د ځوان ټولنيز بنسټ اونيزه لکچر غونډه!

راپور: شرافت همت
[pukhto]
د لمریز کال د لړم د میاشتې په ۱۴مه نېټه ځوان ټولنیز بنسټ خپله پرله پسې اوولسمه اونیزه لکچر غونډه په سباوون ستوري انستیتیوت کې د ماسپښین پر دوه نیمو بجو د ګڼو ځوانانو په حضور کې تر سره کړه.
د دې اونۍ علمي لکچر د چاپي رسنیو د ارزښت په اړه و، چې د میني مجلي مسول مدیر او د مازیګر ویب سایټ چلوونکي انجینر عزت الله ځواب وړاندې کړ. ښاغلي ځواب په پیل کې د ځوان ټولنیز بنسټ د علمي لیکچرونو لړۍ یو بېساری لوی نوښت وباله او ورپسې یې د (چاپي رسنیو ارزښت) تر عنوان لاندې علمي لکچر پیل کړ.
ښاغلي ځواب د لېکچر په پیل کې د چاپي رسنيو په پيل او تاريخي مسير وغږېده، د پښتو چاپي رسنيو پيل يې ياد کړ او مختلفو دورو کې د پښتو چاپي رسنيو پر معياري کېدو معلومات وړاندې کړل. زياته يې کړه چې، ننګرهار پخوا د چاپي رسنیو له چاپه په زیاته کچه برخمن وو او دلته په بیلا بیلو نومونو، بیلابیلي چاپي رسنۍ خپرېدې او وخت په وخت تر لوستونکو رسېدلې، مګر اوس متاسفانه هومره چاپي رسنۍ، څومره ته چې اړتیا ده، نه چاپيږي.
هغه د چاپي رسنیو د ارزښت تر څنګ په نورو ټولنیزو او عصري رسنیو لکه انټرنیټ او فیسبوک هم تفصیلي بحث وکړ او زیاته یې کړه، د انټرنیټ او فیسبوک ګټه او ارزښت په خپل ځای زیات دی، په اوس وخت کې له دغو رسنیو زیاته استفاده کېږي او خلک ورته په ډېر ارزښت قایل دي، خو دغه رسنۍ سره ددې چې خبر په زیات سرعت تر خلکو رسوي او ګټورې دي، ستونزه هم لري او هغه دا چې ددغو رسنیو خبر د چاپی رسنیو هومره کره او دقیق نه وي. چاپي رسنۍ مسول مدیر او ایډیټر لري او هغوی هر خپرېدونکی خبر لومړی دقیقاً څاري او تر هغې وروسته یې په چاپي ډول خپروي.
ځواب د چاپی رسنیو په سهولت هم بحث وکړ او ویې ویل، چاپی رسنۍ لکه مجله، اخبار او نورې په هر ځای کې د لوستونکو د استفادې وړ وي او خلک ترې د نورو عصري رسنیو په نسبت په اسانۍ مستفید کېدای شي. ښاغلي ځواب همداراز د ځینو هغو چاپی رسنیو په اړه هم بحث وکړ، کومې چې اوس وخت کې چاپېږي او خلک یې لوستلو ته په زیاته پېمانه لېوالتیا لري.
د لیکچر په جریان کې ښاغلي ځواب د ننګرهار په والي غږ وکړ، چې د ننګرهار مجله او ورځپاڼه، چې دا ډېر وخت له چاپه پاتې ده، چاپ او خلک ترې یو ځل بیا برخمن کړي. د چاپی رسنیو د ارزښت په اړه د تفصیلي او خوندور لیکچر او بحث وروسته د غونډې برخه والو له ځواب صیب د اړوندې موضوع په اړه پوښتنې وکړې، پوښتنې په ښه توګه مطرح او ورته قانع کوونکي ځوابونه وویل شول او د ځوان ټولنیز بنسټ دا اونیزه غونډه په همدې سره د مازیګر پینځه بجې پای ته ورسېده.
د راتلونکې اونۍ علمي لکچر موضوع به د بنسټ له رسمي پاڼې د لکچرونو مینه والو ته خپره شي. ځوان ټولنیز بنسټ د هرې اونۍ په جمعې ورځ درې بجې په سباوون ستوري انستیتیوت کې په علمي، ټولنیزو، سیاسي او فرهنګي مسایلو لکچر غونډې دایروي، ځوانان او مینه وال کولای شي برخه پکې واخلي او د هر ډول علمي موضوعاتو په اړه بشپړ معلومات تر لاسه کړي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي