د هوا سترګو کې شګې

عزت الله ځواب
[pukhto]
ځوان شاعر شاه نواز باقر د نوښت وړتيا لري، رياضت کوي او تر ډېره يې د تغزل په خوږو خپل مينه وال خوشاله کړي.
د هوا سترګو کې شګې د ښاغلي باقر لومړۍ شعري ټولګه ده، د کتاب د لومړي چاپ پښتۍ ښکلې ده، د کتاب نوم نوی دی. شاعري يې انځوريزه ، روانه، ځانګړی موسيقيت لري او پوره خوند او مزه پکې ده .
ځينې هغه کليمې چې په دې شعرونو کې زياتې ليدل کېږي، سپوږمۍ، ستوري، دېوال، څادر، تصوير، ځنګل، اور، اوبه، زهر، شراب، اوښکې، رڼا، کاغذ، قلم، جذبه، احساس، ځمکه، اسمان، هوا، ډيوه، بازار، محبت، ورځ، شپه، زړونه، کاڼي، ښيښه، ستن، تار، دروازه او ځنځير.
که ووايو په دې کې دېوالونه د باقر ځانګړی سمبول دی چې په نوي انداز يې کارولی. همدارنګه د هوا او ځنځير ترکيبونه يې د مينې او مهربانۍ بېلګې دي. لوستل يې ستړي کوونکي نه دي، لکه ژوند خواږه او ترخه دواړه لري.
له بده مرغه د تمدن په نوم نوي جنګ د ښار او کلي ترمنځ واټن زيات کړی چې خاشاک يې موږ يو، اوس زموږ په ټولنه کې داسې طبقات رامنځته شول، چې ښاری په کليوال باور نه کوي او کليوال ته ښاری مسلمان نه ښکاري .
د کور سودا مې هم له ځان سره چا نه ايښوده
زه چيرته تلمه او په دې د چا اعتبار نه راته
ښاغلی باقر خپل ولس له دې حالت نه ويستل غواړي، د يوالي پيغام ورکوي او فکر کولو ته يې هڅوي.
هر سړی وايې چې کوټه مې راڅڅېږي د کور
هيچا ونه ويل چې ولې راڅڅېږي اسمان
شاعر دې ته ورته نورې پوښتنې هم راپورته کړي چې بيا به پرې بل وخت خبرې کوو.
رومانويت د باقر د نوې شاعرۍ يو بله ځانګړتيا ده، هغه د چا خبره د محبت په سمندر کې ډوب دی.
ستا محبت راته درېيمه دنيا هم راښايي
د ورځې ستوري لټومه د شپې لمر لټوم
د روانې بدمرغۍ ډېر داسې متحرک تصويرونه او په لنډو ټکو د هغوی لاملونو ته کنايه، د دې ځوان د قلم بل کمال دی.
وايي ډوډۍ مه راوړه وينې راوړه
خدايه د داسې جومات چڼی يمه
له ښځو سره ظلم، بې عدالتي، ناوړه دودونه او نور هغه څه هم د دې کتاب د شاعرۍ په ځولۍ کې شته چې زه يې يوه بېلګه راوړم.
دا ددې کلي يوه پېغله وه لوحه نومېده
په هديره کې چې په کوم قبر لوحه نه شته دی
په دې کتاب کې ځينې نيمګړتياوې هم شته يو دا چې د سريزو ياګانې سمې نه دي، بله دا چې د باقر صېب په ځينو شعرونو کې ابهام دی، چې زما غوندې د کمې مطالعې خاوند پرې ژر نه پوهېږي!
له باقر صيب نه مې د هغه د يو بيت په باره کې پوښتنه وکړه هغه ويل چې زه شپه او ورځ د شعر په فکر کې يم او ډېر رياضت کوم، نو دا خبره مې په شعر کې دغسې کړې.
زه په تخليق پسې ړوند شوی يمه
ځوکه مې تللې د قلم سترګو کې
د باقر په شاعرې کې مې د اوږدو رديفونو غزلونه ډير خوښ شول، دا داسې غزلونه دي چې خبرو ته پرې اړتيا نشته .
بنده کوټه ده د نظر مې پکې ساه ډوبه ده
دنيا وړه ده د نظر مې پکې ساه ډوبه ده
تندی پر مخ سترګې په خوله پوزه په زنه پراته
ماته ښيښه ده د نظر مې پکې ساه ډوبه ده
په ديوالونو لاس کېږدمه کور ته ځان رسوم
توره تياره ده د نظر مې پکې ساه ډوبه ده
باقره سترګې دې ړندې نشي ورګورې څله
بله ډيوه ده د نظر مې پکې ساه ډوبه ده
شاه نواز باقر د ننګرهار ولايت د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې اوس د پښتونخوا په کوهاټ کې اوسيږي، تېر کال جلال اباد ته راغلی و او دلته يې په کتاب مخکتنه وه، چې ما پکې همدا خبرې کړې وې او د اوږده رديف دا غزل مې انتخاب کړی و:
تصويرونه د چا شته او د چا نشته
اوس خوبونه د چا شته او د چا نشته
لږې خرڅې کړم ډيوې ډيرې واپس کړم
دېوالونه د چا شته او د چا نشته
په دې دښته کې خپل ځان څنګه پيدا کړم
چې خاپونه د چا شته او د چا نشته
د نکريزو غوندې سترګې شته باقره
خو رنګونه د چا شته او د چا نشته
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي