د ژباړې روان بهير او څو ستونزې
مجیب الرحمن امیري
[pukhto]
د پخواني ولسمشر حامدكرزي د واكمنۍ له پيل سره سم په تېرو ديارلسو كلونو كې پښتو ژبه د ژباړې له اړخه ډېره غني شوه، ډېر څه په كې له نورو كورنيو، سيمه ييزو او نړيوالو ژبو را وژباړل شول.
همداشان د ژباړې ساحه هم پراخه شوه، د شعر او ادبپوهنې له دايرې را ووته، او نژدې ټول علوم يې په خپله پراخه لمنه كې ځاى كړل.
پخوا به چې ژباړې كېدلې تر ډېره به ادبياتو ته اړوندې وې، خو اوس له نېكه مرغه د ژباړې ساحه دومره پراخه شوې، چې له طبه نيولې تر تخنيكه او له فلسفې نيولې تر ارواپوهنې او نورو گڼو علومو پورې ژباړې ترسره شوې او ترسره كېږي.
په دغه دور كې د ژباړې په برخه كې ترسره شوى كار هم د كميت له پلوه ډېر په زړه پورې او حتا له توقع سره سم پر مخ تللى.
كه څه هم د ژباړې لړۍ په پښتو كې پخوا هم روانه خو هغه دومره غني او گړندۍ نه وه لكه اوس.
ځكه پخوا موږ په پښتو كې د ژباړې په برخه كې يوازې د گوتو په شمېر محدود كتابونه درلودل چې له نورو ژبو پښتو شوي دي او هغه هم تر ډېره بريده د ادب په ساحه پورې محدودېږي، خو له نېكه مرغه دا دى اوس موږ په پښتو ژبه كې پر ادب سربېره په نورو علومو كې هم گڼ پښتو ليكل شوي او ژباړل شوي كتابونه او اثار لرو او دا لړۍ لا هم ښه گړندۍ او تر ډېره بريالۍ پر مخ روانه ده.
په دغو كلونو كې پښتو ژبې ته د ژباړې لړۍ سره له دې چې تر ډېره بريالى يون كړى، خو له دې سره سره هره لړۍ خپلې ستونزې، ربړې، كړاوونه او ننگونې هم لري. پښتو ژبې ته د ژباړې لړۍ دغه كړاوونه او ننگونې گاللې او گالي به يې.
له نېكه مرغه بايد ووايو چې پښتو ژبې ته د ژباړې په دغه لړۍ كې د پښتنو ليكوالو مېړانه، زحمت، زيار او هلې ځلې هم د ډېر درناوي او وياړ وړ دي.
په دې مانا چې د نورو هېوادونو او نورو ژبو په پرتله پښتنو ليكوالو او ژباړونكو پښتو ته ژبې د خپلې مور په توگه داسې خدمت كړى، لكه څنگه چې لازم دى.
هغه دا چې پښتنو ليكوالو او ژباړونكو تر ډېره بريده د خپلې مينې او احساس له مخې وړيا اثار راژباړلي او د دغې ژبې منځپانگه او علمي زېرمې يې غني كړې دي.
كه چېرې موږ په تېرو ديارلسو كلونو كې پښتو ژبې ته راژباړل شوي علمي اثار سره وگڼو، نو ښايي شمېر يې تر زرگونو هم واوړي او په دې كې لويه برخه هغه اثار دي، چې د ژباړونكو او ليكوالو له خوا په خپله خوښه او په خپل ذوق ژباړل شوي دي.
د دې ترڅنگ چې پښتو ژبې ته د ژباړې دغه روان بهير ډېرې ښېگڼې او برياوې لري، خو دا هم بايد ووايو چې دغه بهير له ځينو ستونزو سره هم مخ دى او ځينې تخنيكي او معنوي ستونزې شته، چې دغه بهير ننگولى هم شي، موږ به يې په لنډه توگه دلته د ځينو ستونزو يادونه وكړو:
په ژباړه كې تر ټولو مهم ټكى چې د ژباړې تركلمې وروسته يې نوم يادېږي، هغه ژباړن دى. ژباړن خپل خصوصيات او ځانگړنې لري. هر څوك ژباړن كېداى نه شي.
ژباړن بايد د مبدا او مقصد پر ژبو په پوره توگه لاسبرى وي.
د دې ترڅنگ ژباړن بايد د ژباړې د ټولو اصولو او قواعدو په پام كې نيولو سره داسې ژباړه وكړي، چې لوستوال ورباندې پوه شي.
ډېر وخت داسې كېږي چې يو څوك پر يوه موضوع ښه پوهېږي، ليكلى يا ژباړلى يې هم شي، خو لوستونكي ته د پوهېدو وړ نه او هغوى ورباندې نه پوهېږي.
نو په دې توگه ژباړن بايد په دويم قدم كې ځان لوستونكى كړي او د يوه لوستوال په توگه خپله ژباړه وكړي.
كه موږ وگورو په اوسنيو ژباړل شويو متنونو او كتابونو كې به ډېرى داسې متنونه او كتابونه ومومو چې پوهېدل به ورباندې يو څه ستونزمن وي.
ممكن د ژباړونكي لپاره به يې كومه ستونزه نه درلوده، هغه به په بشپړه توگه ورباندې پوهېده، خو د لوستونكي په توگه هغه خپله ژباړه نه ده ارزولې او بل دا چې په افغانستان كې داسې مسلكي كوم ارگان يا ټولنه هم نه شته، چې د يوه ليكوال يا ژباړن اثر مخكې تر چاپ و ارزوي، ستونزې او نيمگړتياوې يې په گوته كړي. خو په هره توگه په ژباړه كې د پوهاوي هنر ډېر مهم دى او ژباړن بايد پر دغه هنر پوره پوره پوه وي.
دويم څه چې په ژباړه كې ورته د اهميت گوتنيوى كېږي، هغه د ذوق مسئله ده. ژباړن كه يوه موضوع د خپل ذوق مطابق وژباړي په هغه كې به هنريت، اخلاص او امانت پالنه تر هغې موضوع ډېره وي، چې د جبر او امر له لارې وژباړل شي.
ډېر ځله هغه ژباړې چې د ذوق مطابق ترسره شوي، حتا په ولس كې يې ډېر مينوال هم موندلي دي او خلكو يې هم د غوره ژباړې په توگه هركلى كړى دى. ژباړن ته بايد واك وركړل شي يا په بله وينا ژباړن بايد د ژباړې لپاره په انتخاب كې خوښمن وي، ترڅو د ذوق مطابق ژباړه وكړي.
هره ژباړه چې د ذوق خلاف وه، معنوي او لفظي دواړه بې خوندۍ په كې له ورايه ليدل كېږي.
بل مهم څه چې د ژباړې اوسني بهير ته په كتو يې بايد يادونه وكړو، هغه د غيرمسلكي ژباړونكو او غيرمسلكي توكو او اثارو ژباړه ده.
يو شمېر غيرمسلكي كسانو هم په دې بهير كې د ژباړې ميدان ته رادانگلي دي او په دې برخه كې يې ځينې اثار ژباړلي دي.
كه د طب يو ډاكتر د ادبياتو يو ناول ژباړي يا يو اديب د طب ستوماتولوژي يا همدا شان يو انجنير د فلسفې تاريخ ژباړي او يا يو ارواپوه د انجنيرۍ گرافيك موضوع ژباړي، نو ممكن په دغه ډول ژباړو كې له معنوي او لفظي اړخه له ډېرو ستونزو سره مخ شي او ښايي ډېر ځله هغه معنوي پانگه او مطلب چې په لومړۍ موضوع كې وجود لري، دويمې ژبې ته په سمه توگه ونه لېږدول شي او يا هم له سره غلط ولېږدول شي، چې دا ډول ستونزې هم تر ډېره بريده د ژباړې په روان بهير كې شته او ليدل شوې دي.
د ژباړې د اصولو له مخې ژباړن بايد مسلكي وي، پر مبدا او مقصد دواړو ژبو پوره لاسبرى ولري. د دې ترڅنگ بايد ژباړن هغه موضوع انتخاب كړي، چې هم يې له مسلك سره تړلې وي او هم د هغې موضوع په هكله كه ډېر نه وي، نو يو څه معلومات او پوهه ولري.
كه موږ وگورو په هغو رسنيو كې چې مسلكي ژباړونكي نه لري، نو په خبري او نورو برخو كې د ژباړې له اړخه سترې تېروتنې كوي او حتا ډېرى وختونه ملي اصطلاحات چې د نورو پرديپالو كړيو له خوا كارول كېږي، هم را ژباړي، لكه مجلس نماينده گان – د نماينده گانو پر مجلس هم ژباړل شوي دي و امثالهم.
بل څه چې د يادونې وړ دي، هغه د ژباړې په اوسني بهير كې بازاري او د پيسو په مقابل كې ژباړې دي، چې دې ډول ژباړو په پښتو كې د ژباړې پر كيفيت هم څه ناڅه ناسم اغېز اچولى دى.
په ښار او بازار كې ژباړنځي(دارالترجمې) ډېر ليدل كېږي، په دغو ژباړنځيو كې ډېرى وخت د پيسو په مقابل كې د نامسلكي ژباړونكو له خوا ژباړې ترسره كېږي او دا ډول ژباړې تر ډېره يوازې تحت الفظي او داسې بېخونده ژباړې وي، چې له ژباړې د سړي زړه ور توروي.
ډېرى دولتي او نادولتي ادارې هم د دې پر ځاى چې د ژباړې لپاره په خپل اداري چوكاټ كې مسلكي ادارې او ژباړونكي ولري، خپلې ژباړې هغه كه په هره ژبه كې وي، ژباړنځيو ته سپاري او هلته هم په څويمو لاسونو داسې غيرمسلكي ژباړه ترسره كېږي چې پر اصلي مفهوم يې پوهېدنه ورباندې سم سرخوږى وي.
دا ډول ژباړې تر ډېره په پښتو او دري ژبو كې ليدل كېږي او ډېر ځله يو متن لومړى دري ته له همدې لارې په بېخونده توگه ژباړل كېږي او همغه بېخونده متن بيا له دري پښتو ته ژباړل كېږي، چې بېخي ورنه كونجاړه جوړه شي او پوهېدنه ورباندې ستونزمنه شي.
بل مهم څه چې يادونه يې اړينه ده، هغه دا دي چې تر اوسه پورې يو كتاب حتا د څو تنو ژباړونكو له خوا ژباړل شوى دى.
كله چې يو ژباړن كتاب ژباړي، بل ژباړن له دې خبر نه وي، چې دا كتاب ژباړل شوى، هغه هم د كتاب ژباړې ته ملا تړي. دا كار حتا پر ما هم شوى، يو كتاب مې تر ژباړلو وروسته په بازار كې په ژباړل شوې او حتا چاپي بڼه وليده، نو پر خپل كړي زيار او كار مې ډېر افسوس وكړ او كړى كار مې هېڅ شو.
په هره توگه دا ستونزه هم له دې امله ده، چې موږ په پښتو ژبه كې په دې برخه كې يوه ځانگړې كمېټه يا ټولنه او يا هم يوه اداره نه لرو، چې ژباړونكو ته د ژباړل شويو او ناژباړل شويو اثارو په برخه كې همغږي او معلومات وركړي. كه چېرې داسې يوه كمېټه يا اداره ولرو، نو ښايي ياده ستونزه هواره شي.
بل څه چې د ژباړې بهير كې يې ځينې ستونزې را ولاړې كړې دي، هغه د يو شمېر ژباړونكو خپلسري كړنې دي، چې د ليكدود په برخه كې تر معيار اخوا خپلسري نويزونه او اصطلاحات راوړي او ډېر ځله د دې پرځاى چې دغه كار د اصولو مطابق ترسره كړي، غيراصولي او د ژبې د قواعدو خلاف وي. خو هره ژبه خپل ليكدود او خپل د ليكنې ارونه او معيارونه لري، ژباړن ته اړينه ده چې له معيار اخوا پښې ونه غځوي او په دې برخه كې له خپلسرۍ ځان وژغوري.
دا او ځينې نورې وړې ستونزې هم شته چې په پښتو كې يې د ژباړې اوسنى بهير يو څه اغېزمن كړى دى، خو په ټوله كې بايد ووايو چې پښتو ژبې په تېرو ديارلسو كلونو كې د ژباړې په برخه كې پوره پرمخيون كړى. له ډېرو نړيوالو او سيمه ييزو ژبو ورته گڼ شمېر اثار او هغه هم په ټولو برخو كې را وژباړل شول او لا هم دغه لړۍ ښه په جوش او خروش كې روانه ده.
پښتانه ژباړونكي او ليكوال په خپله مينه او په خپل ذوق او تر ډېره حده په وړيا توگه خپلې ژبې ته ژباړې كوي او دا بهير به ان شاالله همداسې بريالى پرمخ روان وي.
د پايلې او وروستۍ خبرې په توگه بايد يادونه وكړم، چې د دغه بهير د كيفيت د ښه والي لپاره اړينه ده، چې د يادو ستونزو په پام كې نيولو سره اړين او لازم گامونه پورته شي او هغه دا چې د ژباړې د كيفيت، ارزښت، انتخاب او اړتيا لپاره يوه داسې واكمنه كمېټه او اداره جوړه شي، چې تر ژباړې او چاپ مخكې د اثارو ارزونه وكړي، اړتيا او ارزښت يې په ډاگه كړي او بيا د ژباړونكې په واك كې وركړل شي.
دا كار د ژباړې پر كيفيت او د علومو په برخه كې د اړتيا پر مواردو مهم اغېز اچولى شي. همداشان ژباړې بايد د مسلكي ژباړونكو له خوا ترسره شي، بې مسلكه او د بې مسلكه ژباړونكو له خوا ژباړې خورا ستونزې لري او د ژباړې پر بهير ناوړه اغېزې شيندلى شي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي