د پيريانو تنور

نورالحق حداد
[pukhto]
د ډاكټر نجیب الله وروستي وختونه ول، ما په دوهم ټولګي کې زده کړې کولې، په وطن خپسه كښېناسته، ارمانونو تیندک وخوړ، ژبې ګونګې شوې او ځای ځای به پیریانو تنور توداوه.
یو مازیګر مې له وړاندې نه کلي ته کاته، دوړه اسمان ته پورته شوه، ماته د پیریانو تنور ښکاریده، خو دا زموږ د بازار شمال ته د نا پیژندل شويو کسانو لخوا د بستربند په نامه موټر غرغنډه شوی و.
ماښام اذان سره کلی ته راورسیدم ، جومات سره ښایسته ځوان په خپلو وینو کې لت پت پروت و، په ډېرو مازیګر غم شوی و، د پرچم په نامه خلک وژل شوي وو ، اوازه وه چې مجاهدینو بایسکل ساز ځان سره بيولی .
درې څلور میاشتې وروسته په پوستو ټکان ورځ په ورځ ډېریدل ، تورخم ماتې وخوړه، فارم غازی اباد ته جګړه راورسیده، غنيمت و که ولجه وه، نفسونه غالب شول. جيټ الوتکو کلی بمبار کړ.
د هجرت په دیار ورنازل شوو. په مټه مغل خېل لکۍ کلي کې دېره شوو، کور سره نږدې کانال له منډا نه راغلی و، د لامبا په وخت کانال ډوب کړم.
پلار مې ویل تر څو چې مې ځان اوبو ته کاوه، یو انسان دوسته تن د وړلو بچ کړې. میاشت ورسته بهادر کلي ته کډه شوو.
له هیواده چې کله راوتو غوا مو خرڅه کړه او مېږه مو څو ورځې مخکې د اصیل په نامه قوماندان ولجه کړه. د غوا روپۍ خلاصې شوې یوه توپانچه مې پلار سره وه، د پنځه زره کلدارو په بدل کې یو ملګری ته ور کړه
ما کاغذونه ټولول پیل کړل ، لس روپۍ به مې ګټلې، شل ورځې ورسته پلاستيکي خلتو خرڅولو ته لاړم، لمرخاته به پاټک ته تلم، دولس روپۍ به مې ګټلې، اته انې به ډبې کرایه اخيسته .
اختر راغی زموږ جامې نه وې، پیښوریانو ویل د کابلیانو اختر پرون تېر شوی. د اختر شپږمه وه خویشکو ته راشن پسی لاړو، د نوښار ډاګونو په نوم کلي سره لنډ د خشکو مېرې ته لاړو، راشن پاس مو جوړ شو . وړه، دال، غوړي اونور مواد به سکربيسو ته وخت په وخت راتلل.
د وهابيانو په نامه مکتب کې مې داخله واخيسته، دلته به يې زدکوونکو ته شيدې ورکولې، دوه ملګرو مې د نوښار په هډه کې شربت خرڅاوه، تر جوزا وروسته ما هم ګنډېرۍ په بسونو ګرځولې، د سرطان مياشت وه زما په پښو څه نه وو. د اوړي ټکنده غرمه به لوڅې پښې بس ته رسېدم.
يوه ورځ په بس کې د ښځو سره څنګ ته يو سړي وویل ستا د پښو په کتو مې زړه څړيکې وکړې، دا پته نشته چې څانګې به يې تر کومه بې واره وې؟ د خپلو پښو غټې چپړې ماته راکړې ، دا که ازادې هم وې، خو د پښو په سوي زه او لوی واکمن پوهيدو، ځکه په هډه کې تېرې تيږي روړه اواره وه، په تارکلو لا نه وه پوښل شوې.
ماښام کور کې وم اسمان شين وو، د شپې ناوخته ځينو خلکو ځانونه غاړې ته کړي ول، ډېر هغه وخت خبر شول چې په خیمو یې سیلاب ورننوت، نیمه شپه چغې او انګولا شوه. په دې بې کوره شويو يو ځل مخکې هم سېلاب راغلی و.
کمانډرۍ ته سپینې لارۍ راغلې، له دې ځایه د څمکنو په موړ شمشتو ته كډه کړو، شمشتو تور رنګه جیګه او ټیټه دښته وه اوبه لنډې نه وې، وړاندې د نورو افغانانو کورونه ول، نورې غونډۍ او شېلې وې.
خېمې مو ودرولې، زمونږ په لاټين کې تېل نه ول، خو په ټولو یو ډول تیاره شوه، توپاني باد په سکربیسو کې کړنګار پيل کړ او خېمې ړنګې شوې.
…. نور بيا
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي