د ولسمشر ملاتړ بې دلیله نه کوو!

شرافت همت
[pukhto]
یو څه چې د هېواد ایندې ته مې خوشبینوي، هغه له ولسمشره د ځوانانو او بالخصوص د باسیواده ځوانانو په پراخه پېمانه ملاتړ او دفاع ده، چې پخپل ټول قوت یې کوي. د کرزي د دورې په وروستیو کلونو کې متاسفانه د نظام د سقوط اوازې دومره ډېرې شوې، چې ټول خلک نهیلي شول او ډېری ځوانانو په قاچاقي لارو خارج ته تګ پیل کړ، چې بدبختانه ځینې یې د نهنګانو ښکار او د سختو لارو له امله د مرګ میلمانه شول.
دا هغه وخت وو، چې هېواد کې تاجرانو پانګه اچونه بنده کړه، امنیت له بدو بدتر شو، د افغانستان اقتصاد د صفر کچې ته راټیټ شو او داسې فکر کېده چې نظام به ړنګ او هېواد به پخوانی بد وضعیت بیا تجربه کړي.
د ولسمشریزو ټاکنو پر وخت ډاکټر اشرف غني، چې یو خورا اکاډمیک، لوړ متفکر او سیاسي او اقتصادي شخصیت وو، د خلکو وروستۍ هیله وه او دوی یې په پراخه پیمانه د سر او مال په بدل کې ملاتړ وکړ او هغه یې ولسمشرۍ ته ورساوه.
ولسمشر اشرف غني که څه هم د خپل کړو ژمنو په پوره کولو کې تر دې دمه تر ډېره پاتې راغلی او د څومره جدیت او قاطعیت تمه چې ترې کېده په هغه کچه ثابت نشو، خو مونږ یې ځکه ډېر نه ګرموو چې دلته ستونزې، مجبوریتونه او مصلحتونه متاسفانه خورا زیات دي او ددې شیانو ختمول کلونو او خورا زیات کار او په حکومتي چوکاټ کې دخیلو ژمنو سیاستوالو او چارواکو ته اړتیا لري.
منو چې امنیتي وضعیت هومره ندی ښه شوی، څومره چې د خلکو توقع وه، دولتي ادارې له فساده د خلکو د توقع هومره ندي راوتلي او په وړاندې مبارزه یې کم رنګه ښکاري، اصلاحات د ولسمشر د کړو ژمنو هومره ندي راغلي، بې کارۍ زیاتې شوي، د حکومت او خلکو تر منځ واتڼ زیات شوی، خو زه په پوره ډاډ وایم چې ولسمشر په یوازې ځان یا د خورا کم شمیر چارواکو په همکارۍ او ژمنتیا په دې ټولو برخو کې د وس هومره کار کړی.
د امنیت د خرابوالي لوی دلیل د نړیوالې اوضاع خرابوالی دی، د داعش منځته راتګ، دلته د زبرځواکو قوتونو اقتصادي او سیاسي سیالۍ او ګټې د جګړو او ناامنۍ لامل شوي، خو ولسمشر لګیا دی او ددغو جګړو د مهارولو او امنیت د تامینولو لپاره اساسي کار کوي، چې انشاالله پایله به یې خورا ښه وي، د امنیت په برخه کې د ولسمشر تر ټولو اساسي کار له حزب اسلامي سره سوله ده چې دا د ټولو افغانانو لویه هیله وه او ولسمشر پوره کړه.
فساد سره مبارزه د خلکو د توقع هومره نده شوې، خو د ولسمشر په یوازې ځان سره دومره شوې چې مونږ یې یادولای شو، مثلاً ځینې فاسد قاضیان او مامورین د فساد په تور له دندو ګوښه شوي، د وزارتونو قرارداتونه له فساده راوتلي، د ملي اردو د تېلو او نورو قرارداتونو کې فساد ختم شوی، د کانکور پروسه کاملاً شفافه شوې، په نورو ادارو کې تر ډېره ځوان کادرین په دندو ګمارل شوي، چې دا هم د فساد د مخنیوي لامل کېدای شوي او داسې ډېر نور اقدامات چې د فساد په وړاندې شوي او دلته د ټولو یادونه سخته ده.
د پاکستان انزوا او وارخطا کول د ولسمشر له لویو کارونو څخه دی، مونږ د پاکستان له مختاجۍ خلاص او د تورخم د تجارتي لارې بدیلې لارې پیداشوې چې مونږ ورسره تجارت پر مخ بیولای شو.
پدې وروستیو کې ولسمشر د ایران چیغې وویستي، پر هغوی د اوبو بندول د هغوی لپاره مرګ او دغه اوبه زمونږ حیاتي ارزښت دی، چې ورسره ګران هېواد د برېښنا او ابادۍ په برخه نه یوازې خودکفاه کیدای شي، بلکې ګاونډیو هیوادونو ته هم بریښنا صادرولای شو، څو کاله وروسته به انشاالله لدې خودکفایۍ برخمن شو.
ولسمشر اشرف غني هغه نړیوالې اړیکې چې د تېر حکومت له لورې ژوبلې شوې وې، په ښه توګه ورغولې او ځینو هېوادونو سره چې مخکې د دوستیو یوازې خبرې کېدلې، عملي بڼه یې غوره کړه، له روس، چین، هند او ځینو نورو هیوادونو نه مو مرستې ترلاسه کړې او نورو خارجي مرستو کې هم نسبي زیادت راغی.
ولسمشر جنګسالاران په چیغو کړي، د شورای نظار اتحاد یې خراب کړ، هر جنګسالار یې وارخطا او له قوته تقریباً وغورځاوه، خو دا خلک به لږ نور هم په قوت کې پاتې شي، بیا به له زوره وغورځي.
تاسې دا واقعیت ومنئ چې ولسمشر اشرف غني ته نړیوال سیاستوال په خورا ارزښت او درناوي قایل دي، دلیل یې دا دی چې هغوی یې د یو پیاوړي اقتصادپوه، سیاستوال او لویي اکاډمیکې هستۍ په حیث پېژني او پدې پوهیږي، چې دا سړی هېواد د ګانډیو سیال کولای شي.
مونږ په دغو پورته او ځینو نورو دلایلو د ولسمشر منطقي ملاتړ کوو او پدې ملاتړ کې خپل ښه راتلونکی وینو، ولسمشر د ځوان قشر بې له ډالرو اخیستلو قوي ملاتړ لري او انشاالله مونږ به ډېر ژر د یو پیاوړي نظام څښتان او پر خپل ځان بسیا شو.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي