67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

د وخت مدیریت!

شرافت همت

[pukhto]
د وخت د ارزښت په اړه خو ټول پوهېږو او په اړه یې بحث او خبرې کول تکراري دی، زه دلته د وخت د مدیریت په اړه درته غږېږم.
که مونږ د وخت د سم مدیریت خبره کوو، نو هدف به مو د وخت د ضایع کېدو یا عبث تېرېدو څخه مخنیوی او له هغه سمه ګټه اخیستنه وي.
له وخته سمه ګټه اخیستنه پدې معنا ده چې حتماً پکې داسې څه وکړې چې تا ته ګټه ولري، که هغه هر ډول ګټه وي، مثلاً یو ښه کتاب، مجله، مقاله او ..ولولې، یوه ښه، خو منظمه ساعت تیري وکړې، کوم ذوقي کار وکړې، له یو ښه ملګري یا یو عالم شخص سره کېنې او څه ترې زده کړې یا دې ورسره ښه وخت تېر شي.
کتاب، ټولنیز ژوند، ملګرو، ساعت تیریو، ذوقي مسایلو، دندې او نورو ورځنیو چارو ته بېل بېل او مشخص وخت ټاکل د وخت په مدیریت کې خورا زیات اړین دي.
که وغواړئ وخت ښه مدیریت کړئ او درنه ضایع نشي نو د هر څه او هر کار لپاره وخت ځانګړی کړئ، که تاسې هڅه کوئ په عین وخت کې دوه کار وکړئ، نو یو کار به هم په سم ډول سرته ونه رسوئ، که ددې پر ځای همدغه وخت چې په عین وخت کې یې په دوو کارونو مصرفوئ، په دوو تقسیم کړئ، او دواړه کارونه پکې سر ته ورسوئ، نو دواړه کارونه به په ښه توګه سرته رسولای شئ.
ما پورته وویل چې زه د وخت د ارزښت په اړه ځکه نه غږېږم چې تاسې ته معلوم دی او ورباندې پوه یائ، زمونږ مشکل هر کله د وخت په عدم مدیریت کې وي، مونږ وخت سم نشو مدیریت کولای او همدا مشکل زمونږ د وروسته والي، ناکامۍ، ناراحتۍ لامل کېږي.
د وخت تنظیم او په کارونو یې ویشل هغه څه دي چې زمونږ چارې ورسره په ښه شکل سرته رسیږي. د وخت ښه مدیریت او ورنه په ښه توګه استفاده مو د بریالیتوب پوړیو ته رسوي او د پرمختګ سبب مو کېږي او همداراز روحي سکون راته حاصلوي.
مونږ د وخت د نه ضایع په موخه همېشه هڅه کوو چې مطالعه وکړو او څه یاد کړو، دا مهمه ده خو دا سخته ده چې یو څوک کرۍ شپه او ورځ کتاب په لاس وي او مطالعه وکړي.
زه فکر کوم که مونږ د کتابونو مطالعې ته له دوو تر درې ساعته وخت مشخص کړو، کفایت کوي، خو پدې شرط چې هغه وخت به ورته ټاکو کوم وخت چې ذهن ارام او د درس یادولو په مود کې وي، دا خبره عمومي ده که څوک ذهني ضعف لري نو باید زیات وخت ورکړي، خو که یو څوک ټوله ورځ کتاب ته ګوري، او په هر حالت کې حتا که ذهن یې هیڅ د درس یادولو په مود کې هم نه وي، کتاب په لاس وي او درس وایې نو هومره څه نشي یادولای لکه پدې دوه یا درې ساعته دقیقه او منظمه مطالعه کې یې چې یادولای شي او پدې سره یې له درسونو زړه هم مړیږي.
نور وخت باید نورو مهمو او ګټورو کارونو ته ورکړل شي.
د وخت د ضایع په مخنیوي کې بله دا خبره هم ډېره مهمه ده چې که مونږ د یو کار ترسره کولو لپاره چیرته ځو، نو باید هغلته هم د کار تر څنګ داسې څه وکړو چې نسبي ګټه راورسوي او وخت عبث ضایع نشي.
ځینې خلک د وخت په ښه مدیریت کې د ورځیني مهال ویش درلودل خورا اړین بولي، دا به ښه وي خو زه یې شخصاً نه استفاده کوم، ځکه که په ورځني مهال ویش مخته ځم نو په مشخص وخت کې راباندې د معلومو مضامینو مطالعه جبري کېږي او زه جبري مطالعه نشم کولای، راته سخته وي.
ښه خبره دا ده چې که یو کتاب ته زړه تنګي شو، چې بل راواخلو، بل شاید خوند راکړي او په خوند یې مطالعه کړو.
له وخته په ښې استفادې کې خورا مهمې خبرې، راخلاصه کوم ، داسې کوئ، دا له وخته ښه استفاده ده، د وخت مدیریت دی او ورسره بریالي کېږئ
-د هغو ملګرو سره وخت تېر کړئ چې څه ترې یادولای شئ، ناخوښې خبرې درته نه کوي او خوشالي درکوي، که داسې ملګرو سره کېنئ، نو له وخته سمه ګټه اخلئ.
– مسلکي مطالعه بیخي زیاته کوئ، خو ددې په څنګ کې ټولنیزه مطالعه هم له یاده مه باسئ، دا مطالعه د ژوند د تېرولو هنر درزده کوي او پدې مو پوهوي چې له خلکو سره څنګه برخورد او ژوند وکړئ.
– ذوقي کار ترسره کړئ، مثلاً، ښه شعر واورئ، ښه خبره واورئ، او.. خو دومره چې افراط درنه پکې ونشي. که افراط پکې وشو وخت مو ضایع کېږي.
– تکنالوژۍ سره ځان ښه اشنا کړئ، ټولنیزې رسنۍ لکه فیسبوک، ټویټر او نور.. تعقیب کړئ، تاسې پدې کې ډېر څه یادولای شئ، لیکل زده کولای شئ او د خلکو له افکارو خبرېدای شئ، دا ښه مطالعه ده، خو افراطي استعمال یې د وخت ضایع ده.
– تر ممکنه حده سفرونه وکړئ، یو عالم وایې سفر مطالعه او د کتابونو لوستل دي، سړی له سفرونو ډېر څه یادولای او له نورو فرهنګونو سره اشنا کېدای شي.
له نوو خلکو سره مخ شئ، سخت به وي، خو ښایي داسې خلک درته پیدا شي چې څه ترې زده کړئ او که دا نه وي د خلکو له ژونده به په ښه توګه خبر شئ.
– هر مازیګر د سیل لپاره مشخص وخت وټاکئ او هڅه وکړئ د سیل لپاره ښه او مناسب ځای ته لاړ شئ او د ښو منظرو لیدنه وکړئ، پدې درته روحي سکون حاصلیږي، خو یو څه چې مهم دي هغه د زده کړې اسباب دي چې باید له ځان سره یې نه یوازې د چکر پر وخت بلکې په هر وخت کې ولرئ، ممکن طبعه مو ورته جوړه شي او مطالعه یې کړئ.
عموماً هغه څه کوئ چې زړه مو غواړي خو البته نامشروع او ناروا څه نه، بلکې د یوې لوبې کتل، د یو پروګرام کتل او نور چې ګټور وی…
[/pukhto]

6 خوښونې

اړوند مطالب

د شتمنو طبقاتي تبليغ او څو خبرې
نقشه جوړه کړئ!
دله ګان
د سهار مرغه او د شپې کونګ
د مازيګر بنډار يوولسمه ناسته وشوه
ځان به مړ د عشق په ځېل کړمه ناصحه
د رنګونو ارواپوهنه
حسن (ښاېست)

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

اپریل 2017
S S M T W T F
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
2930  
« Mar   May »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /