د هر چا د زړه سر شئ!

ژباړن: ظاهر عمار
[pukhto]
د لیډر کېدو لپاره ضروري ده چې د لیډر جوړېدو شوق لرونکي کس ته د مینې په نظر وکتل شي. کله چې له خلکو سره ګوري، هغوی ترې خوشاله وي او هغوی داسې احساس کړي چې له یوه ښه فرد سره ګوري. د هر چا د زړه سر کېدو لپاره ډېر زیات کوښښ او قربانۍ ته ضرورت دی. په دې لړ کې دا لاندې وړانديزونه ګټور دي:
کله چې د یوې سروې پر مهال له نارینه وو وپوښتل شول چې په خلکو کې کوم ډول خوبۍ لیدل خوښوي، نو د ډېرو ځواب دا څلور شیان وو: ځیر کتیا، خوش مزاجي، دوستانه رویه او هم مزاجي.
په خپل شخصیت کې د ریښتینولۍ، پاک زړه توب، بې ریایۍ او اخلاص پیدا کړئ. په دې سره به مو په خلکو کې درناوی لا نور زیات شي.
د خپل ژوند اساسي او لارښودونکې فلسفه همېشه په پام کې لرئ. خلک به ستاسې د استقامت په لیدو تاسې لا نور خوښ کړي.
په معاملاتو او اړیکو کې بې پرې پاتې شئ. له خلکو او دوستانو مو ډېرې تمې مه کوئ. د په زړه پورې چاپېریال د برقرار ساتلو لپاره له خلکو کمې تمې درلودل ډېر ضروري دي.
په خلکو کې د ښېګڼو او خوبیو لټول عادت خپل کړئ، خلک به تاسې هم ښه وګڼي.
خوښ او موسکي اوسئ. د موسکا لرونکې څېرې دوه ګټې دي، لومړی دا چې موسکا په طبیعي توګه د فرد د ځیرکتیا ښکارندويي کوي او دویمه دا چې خلک مو خپل دوست او خواخوږی ګڼي. یوه بله ګټه یې دا ده چې دا عمل سنت هم دی.
خپل جذبات او طبیعت په خپل کنټرول کې ولرئ. د بې ثباتۍ او غوسې ښکار کېږئ مه او په غیر معمولي حالاتو کې د وارخطایۍ او پرېشانۍ احساس مه کوئ
د خپل ځان درناوی وکړئ او خپل وقار وساتئ. د چاپېریال او مسولیتونو په پام کې نیولو سره خپل رول ادأء کړئ.
خپل ظاهري شخصیت هم ښه کړئ، خپلې خامۍ لرې کړئ، ناخوښ حرکات پرېږدئ، د خلکو پر وړاندې په پوزه او غوږ کې ګوتې مه وهئ، غاښونه پاکوئ، ویښته ږمنځوئ، خپلې روغتیا ته پام کوئ، ساده او مناسب لباس اغوندئ، پر لباس ډېر مصرف مه کوئ، خو د نا مناسب لباس له امله د خپل شخصیت په اړه غلط تصور هم مه ورکوئ.
د خپلو خبرو کولو انداز ښه کړئ، په غږ کې مو خوږوالی پیدا کړئ، خپله مورنۍ ژبه سمه زده کړئ او له خپلو خبرو د ډېرو ژبو اچار مه جوړوئ.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي