د مچې ډولونه او رازونه

ژباړه: صادق الله صادق
[pukhto]
ليک: (DEMICBLOG)
ايا خپله لومړنۍ مچه دې په ياد ده؟ ايا ښکلې وه؟ ايا د بېزارۍ وه؟ ايا په حقيقت کې دې په ياد ده؟
ټولې مچې سره توپير لري، ځينې ارزښتمنې وي، چې په ياد يې ولرو او ځينې… موږ مختلفې مچې ورکوو او يا يې اخلو. دلته يې درته موږ يوازې دېرش ډوله په لنډ ډول درپېژنو.
١. د اوږدې ساه اخيستنې مچې:
دا مچې يا ښکلول سپېڅلې مينه ښايي، څنګه کولى شو، چې ترسره يې کړو؟
له ژبې پرته مو يوازې شونډې وکاروئ او خپل ملګرى د ډېر وخت لپاره ښکل کړئ.
٢. فرانسوي مچې:
دا د ټولو ښکلولو، يوه تر ټولو ډېره عامه مچې ده، ته کولى شې چې په دې ښکلولو کې ژبه او شونډې دواړه وکاروې.
٣. د لاس مچې:
نارينه د ښځينه وو لاس په دې پار مچې کوي، چې هغوى ته درناوى وړاندې کړي.
دا مچې تاسې ته ښيي، چې څنګه له يو چا سره سلوک کوو او څنګه هغه ته پاملرنه او درناوى وکړو.
٤. د تندي (وچولي) ښکلول
دا د دوستۍ او نرمۍ ښکلول دي؛ ځينې وخت کې ډېره بريد کوونکې وي.
٥. د کېناستو پرمهال ښکلول
دا مچې يوازې څو شېبې نيسي او ستاسې د ملګري پاملرنه ځان لوري ته را اړوي.
٦. د يوې شونډې ښکلول
دا مچې ستا او د ملګري ترمنځ تر ټولو ژوره اړيکه ښيي.
دا لکه د يادولو ښکلول، چې وښيي ته له هغه سره څومره مينه لرې يا يې کوې.
٧. سهارنۍ مچې
که چېرې ستا ملګرى دې په سهارنۍ ساه اخيستنې سره مچې کړي، دا مچې دا راڅرګندوي، چې هغه انسان له تا سره خپلې ساه نه هم ډېره مينه لري.
دا ښکلول تر ټولو غوره دي، د ويښېدو لپاره.
٨. د خبرو مچې
دې مچې ته د خبرو ترو مچې وايې، په داسې حال کې اخيستل کېږي، چې ته خبرې کوې او ستا ملګرى تا ښکلوي او ته يې نورو ښکلولو ته پرېږدې.
٩. د څښلو مچې
دا هغه وخت پېښېږي، چې ته کله يو خوږ او خوندور څه وڅکې، نو بيا د خپل ملګري شونډې په دې پار ښکلوې، چې هغه ددې څښاک مزه وګوري.
١٠. د اوږې مچې کول
دا د مينې نښه ده، د لمسونې او ساتنې نښه ده.
١١. استرليايي مچې
دا مچې د فرانسوي په شان ده، مګر لاندې باندې (يو لږ ټيټ او بل لږ جيګ وي)، مانا دا چې په دې ښکلولو سره ستا ملګرى درته خپله بېشانه مينه څرګندوي.
١٢. ټومي مچې
دا مچې د ناز او اداکولو لپاره يوه غوره لاره ده، يانې د ناز او ادا پرمهال مچې اخيستلو ته وايې.
١٣. د غومبري مچې
دوستانه، مينه ناکه او ساده مچې ده.
دا يوه ښه ملګرتيا ښيي.
١٤. د شاه مچې کول
کله چې ستا ملګرى کالي وباسي او ته د هغه شاه ښکلول پيل کړې، نو دا مينه او هوس دواړه څرګندوي.
١٥. د ښاپېريو مچې
دا هغه مچې ده، چې د خپلې ملګرې باڼه مچې کړې، چې پاملرنه او حمايت راڅرګندوي.
١٦. د ايسکيمو مچې
د پوزې د سرونو جنګولو او يو بل پورې مښلو ته د ايسکيمو مچې وايې.
١٧. د غوږ (د نرمۍ) مچې
دا مچې د ملګري د هوس پارونې يوه ښه لاره ده، چې شهواني فشار ښيي.
١٨. د پتنګ مچې
دا د مچې يو خندوونکى تخنيک دى، کله چې خپل ملګرى ځانته رانېږدې کړې، ستا او د هغه باڼه سره وجنګېږي، د پتنګ مچې ورته وايې.
١٩. د شونډو د ځلا مچې
کله چې ته خپلې شونډې غوړې کړې او غواړې چې همدا ځلا دې د ملګري په شونډو راشي، نو هغه ښکلوې. دا د جذبې او مينې ښودلو په پار ترسره کېږي؛ خو زياتره نارينه د شونډو ځلا نه خوښوي.
٢٠. د مېوې مچې
دا هغه مهال اخيستل کېږي، کله چې ستا ملګرې يو ام، انګور، الوبالو يا بله هره مېوه چې په خوله کې ونيسي او تا سره يې شريکول غواړي او دې وخت کې شونډې ښکل شي، نو د مېوې مچې ګڼل کېږي.
٢١. حيرانوونکې مچې
دا د ملګري د بدن د مختلفو غړو په پرلپسې ډول ښکلولو ته وايې، لکه: د شونډو، بيا د اوږو، بيا د لاسونو، بيا د ګوتو… دا ښکلول ستاسې اړيکه ټينګه ساتي او تاسې پارونې ته هم هڅوي.
٢٢. د چيچلو مچې
دا مچې د هوس پارونې، جذبو او احساساتو ډېره قوي څرګندويي کوي.
٢٣. ميسټليټيو يا د اختر مچې
دا د اختريزو رواجونو مچې ده، زياتره شرم کوونکي خلک په دې ورځ يو بل مچې کوي.
٢٤. د چاکلېټ مچې
ته د يو چاکلېټ مزه ګورې او بيا غواړې چې له خپل سره يې هم شريک کړې، نو په شونډو کې يې نيسې او هغه ته يې ورکوې.
٢٥. ګرمه او يخه مچې
دا هغه مچې ده، چې تا خپل ملګرى د ښکلولو پرمهال په جذبه کې راولي او بيا سملاسي درڅخه لرې شي.
٢٦. وينه څښونکې مچې
که چېرې غواړې له خپلې ملګرې سره ساعت تېر کړې، نو د هغې غاړه (څټ) ښکلوې، د چيچلو کوښښ هم کوې، چې دا مچې هغه لېونۍ کوي.
٢٧. د لمبا مچې
دا مهال اخيستل کېږي، چې تاسې دواړه يوځاى لامبئ او د لمبا منځ کې ښکلول پيل کړئ، دا مچې ډېره ارام بښونکې او تسکين ورکوونکې ده.
٢٨. د شونډو رودلو مچې
کله چې د هغه يا هغې شونډې روې، دا ټوله مينه څرګندوي.
٢٩. د ساه اخيستنې مچې
دا مچې د شهوت پارونې ستره لاره ده، که چېرې تاسې پوه شئ، چې زما مطلب څه دى.
٣٠. د زنې مچې
کله چې ته د خپلې ملګرې ښکلول پيل کړې او يا د نورو غړو ښکلول خلاص کړې، بيا په پاى کې دې زنې ته پام شي او ښکل يې کړې، دا خپلې ملګرې ته د ډېرې زياتې مينې ښودلو، چې تر هر څه درته ډېر ارزښت لري، څرګندونه کوي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي