د نظام ملاتړ وکړئ!

نصرت ارمان
[pukhto]
د نظام د ړنګېدو لپاره شومې هڅې د راژونديو شويو هيلو د وژلو په مانا دي.
موږ په دې تمه يوو چې ژر به يو په خپلو پښو ولاړ هېواد او نظام ولرو، خو دا چې په کور دننه خرڅ شوي اشخاص په نظام د خولې لګولو هڅه کوي او د ملت په هيلو او ارمانونو يې لوبې شروع کړي، موږ نه يوازې دا چې وروسته کوي، بلکې دې ته مو جوړوي چې له اوسني ځوړ حالت نه هم لاندې پرېوځو.
د داسې اشخاصو په مخ کې درېدنه، د نظام د ژغورنې بنسټ دی. په هېڅ صورت کې بايد پرېنښودل شي چې څو پردي او ازمويل شوي خلک په واک کې شي. دا چې دوی اوس په داسې زورواکۍ او چورواکۍ اخته دي په ملاټپونه يې له بهره ده.
د دوی په وړاندې غلي مه پاتې کېږئ!
د دوی ملاتړي لنډغر دي، چې د ترحم او فکر په نامه هېڅ نه پېژني، هغوی د ملت ګټې تر پښو لاندې کوي او د نظام په خپله خوښه مخکې وړنه غواړي، تر څو وکړی شي چې له اوس نه په ډېر قوت موږ وځپي.
که په وړاندې يې چوپ پاتې شئ، د دوی سپين سترګي به ډېره شي، ژر ده چې خپلو فاسدو او شريرو اهدافو ته ورسي او موږ يو ځل بيا په خپلو کې د يو بل وينو تويولو او له هېواده هجرت کولو ته اړ کړي!
دا چې اوس موږ په يو ټغر راټول شوي يوو، لويه خبره ده. که د نظام ملاتړ نشئ کولای نو مخالفت يې بايد ونه کړئ.
د بيا لپاره زموږ داسې راټولېدنه به په موږ يوه پېړۍ غميزه تيره کړي.
ځانونه مه ړندوئ، له بهرني دښمن نه وړاندې د کورني دښمن په وړاندې زموږ درېدنه ګټوره ده، همدوی دا زمينه مساعده کړې چې هرڅوک دې دلته لاسوهنه وکړي.
د دوی له منځه وړنه او له واک نه غورځونه د دې لامل کېدای شي چې موږ يوه ارامه او سوکاله افغانستان ولرو!
د اوسني نظام په پښو درونه او کلک ملاتړ په موږ ځکه لازمي دی چې له ډېرو قربانيو وروسته رامنځ ته شوی، د نظام کمزورۍ ټولو ته څرګندې دي، خو موږ د همدې لپاره مبارزه کوو چې ټولې تشې به ډکيږي او موږ به د يو پياوړي او سيالۍ وړ نظام لرونکي شوو.
د نړۍ هر نظام د يو لړ ستونزو لرونکی وي، خو دا د دې مانا نه لري چې خلک دې د نظام مخالفت ته ملا وتړي، بلکې د مخالفت پر ځای دې د نظام تقويت ته کار ووايي.
د نظام په پياوړتيا کې زموږ پياوړتيا نغښتې، پرته له نظامه موږ يو ځل بيا در په در کېږو او مجبوريږو چې د څو فاسدو اشخاصو د زورواکۍ او جبر ننداره کوونکي او په ځان وړونکي شو!
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي