د ونو بوټو ارزښت

احمد جمال جمال
[pukhto]
حضرت علي کرم الله وجه فرمائي تر هغه ځایه چې تاسې پوهېږئ هغه نورو ته زده کړئ.
د زراعت د ضرورت او اهمیت په اړه چې ساينس او د زمانې تقاضا يې تائید کوي، قران عظیم الشان ۱۴۰۰ سوه کاله پخوا دا اعلان کړی او انسانانو ته يې لارښونه کړې چې د پراخو ځمکو او غرونو څخه ګټه واخلئ چې د خوشاله ژوند لپاره شرایط برابر کړئ.
بخاري شریف کې صیح حدیث دی چې نبي کریم ص فرمايي نشته هیڅ یو مسلمان چې نیالګی نال کړي یا څه کښت وکړي او له هغې ځینې مرغان، انسانان او حیوانات څه وخوري چې شته دی ده لره په دې کې اجر د صدقې او خیرات.
مودودي علیه الرحمه په مبادي اسلام کې وایي چې دا نړی د الله تعالی یو باغ دی که مسلمانان يې ښایسته کوي او ښایسته يې ساتي نو همدوی ته يې حواله کوي او مزدوري هم ورکوي هغه هم څو چنده ځکه دی یې دوست هم دی او ښه بڼوال هم، که چېرې مسلمانان يې په ښکلا کې سستي کوي او یا يې د بڼوالۍ په چل نه پوهېږي بیا يې کافر ته سپاري او په هغه خوښ هم نه دی خو د بڼ د ښکلا او ښایست وړ همدغه کافر دی نو ځکه د نړۍ دا واکمني او د بڼ ساتنه او باغواني هم همده ته سپاري.
د دې په لوستو ماته د ادم علیه سلام د وجود مبارک د جوړولو او پیدا کولو په وخت د ملایکو هغه د اختلاف او مخالفت ټکي رایاد شول چې ويل يې دوی به پر ځمکه فساد جوړ کړي او د یو بل وینه به تویه کړي؛ خو الله تعالئ ورته وفرمایل چې زه په ځمکه خپل نائب او خلیفه پیدا کوم.
اول خو دا فکر پکار دی چې دا ځمکه به څومره ښکلې وه چې د ملائیکو په انسانانو نه لورېده، که چېرې مونږ ته د ځمکې د جوړښت هغه لومړنی طبیعي تصویر په لاس راشي نو په اسانه پوهېدای شو چې د انسانانو راتګ نړۍ ته څومره ګټه یا زیان واړولو؟
او بله دا چې د نائب او خلیفه وظیفه او زمه واري څه وي؟
من حیث د یو افغان او مسلمان مونږ باید د خپل هېواد د ابادۍ او سرسبزۍ لپاره کار وکړو او په حالت يې خبر شو، افغانستان یو غرنی هیواد دی چې وچ او استوائي اقلیم لري د لمنځې، بجور، سرپ، څېړۍ او د نورو ونو طبیعي ځنګلونه يې په ختيځ او سهیل ختيځ کې خپاره دي چې د ګڼو ارزښتونو درلودونکي دي.
د پستې او بښتې، غرني بادام او نور چې یو وخت په پراخه کچه د هېواد په شمال او شمال جنوب کې موجود ول اوس تر ډېره د یو مخیزه پرېکېدنې او څړ له کبله له منځه تللي دي او د سهیل ختيځ ځنګلونه هم په دې برخلیک اخته دي.
ددې لپاره چې له دا ډول قصدې او طبعي ناورينونو څخه مخنیوی وشي د سون او د ساختماني چارو لرګیو تولیدي کچه هم لوړه شي نو د ځنګل کارۍ پراخو پروګرامونو ته اړتیا ده چې په عملي ډول دښتې او لغړ غرونه په شنو او ښکلو ونو وپوښل شي، ځکه چې ونې د پاکې هوا او د اوبو په تنظیم کې مهم رول لري او بله دا چې د پاک چاپیریال او سالم صحت لپاره بې بدیله نعمت هم دی.
د کرنیزو نباتاتو څخه دارو درمل، ربړ، رنګونه، عطر، غوړي او داسې نور شیان جوړېږي.د کرنیزو نباتاتو له لرګیو څخه د کور د اړتیا لرګین فرنېچیر او د کښتۍ جوړولو صنعت کې کار اخیستل کېږي، شینکی یا نباتي فرش چاپیریال ښکلې کوي او د هوا د پاکۍ سبب ګرځي.
باغونه په خپله شنې ونې دي او د باغونو په کرلو سره ونې زیاتېږي.
د ونو بوټو په کرلو سره خاوره د تخریب ځني ساتل کېږي، په ځانکړي ډول هغه خاوره چې د باد او باران په وسیله ډېره تخربېږي له بده مرغه همدا اوس د نړۍ ( ۳۰۰۰) میلونه وګړي د کورونو د ګرمولو، اخلي پخلي لپاره لرګي د سون د موادو په توګه استعمالوي یعنې د وروسته پاتو او غریبو هیوادونو نوي سلنه خلک لرګي د سوځولو او کورونو ګرمولو لپاره کاروي.
په داسې حال کې چې له دغه شمېر وګړو څخه هر یو ( ۵۰۰ ـ ۱۰۰۰) کیلو ګرامه لرګي د کال سوځوي او دغه سلسله به د نفتي موادو د نرخونو په لوړېدو سره نوره هم زیاته شي، او د ځمکې د کرې د ګرمیدو او د هوا د ککړتیا مخنيوی به ګران شي.
د يوې نړیوالې سروې مطابق: د نړۍ ځنګلونه د ( ۴۰۰۰ـ ۴۵۰۰ ) میلیونو څارویو لپاره په نړیواله سطحه د څړ او غذا امکانات برابروي، او د نړۍ ( ۳۰۰ ) میلیونو نفوس مستقیمآ خپل ژوند له ځنګلونو څخه په لاسته راغلو موادو او یا هم د ځنګل په چارو کې پر مخ وړي.
د غریبو هیوادونو استوګن د لرګیو د نشتوالي له امله د حیواناتو فاضله مواد او کرنیز پاتې شوني چې هغه باید ځمکو ته د سرې په منظور ورکړل شي سوځوي، د هغې د استعمال له کبله هم صحي ستونزي رامنځته کېږي او مشکلات زېږوي.
د ځنګلونو د ساتنې د ارزښت په سلسله کې ویلی شو چې ورېدلې واورې په غرونو کې د ونو د سیوري لاندې واقع کېږي او یخچالونه جوړوي او د وخت په اوږدو کې دغه یخچالونه ویلي کېږي چې ویلې شوې واورې او د هغې اوبه د ځمکې او د ونو د ريښو له کبله په ځمکه کې درزونه جوړوي چې همدا د چينو او د کاریزونو د ښیرازه کېدو سبب ګرځي، او هم د سیاحت او تفریح لپاره مناسبې او ګټورې ساحې ایجاده وي.
د څلوېښت کلن ناورین له کبله چې زمونږ هیواد له دې ګټو څخه تر یوه حده بې برخې شوی دی، ځکه د ځنګلونو يو مخیزه پرې کېدنه او د ځنګلي ساحو څخه د څړ په توګه استفادې د ځنګلونو ساحه کمه کړې ده.
د ځنګلونو د ویجاړتیا له بابته زمونږ د هېواد زیاتره ساحې په دښتو او شاړو بدلې شوي دي. ځکه خو په یو شمیر ولایتونو کې د ځمکې د مخ اوبو سیلابي بڼه غوره کړې، همدا وجه ده چې سیلابونه او خوړونه په باراني موسم کې خطرناک او د انديښنې وړ وي، د ونو بوټو د نشت له کبله د اوبو په سیستم کې هم ګډوډي راغلې ده چې ورسره د کاریزونو، سيندونو او چينو اوبه کمېږي با کمې شوي.
یو شمیر متخصیصن وايې په افغانستان کې هيڅ داسې چاره نه ده ترسره شوې چې طبیعي سرچینې وساتل شي او د ښه والي لپاره يې کار او فکر وشي، د وطن ځنګلونو چې یو وخت پراخې ساحې پوښلې وې د بې کنټروله او غیر فني پریکوونې سره مخامخ شوي او ډېره برخه يې له منځه تللې ده.
د ځنګلونو اوسنۍ پریکوونه په بشپړ ډول غیر قانوني ده.
ددې ترڅنګ يې د ژوند چاپیریال له ګواښ سره مخامخ کړی، د لرګیو د کمښت ستونزه هم ورسره راولاړه شوې ده او نورو هېوادونو ته يې د لرګیو د قاچاق بازار ګرم ساتلی.
د ونې پریکونې په وخت د ړنګیدو لوری او غوراوي نه په ګوته کېږي یوازې د اړتیا وړ لرګي پرې کېږي چې په پایله کې دا چاره نوي نیالګي او تازه راشنه شوي تخمونه زیانمنوي او له منځه يې وړي، ځنګل د هرې ټولنې په ژوند کلتور او اقتصادي حالت اغېزې لري د هر هېواد د لرګیو اړتیا ترې بشپړېږي ځمکې له توندو او تودو بادونو څخه خوندي کوي.
ونې د روانو ریګونو په ودرولو کې مهم رول لري او د طبیعت په غېږ کې ښکلې منظرې جوړوي.
د اوسنۍ نړۍ په زیاتره هېوادونو کې د ځنګلونو جوړولو لپاره ستن پاڼې غوره بولي ددې ونو ځنګلونه ګڼې ښېګڼې لري او لرګي يې د ښه څرنګوالي درلودونکي دي.
د نښتر ونه د ستن پاڼو له ډلې څخه ده، د افغانستان په ځنګلي سیمو کې يې ښه توافق کړی دی، د نښتر ونه یو له چټکو نمو کونکو ونو څخه شمېرل کېږي، د کونړو په شمالي او مرکزي سیمو کې د ( ۴۰ ) مترو په لوړوالي او د یو متر نه زیات قطر سره هم لیدل شوي، لرګي يې نسبتآ سخت او غوره کیفیت لري چې په داخل او خارج کې ډېر مینه وال لري.
د لمنځې ونه په طبیعي ډول د همالیا په شمال او لویديځو سیمو، د بلوچستان په شمالي برخو او د افغانستان په سهیل لویدیځ سیمو کې خپره ده زمونږ په هېواد کې يې د پکتیا، لغمان، پکتیکا او ننګرهار ولایتونو کې پراخه ساحې نیولي.
لمنځه د وچکالۍ پر وړاندې مقاومت لري او لرګي يې د ارچې په نوم مشهور دي.
د سرپو ونې معمولآ په ټولو ځنکلي سیمو کې خپرې دي، د سرپ ونه د نیالګو له لارې په بریالتوب سره تکثیر کېږي.
د جلغوزي ونه د افغانستان په ټولو ځنګلي سیمو کې د لمنځې د ونو لاندینو ساحو کې خپره ده. زیاتره يې د بحر له سطحې د ( ۱۸۰۰ ) یا ( ۲۰۰۰ ) مترو لوړوالي باندې د لمنځې او له دې لاندې د څېړيو او مارو له ونو سره ځنګل جوړوي.
د ناجو ونې اصلي ټاټوبي د مديترانې بهیره، سوریه او ترکیه دی . د ۱۳۳۰ـ ۱۳۴۰ کلونو په منځ کې کابل، کندهار، هرات، جلال اباد او نورو ولایتونو ته راوړل شوي.
خو اوس دلته هر څه په سمبولیک ډول پر مخ بیول کېږي او ستایل کېږي، لکه په ننګرهار کې د نارنج ګل مشاعره، کندهار کې انارګل، پکتیا کې نښتر، لوګر کې سنځلې او مېدان وردګ کې د مڼې ګل غونډه او مشاعره که د دغه غونډو ترڅنګ په همدې ولایتونو کې د ذکر شو ونو د تحفظ او د نویو نیالګیو د کېنونې لپاره عملآ کار وشي لویه لاسته راوړنه به وي.
خوشبختانه د روان ۱۳۹۸ کال د حمل په میاشت کې افغان دولت شل ميلونه نیالګي د هېواد په مختلفو برخو کې نیال کړل، ددې ترڅنګ یو زیات شمېر بوټي او نیالګي په ښارونو او ولسوالیو کې د عامه ولس لخوا هم واخیستل شو چې د چاپیریال ساتنې لپاره ګټور ګام دی.
د ارتفا اصلاحي ټولنې ملګرو هم په سوونه نیالګي نیال کړل او هم يې د عام ولس د ذهني شعور د بیدارولو په پار سوونه پیغامیز سټیکرونه د جلال اباد ښار او یو شمېر ولسوالیو کې وویشل او لا د دغه لړۍ د جاري ساتلو هوډ لري.
د وخت غوښتنه ده چې د زراعت وزارت او داخله وزارت د ونو د تحفظ او د نویو نیالګیو د کېنونې په برخه کې ګټور اقدامات وکړي لکه د ونو ثبت یا راجستر، د ونو وهل د قانون له مخې جرم ګڼل او په دغه برخه کې خلکو ته اګاهي ورکول، د شهیدانو، معلمانو او داسې نورو وارثینو ته د نومرو ورکونې په وخت کې د نویو نیالګیو د کېنونې جدي شرط او بیا قباله ورکول.
د خښتو د بټيو مالکان باید د هوا د پاکوالي لپاره ونې نیال کړي او همدا شان دې د هغه فابریکو پر مالکانو د نیالګیو کېنونه هم لازمي شي چې کارونه يې د هوا او غږيزې ککړتیا باعث ګرځي، دولت باید د مصنوعي ځنګلونو د جوړونې لپاره خلکو ته قرضي ورکړی او داسې نور اقدامات وکړي.
د شاخه برۍ له مخې د ونې لوړوالې او پرخوالی کنټرولېږي او د ونې د قوت لامل ګرځي شاخه بري د ونې د عمر او حاصلاتو د زیاتېدو باعث هم ګرځي، د مېوې د غټوالي سره د مېوې خوند او رنګ زیاتوي.
د انګورو یادونه په قران کریم کې شپږ ځایه شوې، په جنت کې به هم انګور او مېوې انسانانو ته ورکول کېږي، انګور ډېره ګټوره مېوه ده، دومره ګټوره چې طبعي درملتون يې یادولې شو.
راځئ چې د ونو له وهلو او پرېکولو ډډه وکړو، د نویو نیالګیو په کېنونې سره وطن جنت نشان کړو او دغه جنت راتلونکي نسل ته د امانت په ډول وساتو.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي