67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

د مينې په شپه كې يو څو خبرې

خوشال خليل

[pukhto]
يادونه: دا ليکنه خوشال خليل د مينې مجلې اتمې کليزې ته کړې وه!
څو کاله مخکې، هغه وخت چې ما د مينې مجلې سره له نژدې نه همکاري درلوده. ددغې مجلې د مينه والو او فرهنګيانو په ګډون د لومړي ځل له پاره په جلال اباد کې د (مېنې شپه) جوړه شوه.
غونډه ددغې مجلې د شلمې ګڼې د چاپېدو په وياړ جوړه شوې وه، چې دهغې په دوام داده اوس يې څلوېښتمه ګڼه هم ترموږ راورسيده او له اوږده انتظار وروسته دغه شپه بيا نمانځل کېږي.
په هغې تېرې غونډې کې د ټنګ ټکور او ويناوو وروسته له ګډوانوالو وغوښتل شول چې به آزاده توګه دې د مجلې په اړه خپلې نيوکې او وړانديزونه وړاندې کړې. د ګڼو وړانديزونو او نيوكو په منځ كې، يو كس ددې مجلې د پښتۍ په ډيزآينونو نيوكه وكړه وې ويل چې ددې مجلې پښتۍ داسې ده لکه د بنجاره کڅوړه. ياني ددې مجلې د چلوونکو ذوق عاميانه دی. په هغه وخت كې ښايې د داسې خبرې اوريدو ته څوك تيار نه و، خو دوخت په تيريدو سره د چاپي مطبوعاتو په ډګر كې يو لړ پرمختګونو ته په كتو مجلې ته د بنجاره كڅوړه ويل د فكر مندۍ خبره ده.
بنجاره زموږ د ټولنې يو ارزښت دی. لکه زموږ نور ارزښتونه خان، ملک، هنرمند اود ملا په څېر ټولنيز نقش او مقام لري.
بنجاره هغه څوک دی چې د لري پرتو سېمو ښځې، نجونې او ځوانان يې د راتلو لار څاري، چې ګوندې دا ځل به بنجاره ماما له نويو توکو سره نوې خبرې هم راوړې وي.
د بنجاره کار له عوامو سره دی او مينه وال يې هم هغو دی خو کله ناکله د خاصو خلکو خيال هم ساتي ياني كله ناكله دمعمولي دنداسې په ځاى كليوالو ته انګريزۍ دنداسه يا لبسټيك هم ورپيژنې چې له امله يې بنجاره د يو شمير دود پالو له نيوكو سره مخ كېږي.
خبره چې د نيوكو شوه. مينه مجله د خپريدو راهيسي د دوه ډوله خلكو له نيوكو سره مخ ده ياني دوه ډوله منتقدين لري.
د لومړۍ ډلې منقدينو او يا د هغه كسانو له نظره چې مجله د بنجارې له كڅوړې سره ورته بولې .
_ مينه مجله تر ډيره سطحي او كلېشه يې شيان خپروي.
_ د تكړه او وتلو ليكوالو په ځاى نويو ليكوالو ته چې تجربه يې كمه ده ترجع وركول كېږي،
_ په مجله كې املايي او ټيپي غلطيو ته پام نه كېږي.
_ په ډيزايين او صحافت يې نيوكه لري.
_ په انټرنيټ كې دمجلې خپريدو او هرچا ته د رسيدو په برخه كې شكايت لري.
_ او په لويه كې دا يوه عاميانه مجله ګڼې چې د لوړ ذوق خاوندانو تنده پرې نه شي ماتيداى.

د منتقدينو په دويمه ګټه ګوري كې هغه كسان راځي چې مجلې ته له مذهبي اړخه ګوري.
_ دوى وايې مينه مجله اوس دومره مشهوره شوې چې به جوماتونو کې يې طالب العمان هم لولي، په کار نه ده چې د مجلې په پښتۍ دې د هندي نجونو او د ښځينه هنرمندانو عکسونه چاپ شي.[ البته دا ډله خلک هم فرق کوی ځينې يې يوازې په پښتۍ باندې د داسې عکسونو مخالف دي خو يو شمېر نور يې بيا ګرد سره مخالفت كوي.]
_ د دوى په باور مجله كې د ځينو عشقي ټپو، شعرونو او لنډو كيسو خپريدل ځوانان بې لاري كوي.
_ ځيني په كې تر دې هم يو ګام وړاندې ږدې او وايې چې دپښتنو د بې لارې كولو له پاره مينه مجله او طلوع تلويزن بس دى.

زما په فكر دغه دواړه نظرونه تر يوه حده د تاييد وړ دي. يانی په دې مجله كې ښايې داسې شيان خپاره شوې وي چې ډير سطحي او بې ارزښته به وو، او يا به يې د طلوع تلويزيون په څېر داسې انځورونه خپاره كړي وي، چې زموږ له ارزښتونو سره سم نه دي.
دا چې يو شمير خلك يې عاميانه او د بنجاره له كڅوړې سره ورته بولي خو بله خوا يې نور د هيواد په کچه له يو پرمختللي تلويزيون سره ورته ګڼي، هغه تلويزيون چې په اصطلاح تر ډيره نوي او د لوړ ذوق شيان خپروی. همدا خبره خپله د مجلې اهميت را په ډاګه كوي چې د خلكو پام يې ځانته را اړولى دى.
ما چې تر كومه ځايه مينه مجله څارلې او له مېنه والو مې پوښتنې كړې دي. دې نتيجې ته رسيدلى يم چې د مينې چلوونكو ددې دواړو نظرونو ترمنځ دانډول او موازينې په ساتلوسره خپله لار وهلي ده.

د يوې مجلې ډيزاين ښايې تغيير وکړي، خو کليشه يا لوګو يې يوه وي، خو دلته برعکس د مجلې په منځ کې لوګو او رنګ په هره ګڼه کې بدليږي. خو هغه څه چې ښايې ضرور دي لکه په سمه توګه د مجلې د داخلې پاڼو ډيزاين او دهرې پښتۍ په سر دداسې طرحې او انځور راوستل، چې د عوامو له پاره يو پيغام ولري، له بده مرغه دداسې يو ابتکار هڅه نه ده شوې.خو دا خبره بايد له ياده ونه باسو چې د كيفيت او صحافت په ښه كېدو كې مالي امكانات ډير رول لري.
زما هيله دا ده چې له دې وروسته دې د بهرنيو ښځينه هنرمندانو د انځورونو په ځای د افغاني هنرمندانو انځورونه او مرکې خپرې شې چې هم وپالل شي او هم لوستونکي له خپل فرهنګ نه خبر شي. په دې چې زموږ ځوان نسل د بليټوټ له ټکنالوژۍ نه په ګټې اخيستو هر ډول فلمونو او سندرو ته لاسرسی لري.
دا چې موږ د اړيکو او ارتباطاتو په عصر کې ژوند کوو په كار ده د لوستونکو ذوق ته ډيره پاملرنه وشی. په دغه ډول عصر کې زموږ ځوان نسل د خپل ذوق او تندې د خړوبولو له پاره زيات زحمت ته اړتيا نه لري. هغوی د خپلو تفريحي مالوماتو او نورو اړتياوو د پوره کولو له پاره په اسانۍ سره د پرديو او نورو له خوا په عرضه شويو توکو ډډه لګولی شي.
دا چې د نوي نسل په ذوق برابرې خپرونې مو كمي دي، ځکه خو جلال اباد ته په اردو ژبه باندې خپرونې له پاکستان نه او د پارسي ژبې له کابل نه را روانې دي. له دغو دواړو ژبو سره د سيالۍ په دې ميدان کې بايد خپل توليدات په يو داسې لوښې کې وړاندې کړو چې د وخت له غوښتنو او د ځوانانو له ذوق سره برابر وي. يانې د هيڅ کوم خاص قشر پورې اړه ونه لری خو ددې ټولو قشرونو نظرياتو ته به درناوی کوي. چې موږ ورته رنګا رنګي ويلاى شو. چې له نيكه مرغه مينې مجلې تر ډيره مختلف ذوقونه پاللي او خوشاله ساتلي دي.
د رنګارنګۍ لرل د نننې آزاد بازار غوښتنه ده، ګټې يې په لاندې توګه يادولی شو.
_ له اقتصادي نظره مجله خود کفا، يا په خپل ځان بسيا کېږي.
_ له خود کفايي سره خپله خپلواکي ساتلی شي.
_ د ميډيا په مارکيټ کې د سيالۍ جوګه کېږي.
_ په ټولنه کې د خپل اعتبار مزي ټينګولای شي.
_ او خلکو ته په نوي لوښې کې ددوی په خوښه او خپله ژبه مالومات وړاندې كولاى شي.

دلته پوښتنه پيدا كېږي چې له دې ټولو ستونزو سره سره مينه مجله يوازې په خوست ولايت كې تردوه زرو ګڼو زياتي پلورل كېږي او په ختيزو ولايتونو كې يې هر څوك له نوم سره اشنادى ددغه برياليتوب راز په څه كې دى؟
زما له نظره ددې مجلې د برياليتوب يو كمال په دې كې دى چې د مجلې او لوستونكو ترمنځ د راليږل شويو ليكنو له لارې يوه كلكه اړيكه موجوده ده.
ياني په هر ګڼه كې د ګڼ شمير لوستونكو ليكونه، شعرونه او ټپي خپريږي چې دې كار د مجلې د لوستونكي په شمير كې د پام وړ زياتوالى راوستى دى.

اوس كه دا مجله دبنجاره له كڅوړې سره تشبه كوو بده خبره نه ده. خو په دې شرط چې د خلكو له پاره نوي او تازه توكي او خبرې ولري. كه د چاپي مطبوعاتو بازار ته وګورو، مينې مجلې خپل لوستونكو او اخيستونكي له ځان سره ساتلي او له مالي پلوه په خپل مټ ولاړه مجله ورنه جوړه شوې ده. زه د دومره ستر خدمت له امله چې دپښتو په چاپي مطبوعاتو كې ترسره شوى انجنير عزت الله ځواب او كاري ډلې ته يې د لا زياتو برياليتوبونو هيله كوم.

[/pukhto]

1 خوښ یی کړئ

اړوند مطالب

د نوي عصر شوکماري
شرنګ راورسېده!
د مینې ټپې
خلیل جبران ته
کُرونا، د انسان د لاس جوړ شوی ویرس
د خپګان لس لاملونه
ادبيات څه شی دی؟
د دښمن ننداره

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

نوومبر 2016
S S M T W T F
 1234
567891011
12131415161718
19202122232425
2627282930  
« Oct   Dec »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /