د پيريانو تنور

نورالحق حداد
[pukhto]
درېيمه برخه
د شمشتو ميرې په افغانانانو ابادې وې، سهار کې چای مو څښلې پلار مې راته وويل: زه د بټۍ پيړونه جوړوم، وروسته له ښوونځي د کار ځای ته راځه. د ټيکټر بليډ به ياد کړې. د دې بټۍ لاره په وچ نهر وه. زه د قاضي محمد امين له پروژې په زاړه کمپ هجرت الجهاد مدرسې ته پلی تلم، دا د خالص بابا کمپ کې مشهوره وه. دې ته لنډه همدا بټۍ وه.
تګ راتګ مو دخالص په کمپ و. دې کمپ کې يو سړی سيداګل پاچا نومېده، خبرې يې د مجلس مالګه وه. ډېر ټوکي سړی و، خالص بابا ته يې ويل که ټوکې ونه کړم پړسېږم، مړ به شم. هر چا پسې به د طنز په ژبه غږېده. مولوي خالص ازادي ورکړې وه، يوه ورځ مې د غرمې ډوډۍ خوړلې وه. د بټۍ په لار روان وم هغه زمونږ د کار ځای سره اسمان څرخي جازونو بو- ببو کړی و. جيټ به هم غرا او پر شار زورور کړه.
ډار مې پيدا شو. ځکه کوم وخت چې له هېواده راکډه کېدو کائينات همدا ډول ناقراره ول. هلته به خلک پټ شول د بنګنې اواز به پيدا شو، هغې به بمونه ختا کول. هغه د کلي بمباريو مړې او نورې ورانۍ مې مخې ته شوې. دلته پاکستان د امن کور يادېده، هر ډول الوتکې ښکته کېدې او پورته کېدې. عام خلک تلل راتلل، وېره نه وه.
زه د کار ځای ته ورسېدم پلار جان مې سا سمه کړه، لارښوونې يې راته وکړې. دميدان ليول کول مې د پلار دنده وه، ترکتور ته پورته شوم، کار پيل شو. ماته نن ورځ بدله وه، ماته مخامخ دښته، غونډۍ او د کرکڼو بوټي ، دا سيمه نن ټانګونو او ځمکني پوځ نيولې وه. فکر کې شوم د وطن شپې مې سترګو ته شوې دا د شمشتۍ په څېر ټانګونه مې په څو څو ځله کتلي، سينما به ورسره وه، دا سندره راته ياده ده.
لاليه زه چې تا خوشاله نه کړم
دا بېلوري بېلوري بنګړي به څه کړم
سندرغاړې رانه هېره ده خو زمونږ دکلي بازار سره په ټانګ غټه پيټۍ سپيکر غړمبېده، دا په کې غږېده. ډېرو مخورو به ورته نڅاګانې کولې، ډولونو او دربکو به دېوالونه ړکول. د مستانه وو به سرې جامې په تن وې او د اورا نارې به يې تر مادي کڅ انګازې کولې. کله به دې شورويانو کلوته له ځانه مخکې وېره لېږله، هوايي به لر بر کېدل، ځمکني روسان به کوڅه په کوڅه ګرځېدل.
د لټې پر وخت يې انبار خانه په وينو سره کړه. ۶۰ ښځې يې په يو مسجد کې بې ژونده کړې. دا سور مخي زمونږ کلي ته راغلي ول، دهغه وخت فرهنګ و- ښځو به دستونزو په وخت زيارت توداوه، په دې ورځ ښځې اصحاب بابا ته لاړې، زيارت يې تود کړو ، حلوا پخه شوه. د نړۍ واکمن ته لاسونه لپه شو. څرخي الوتکو د راکټ ډزې کولې، په توپونو د تکيه کلي سوړې سوړې شو.
د بېلې په نامه سيمه يې سره هدېره کړه. دملکي خلکو یو سل شل جنازې وې، ميندې بورې شوې، ناوې يې کونډې، هره خوا د حوا لوره ګانو کوکې وهلې. چا د ورور په مرګ کمڅۍ ويستې، خر، اس، اوښ، سپي، چرګانو او نورو ژوندو د مرګ خوند کاته . څانګې زخمي وې له هر څه ساه ختلې وه. هغه د سور لښکر جنګيالي دګوشتې په سيند بېله کې غرق شول. د مسکو جنګ پوهان يې په موندنه کې پاتې راغلل، روسۍ شوبلې تر ننه پيدا نه شوې.
نن د پاکستان پوځي تمرين نا ارامه کړی وم. په ليدو يې تېرې پېښې رامخې ته شوې. په کار کې دوه کرته ختا شوم، د ترکتر بليډ کمپريسل جيک مې مات کړ. پلار مې راپاڅېد، کينه يې وکړه. د سبا ورځې خواري يې خپله برخه وه . بس الا بالا ګردن يې ملا .
هغه وخت زه نه پوهېدم خو اوس د ځان سره وايم چې پاکستان به خپل پوځ غښتلی کاوه، که افغانان يې کومې ورانۍ ته چمتول کول. څو ورځې وروسته راشن پاس ته بازار پرانيستل شو. په راشن پاس يوه لوګو لګېدلې وه، همدا يې په څلور پنځه زره کلدارې اخيسته. نوره کتابچه يې بېرته درسپارله. سکربيس کډوال هېواد ته په ستنېدو شو، کمپ نه کډې بارېدې. مونږ باغوانانو ته لاړو، پلار مې د حاجي عظيم په بټۍ کې د ترکتر مزدور شو، زه له نيکه سره وطن ته لاړم.
جلال اباد په همدې اونۍ کې نيول شوی و، د بټي کوټ شمال ته د غونډۍ په سر راټول کلی له وړاندې برېښي. دا غازي کوټ دی ، اوس يې غازي اباد بولي. همدا زما کورګی دی. ورته راغلم . کور او کلی مې وکاته، له نيمو زيات کورونه ړنګ شوي ول، په لارو او کوڅو کې زمۍ او زوځان شنه شوي، چور چپاو کې خوارې شوې وه. د دې وروسته شګۍ ته راووتم، دلته به مونږ د ډبي توڼه کوله. دلته د فارم غازي اباد د ماتې وروسته مجاهدينو پنځلس پرچمي عسکر وژلي ول، د مرګ په وخت عسکرو له کليوالو غوښتنه وکړه، سوال او زارۍ يې وکړې خو غازيانو ته دمنلو وړ نه وې.
په شګۍ د تېر په څېر د چندرو او خوسي لوبې کېدې، مازيګر به ګرم و، د شپې خلکو د لرګيو کار کاوه، سهار ملا اذان به د ولسي خلکو د فارم غازي اباد ځنګلات په غلا وهل، د امريت، مالدارۍ، تخنيک او نورو ګودامونو ويش ته مجاهدينو بډې وهلې وې، هر قومندان د غنيمت په سر مړی کاوه، چور او تالان ګډ شوی و، هر چا خپله خواري کوله…
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي