د مور مینه او د وطن مینه

ايمل جلال
[pukhto]
نن مې په ترکي رسنیو د روسي سفیر د وژونکي پولیس د مور هغه څرګندونې ولوستلې چې ویل یې زوی یې خاین دی او نه غواړي چې مړی یې واخلي.
خدای شته سخت پرې خپه شوم او ټوله ورځ مې چرت خراب وو. له ځانه مې بار بار پوښتنه وکړه چې یوه بوره مور چې به سل خواریو زوی لوی کړي ولې مجبوريږي چې حتی د هغه ځوانیمرګ د جنازې د ښخولو نه هم ډډه وکړي؟
که ترهګر وي، که داعشي او که غل وي یا قاتل وي او یا هر څوک چې وي بیا هم اولاد د مور لپاره اولاد دی او د زړه ټوټه ده. (دا خبره مورګانې ښه درک کولی شي.)
د مور مینه او د معشوقې مینه عاطفي ده. غیر ارادي ده او نه کنترولېدونکې ده. د وطن مینه سیاسي ده، ایډیولوژیکه ده حتی ظالمانه ده.
مارکسیستان وايي چې وطن بل هېڅ نه دی مګر د سرمایه دارانو او سوداګرو لپاره د خرڅلاو بازار دی چې وطنوال یې پکې مشتریان دي. داسې بازار چې سرحدونه یې د حاکم صنف د ایډیولوژۍ لخوا تعین شوي او زموږ په ذهنونو کې پیچکاري شوي دي.
د تورخم د مزي د یو متر پورې غاړې خاوره د ټول ننګرهار د خاورې سره توپیر نه لري. خو موږ ته ویل شوي چې جلال آباد زموږ او پېښور د هغوی دی.
د وطن تر نامه لاندې جغرافیه په مینه نه ارزي. ځکه دا ډول مینه اصلن نشته دی. داسې مینه به څوک څه کړي چې ځوانه مېرمن او دوه درې ماشومان یې په جلال آباد کې وي او دی په هلمند کې د وطن لپاره جنګیږي. په داسې جنګ کې چې ګټه یې کابل مېشتو او قطر مېشتو ته رسیږی.
په اول جهاني جنګ کې شاوخوا ۱۰ او په دویم کې ۶۵۵ میلیونه کسان د وطن د خاورې لپاره مړه شول خو اوس په اروپایي ټولنه کې حتی سرحدونه هم نشته دی.
د ترکیې په څېر هېوادونو کې بیا بل ډول ظلم روان دی. د سفیر د قاتل پولیس د مور له زړه خدای خبر دی. هغه او د کورنۍ ټول غړي یې ۱ اونۍ د پولیسو سره بندیان ول. هغه ظلم لږ وو چې په زوره د مایکروفون مخ ته پرې د خپل زوی له جنازې د ښخولو نه د انکار، اقرار پرې هم وکړي …
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي