د چاپي رسنيو ارزښت

عزت الله ځواب
[pukhto]
د چاپ ماشين لويه بريا حسابېږي؛ ځکه چې تاريخ يې خوندي وساته . دا ماشين د ګوتنبرګ اختراع وه، چې په ۱۳۹۸ م کال المان کې پيدا شوی، هغه په ۱۴۵۰ م کال کې له بل شريک سره په ګډه د چاپ د ماشين لپاره پانګه اچونه وکړه.
افغانستان ته مطبعه (چاپخونه) د امير شير علي خان په دويمه دوره کې (۱۸۷۸- ۱۸۶۸م) کې راوړل شوه. دا دوره د مخابراتو او نورو اسانتياو د رامنځته کېدو له پلوه طلايي او بې سارې وه.
په افغانستان کې شمس النهار او سراج الاخبار لومړنۍ چاپي رسنۍ وې. د غازي امان الله خان دوره د پرمختګ د نورو کارونو ترڅنګ دخپرونو له اړخه يوه نمونه وه.
دلته د چاپي رسنيو شاليد له يوې پېړۍ اوړي. طلوع افغان جريده په ۱۳۰۰ لمريز کې پيل شوه. مولوي صالح محمد هوتک يې چلوونکی و. دا په ۱۳۱۱ لمريز کې پښتو شوه. له دې مخکې به په سراج الاخبار کې ځينې پوځي نومونه او پښتو اصطلاحات خپرېدل.
هند ته په اتلسمه پېړۍ کې مطبعه راوړل شوې، خو پېښور ترې بې برخې و، په ۱۹۲۸م کې پاچاخان پښتون- مجله پيل کړه، بيا بنده شوه، بيا پيل شوه، څو ځل پاچاخان بندي شو، بيا اونيزه شوه او تر اوسه پښتون- مجله دپاچاخان د بنسټ لخوا مياشت په مياشت چاپېږي، چې اوسنی مسوول مدير يې رحمت شاه سايل دی.
د چاپ د ماشين اختراع رښتيا هم چې د رسنيو په ډګر کې لوی انقلاب و، خو د نوې زمانې اختراع انټرنيټ بيا بل لوی بدلون دی، چې نه يوازې تر پخوانيو چټک، بلکې نړۍ يې په يوه کلي بدله کړه او له رسنيو ور هاخوا د خلکو اړيکې يې اسانه کړې، لنډه دا چې له دومره بدلونونو سره سره لا هم چاپي رسنيو خپل ارزښت ساتلی.
راډيو، ټلويزون او انټرنيټ هم رسنۍ دي، چې هر يو په خپل ځای د ارزښت وړ دي، خو چاپي رسنۍ شاليد لري، ساتل يې اسانه دي، پر سکرين تر مطالعې کولو د کاغذ له مخې لوست ډېر راحته وي، په پوله، پټي، کټ او پيتاوې ته يې ښه په کراره سينه مطالعه کولای شې.
راډيو کېدای شي د هوا د خرابوالي يا بالتيو د نشتوالي له امله وانه ورېدی شي. بله دا چې راډيويي څپې ژر تېرې شي، خو چاپي رسنۍ هر وخت ستا په لاس کې ده او بيا يې لوستلای شې.
مطالعه يې ارزانه ده، د انټرنيټ لپاره ټليفون، يا کمپيوټر، کرېډيټ او چارج ته اړتيا ده ، خو اخبار درنه يواځې وخت غواړي او د لوست ثمره په ښه ډول ذهن کې پاتې کېږي.
چاپ شوی متن تر انلاين ډېر اعتبار لري، البته انټرنيټ او ورځپاڼه يو د بل مرسته کوونکي دي، خو ورځپاڼه ايډيټر او مسوول مدير لري او بې مسووليته شيان نه خپروي، خو په ټولنيزو رسنيو کې بې سرچينې خبرې او اوازې ژر خپرېږي، نو د چاپي رسنيو مطالب موثق دي.
ځينې خلک وايي انټرنيټ د چاپي رسنيو بازار خراب کړی. دا خبره به تر يوځای سمه وي، خو په ټوله کې ځکه داسې نه ده، چې په امريکا کې له۷۰- ۸۰ کلونو راهیسې نيټ شته، خو نيويارک ټايمز او واشنګټن پوسټ تر اوسه خپل ځای لري. هلته تر اوسه کتابونه ميليونونه ټوکه چاپېږي او پلورل کېږي. هغه خلک مطالعه نه پرېږدي او هر سهار د کار ځای او کورته ورځپاڼې ورځي.
د انټرنيټ راتګ هم خپلې ګټې او اهميت څرګند کړی دی، په ۲۰۱۲م کې په مينه مجله کې د نجيب عامر ګزارش خپور شو، چې پراګ پوسټ نور له بازاره ټول شو، نو د هغې اخبار ټولو مشتريانو نيټ ته لاس رسی درلود، دوی ورته خپلې خپرونې له کاغذه ډيجټلي او انلاين کړې، لا هم په نړۍ کې د پام وړ ډېرې چاپي رسنۍ شته او سره له دې چې انټرنيټ د ورځنيو تودو مسلو په رسولو کې تر چاپي رسنيو تېز دی، خو د ورځينو چارو د تحليل او ارزونې په برخه کې چاپي رسنيو خپل مقبوليت ساتلی.
زه په ۲۰۰۴م کې جاپان ته تللی وم. هلته مود نورو ځايونو ترڅنګ د (يوميري) ورځپاڼې مرکزي دفتر هم وليد. دا ورځپاڼه په ورځ کې دوه ځل سهار او مازيګر ۱۲ ميليونه ګڼې خپرېده، تر ۳۰۰ زيات دفترونه يې درلودل، د هرې برخې بېل خبريالان ول.
چاپي رسنۍ اسناد کېدای شي، چاپي رسنۍ، کتاب او اخبار تر نيټ مشران دي او نيټ تر اوسه کتاب ته احتياج دی.
د چاپي خپرونو له برکته د ډېرو خلکو کار روان وي، خبريالان، ايډيټران، چاپوونکي، ويشونکي، مدير او کمپوزران. ډيزانوونکي…
له بده مرغه زمونږ په دې سيمه کې د چاپي رسنيو کموالی ښکاره دی، تر څو کاله وړاندې خو پاکستاني رسنۍ راتللې، افغان حکومت ښه وکړل چې هغه يې بندې کړې، خو چې بېرته مو مقابل کې بديل وړاندې کړی وای، بيا به ډېره ښه وه، که څه هم چې د پخوا په نسبت د چاپ چارې او نور سهولتونه زيات شوي، خو دلته د چاپي رسنيو خونده نشته.
ما چې له ننګرهاره مينه مجله پيلوله، په ټول جلال اباد کې يو کمپوزر نه پيدا کېده، بيا به مې مضامين دلته راټول کړل او د کمپوز لپاره به مې څو شپې ورته پېښور کې کولې. اوس اکثر ليکوالان تيار کمپوز شوي مواد رالېږي او ستونزې کمې شوې دي، چې دا هم د انټرنيټ او په ځانګړي ډول د ټولنيزو شبکو يو برکت دی.
دلته د معياري ورځپاڼو اړتيا ده، له کابله هم ورځپاڼې په وخت نه رارسېږي او دا تشه ډېره حس کېږي، دا چې په ننګرهار کې ورځپاڼه نشته د افسوس خبره ده، د ادب او علم دعوه کوو، خو د کار او عمل څرک نه لګي. خيبر افريدی وايي:
زباني خبره تېره لکه باد شي
ليک په هر زمان په چوپه خوله ګويا وي
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي