د هيلو څادر

لنډه کيسه- شبواخندزاده
[pukhto]
د لمر وړانګې په ښکته کېدو وې، له کوچنۍ خور سره ښوونځي نه کور ته روانه وم. پلار مې موچي و، ويل به يې نازو ته به ښوونکې شې ، بیا به ما او مور ته دې درس راکوې، کور ته ورسېدو. تل به چې کور ته لاړم نو پلار به مې په کور و، خو نن نه و.
د ماښام له تيارې وروسته سپوږمۍ راوخته، مګر پلار مې لا هم کور ته نه و راغلی، هغه به چې د ورځې کومې پيسې ګټلې وې د خوراک لپاره به يې پرې څه اخيستل او کور ته به يې راوړل، تر ناوخته مو د هغه راتلو ته انتظار وکړ. خو رانغی.
مور ته مې وويل: پلار جان به کله راځي؟ زه وږې شوې يم!
مور مې زه غېږې ته لنډه کړم.
– رابه شي لورې، کېدای شي تر اوسه يې پيسې نه وي ګټلي.
زه دې فکرونو کې ډوبه شوم. چې ښوونځی به خلاصوم او د کورنۍ د ژوند جوړلو لپاره به پيسې ګټم… او بیا همداسې ويده شوې وم.
د دروازې په ټک ټک مې سترګې خلاصې شوې، سهار شوی و او تللی لمر بېرته راغلی و.
ما په بې تابۍ ور منډه کړه، دروازه مې خلاصه کړه، خلکو کټ په اوږو راننويست. زه لا نه پوهېدم چې څه شوي؟
پلار مې مړ شو، ژوند مو ورځ تر بلې خرابېده، مور مې ناروغه شوه، زه او خور مې د پيسو ګټلو لپاره کار ته ووتو، ما به دستکولونه او ليفونه اوبدل او کوچنۍ خور مې د ښختو په بټۍ کې کار شروع کړ، هره ورځ به مې اوبدل شوي شيان خرڅولو ته وړل، چې د مور د تداوۍ پيسې پوره کړم، ناروغۍ ضعيفه کړې وه او کړيدله.
يوه ورځ يو نجار له ما د نوم پوښتنه وکړه.
ما ورته وويل نازو.
ويل يې؛ پلار دې څه کار کوي؟
زما سترګو ته اوښکې راغلې.: مړ شوی.
ويل يې درس وایی؟
ما ويل؛ نه!
– ولې؟
– ځکه پلار به مې راته ویل چې تا کله زدکړه وکړه نو ما او مور ته به دې درس راکړې، خو هغه مړ شو او مور مې ناروغه ده، زه به اوس چاته درس ورکړم؟ او بل دا چې ما له سپين څادره پرته مکتب ته نه پرېږدي. کوم مې چې لاره هغه مو د پلار کفن شو.
نجار خان اغا نومېده، له ما يې ټول شيان واخيستل، ډېر وخت وروسته مې د خوښۍ احساس وکړ.
ويل يې زه درسره کور ته ځم، ما هم ومنله. چې کور ته نږدې شوو، بیا خلک راټول شوي وو، کور ته مې منډه کړه، هلته چغې وې، تره مې مور د دې لپاره ويشتلې وه چې ولې دې لورګانې کار ته پرېږدې، په سرو وينو لمده کټ کې پرته وه.
نجار له مانه پیسې واخيستې او زما مور ته يې سپين څادر راوړ. مور يې هم راته په خاورو د پلار تر څنګ بنده کړه.
نجار ماته وويل چې نازو دا ځای پرېږده، راځه زه تا خپل کور ته وړم. ورسره لاړه شوم.
زه يې يو کور ته دننه کړم، هلته هېڅوک نه ول، وډار شوم.
ورته مې وويل: کاکا خور به مې څنګه شي؟ ويل يې چرته ده؟ ما ورته بټۍ وښوده. هغه لاړ.
زه يواځې ناسته وم، نيم ساعت به نه و تېر شوی چې بېرته راغی، ويل يې خور دې تره له هغې ځایه وړې وه.
ماته يې اوبه راکړې، لاس کې يې سپين څادر نيولی و، ورته مې وويل دا ماته راکړه او له دې خبرې وروسته په ځان پويه نه شوم.
کله چې په هوش راغلم، سر مې ګنګس او د ستړيا احساس مې کاوه، کله مې چې ځان ته پام شو، نو ومې ليدل چې لوڅه پرته يم، خان اغا نه و، څېري شوي کالي مې پښو ته پراته ول، سپين زما د هيلو څادر مې تر خوا پروت و، له ځان نه مې تاو کړ او د مور او پلار څنګ ته تلو لپاره هديرې ته لاړم.
هديره کې چوپه چوپتيا وه، ويل مې شايد د دې کليمو په اورېدو چې زه ښوونکې شوې يم، مور او پلار مې راويښ شي، مګر زه ښوونکې شوې نه بې عزته شوې وم. ډېرې چغې مې وکړې خو هغوی نه راوېښېدل.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي