيت دى او نه هم د مكتب قباله د دولت سره ده.
مدرسه د پخواني فيوډالي نظام د روزنې يوه پديده ده.
د اسلامي مدنيت په شاوخوا لومړنيو ۵۰۰ كلونو كې مدرسه خپلواكه اكاډيمي وه. دولت ته يې د فقهې او قانون سربېره د بيروكراسۍ، ماليې، مهندسۍ، فزيك، كېميا منطق، فلسفې او نورو برخو كې كدرونه روزل. په عين حال كې يې داسې سياسي او ټولنيز ميكانيزم رامنځته كړى و چې د باچا پر اجراآتو باندې يې هم نظارت كولو. په كرار كرار دا رقابت ددې سبب شو چې باچا مدرسه د دربار پورې وتړي او خپلواكي ترې واخلي. درباري مدرسې بيا يواځې هغه څه تدريسول چې د دربار په ګټه وي. لسګونه علما يې تكفير كړل، څوك يې ووژل او څوك يې تبعيد كړل. مثلاً د ابن سينا، ابن رشد، ابن خلدون، امام غزالي، امام ابوحنيفه او خوارزمي په څېر ډېر نور مسلمان علما له درباره په تېښته كې وو.
په اسلامي تمدن كې له كله چې مدرسه د واكمن د دربار تابع شوې، يواځې او يواځې د ديني علومو د زده كړې په مركز بدله شوې ساينس ته يې شا كړې ده. د باچا غوړه مالو درباري علماو خپل فكري مخالفين لومړى تكفير كړي او بيا وژلي دي. پدې ډول مدرسه د يوې سرتاسري اكاډيمۍ نه يواځې د ديني زده كړو د مركز په توګه چې دنده يې صرف د ټولنې روحاني قشر (ملايانو) روزنه وه، محدوده شوه.
په پخوانۍ فيوډالي ټولنه كې مثلاً د يو كلي د هر وګړي كار او كسب معلوم و. هر چا ته خپل كار او كسب له پلاره په ميراث پاتې كېدلو. مثلاً د خان او ملك زوى به بېرته خان او ملك كېدلو او د تركاڼ يا نايي زامن به هم هماغه تركاڼان او نايان وو. چا دا توقع نه درلوده چې خټګر دې ملا شي، ملا پدې شرمېدلو چې ناييتوب وكړي. خلاصه د كلي په فيوډال طبقاتي نظام كې د خلكو ترمېنځ همكاري او تشريك مساعي نه وه. هر چا خپل موقف پېژندلو. په نړۍ كې د فيوډال سيستم د لمنځه تللو سره سم ددې سيستم د نورو پديدو سره جوخت د مدرسې رول هم بدلون وموند.
مكتب يوه مدرنه پديده ده. په اروپا كې د خلكو د روزنې دنده چې په فيوډال سيستم كې تر ډېره د كليسا او رهباني مدرسو پر غاړه وه، مكتب واخيستله. مكتب د “ملت جوړونې” د فكر له مخې د يو هېواد د ټولو وګړو د مساوي روزنې په موخه د يو ډول سټندرد تربيتي نظام د رامنځته كولو په موخه جوړ شوى. تر څو د مدرن دولت لپاره داسې كدرونه وروزل شي د فكري پلوه دولتي ايډيولوژۍ ته صادقه وي. دا پروژه ځكه بريالۍ شوه چې د ټولنې ټولو طبقو ته يې په يوه سترګه كتل. مثلاً مكتب خلكو ته ددې زمينه برابره كړه چې د ملك يا خان او نايي يا جولا زامن په يو ټولګي كې سبق ووايي. مكتب د لومړي ځل لپاره دا امېد خلكو ته وركړ چې د نايي، جولا، تركاڼ، خټګر او ټټار اولادونه د خپلو پلرونو د مسلك پر ځاى ډاكټران، ښونكي، انجينيران يا دولتي مامورين شي. دا په حقيقت كې انقلاب و.
راځو افغانستان ته!
په افغاني ټولنه كې د فيوډاليزم – مدرنيزم ترمېنځ توپير لا هم تت دى. ډېر نه ۴۰ – ۵۰ كاله وړاندې ملا د ټولنې د تقدس سمبول و. په كليو او بانډو كې كه څه هم وروستۍ خبره د خان او ملك وه خو د ملا سره به مشوره كېدله. د كدرونو د روزنې په برخه كې د ملا او ښونكي ترمېنځ تشريك مساعي وه. ملا به په مدرسه كې د ټولنې روحاني قشر روزلو او ښونكي به په مكتب كې نور كدرونه روزل. ستونزه هغه وخت پېدا شوه چې د سعودي او مصر پېسو او د پاكستان تشويق زموږ د كلي سپېڅلى ملا اغوا كړ او پداسې يو ماحول كې يې وروزلو چې د كور او كلي لرې و. د مدرسې عنعنوي دنده چې د ټولنې د روحاني قشر روزل و، د نورو د جنګونو لپاره د ايډيولوژۍ او سرتېرو په توليدي ماشين بدله شوه. نوي روزل شوي قشر د مدرسې عنعنوي ملكيت هم له كلي او ملا واخيست او تالېب ته يې وسپارلو. تاليب ددې ځنځير تر ټولو خطرناكه او نهايي حلقه ده. د مدرسې – مكتب ترمېنځ د توازن د لمنځه تللو تر ټولو ښه بېلګه د تاليبانو نظام و. هلته د روغتيا له سكتوره نيولې د ماليې او ترانسپورټ پورې ټول غير ديني سكتورونه ملايانو ته وسپارل شول. تاليبان لاړل خو د مدرسې قباله يې هم بېرته له ځانه سره پاكستان ته يووړه. اوس يو ځل بيا د وينو سوداګر د همدې برمته شوې مدرسې په استازيتوب مكتب او مكتبيانو ته ګواښ كوي. دا ګواښ دومره خطرناك دى چې په ټولنه كې به د ملا پاتې حيثيت تر پښو لاندې كړي. دا چې څومره نورې وينې به توى شي خداى پوهېږي!
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي