د ژبې د تحول او تمویل ټولنیز عوامل

پوهنمل اورنګزیب اسحق زی
[pukhto]
لنډیز
ټولنیز ژوند کې څو مهم ټکي دي چې په ټولنه کې د وگړو دهویت او پيژندنې په ترڅ کې د یو څرگند عنصر په توگه منل شوي آرونه گڼل کیږي؛ له دغو مهمو عناصرو څخه یوه یې هم ژبه ده چې د یو ملت د بقا اوحیات ساه پکې پرته ده. ددغې مهم رکن او عنصر د پاللو په موخه چې له تحول سره مخ نه شي لازمه ده چې په ټولنیزه توگه ژبه له بدلونونو او تحولاتو وساتل شي، چې په هغه کې جغرافیوي عوامل، ټولنیزتعاملات، تعلیم او تربیه فمینستي ارزښتونه او سیاسي- اقتصادي عوامل هغه څه دي، چې ژبه گواښي او د تحول زمینه ورته برابروي. د ژبې د تمویل په برخه کې لازمه ده چې د تحول او بدلون سره مخ نه شي نو دا هم اړینه ده چې ژبه په رسمي او ولسي توگه وپالل شي.
کلیدي کلیمې: ژبه.ژبنیز تحول. ټولنیز عوامل.
د څیړنې موخه: دغه مقاله د هغو مفاهیمو او ارزښتونو د رابرسیره کولو په موخه لیکل کیږي، چې د ژبې د تحول په رامنځته کولو کې مثبت دي او همدا شان هغه لارې چارې په کې ارزول شوي او پيشنهاد شوي دي، چې ژبه پرې تمویلیږي او پرمختگ کوي.
پوښتنې
۱: آیا په ټولیزه توګه دغه عوامل زمونږ ټولنه کې لیدل کیږي؟
۲: د ژبنیز تحول او تمویل ټولنیز عوامل څه دي؟
فرضیې
• آیا ژبنیز مفاهیم د ټولنیز انکشاف او جریانونو په درشل کې د له منځه تللو په حالت کې وي؟
• څنګه کولای شو د ژبنیز پرمختگ سره ټولنه په اجتماعي لحاظ د یوې واحدې کتلې په توگه خپل تلپاتې بهیر سره یو ځای کړو؟
لیکنی میتود
زما دغه څیړنه د کتابتونیز میتود په رڼا کې لیکل شوې ده؛ د بېلابيلو لیکوالو نظرونه مې (چې ماخذونه یې دلته ښوول شوي دي) یو له بل سره پرتله کړي او د خپلې څيړنې او ارزونې او پرتلنې په ترڅ کې مې ترې استفاده کړې ده.
لکنیز مفاهیم
ژبه: ژبه د یو ټولنیز او فرهنگي عنصر په توگه د انسانانو ترمنځ د افهام او تفهیم وسیله ده.
ژبنیز تحول: په عمومي توگه ژبې ته ټول ورپيښ فونولوژیکي، مورفولوژیکي او معنیزو بدلونوته ژبنیز تحول وایي، چې د جغرافیوي، ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي عواملو پربنسټ رامنځته شوي وي ژبنیز تحول یې گڼلای شو(Barton.strang,2012).
ټولنیز عوامل: ټولې هغه کړنې او حرکتونه چې د ځانگړو اهدافو او سببونو په پار تر سره کیږي، همدغه سببونو ته ټولنیز عوامل وایي.
فمینستي ارزښتونه: فمینیستي ارزښتونو څخه زمونږ مراد په دغه مقاله کې ښځینه ټولنیز حقوق دي.
سیاسي توکمپالنه: دا پوهه هغه قضیې څیړي چې د سیاسي موخو او لوبو په جریان کې د یو توکم ټولنیزې ځانګړنې تر مطالعې لاندې نیسي.
لینګوا فرانکا:په داسې هیواد کې چې څو ژبې دود ولري دغو ژبو له منځه یوه ژبه چې نسبت نورو ژبو ته سیاسي، اقتصادي، فرهنګي، ملي او بین المللي اعتبار ولري هغه ژبه د یو هیواد (lingua franca) ده.
سریزه
په ټولنیزو مفاهیمو کې د ژبې څيړل او ارزول یو له هغو کړنو څخه دی، چې ترې په ټولنه کې د ژبې او فرهنگ ماهیت او ارزښت را برسېره کیږي؛ دغه مقاله مونږ ته لومړی د ژبې ټولنیز دریځ را پيژني او ترڅنگ یې مونږ پوهوي چې د یوې حاکمې او ژوندۍ ژبې پر وړاندې هغه کومې ننگونې شتون لري چې ژبه ورسره مخ ده. همدا شان هغه عوامل هم څيړل شوي دي، چې ژبه پرې وده کوي.
د ژبنیزتحول عوامل
ژبه په انساني ټولنه کې د یو گډ فعالیت هغه منل شوی سیستم دی، چې د انسانانو ترمنځ د ارتباط دنده پرمخ بیایي. ژبه د هرې ټولنې دپاره دهغوی دفرهنگي میراث او هویت په توگه یو پیژندل شوی اصل دی؛ ژبه د اختیاري وییونو (فونیمونو او گرافیمونو) په مرسته د تجربو، اندونو، غوښتنو، معناگانواو مفاهیمو د لیږد او انتقال وړتیا لري.(Harrof,1962).
هرملت د ځانګړو ارزښتونو درلودونکی وي چې د هغې په مرسته یې هویت تثبیتیږي، یو له هغو ارزښتونو څخه ژبه ده چې د ملت په پيژندنه کې مرسته کوي . ژبه د ولسونو د بقا او ژوند سرچینه ده. د ارستو په اند د ملت د محوه کیدو راز د هغې ملت دژبې محوه کیدو کې پروت دی. نه یوازې دا، بلکې ژبه د یوې ټولنې د فرهنگ د یو مهم رکن حیثیت لري او د ټولنیزو مسایلو او تعاملاتو په جریان کې له تحول عروج او زوال سره مخ کیږي (Barton.strang,2012).
ژبه د ټولنې له هرډول جریان سره مستقیمه او غیرمستقیمه توگه، خو ژور تړاو لري؛ په ټولنیزو ټولو هغو مسایلو کې چې د خلکو د ژوند د تحول سره تړاو لري ژبه په غیرمتوازي توگه په دغه تحول او بدلون کې د حرکت په حال کې وي. ټولنیز تعاملات د انسانانو د ورځني ژوند یو معمول دی چې دغه معاملات د اقتصادي، سیاسي او نورو غوښتنو په پار ترسره کیږي، چې په دغه منځ کې ژبه دیو کلیدي واحد په توگه مهم رول لوبوي. (فکوهي، ۱۳۹۳) ژبه د ټولنیز جریان او غوښتنو په ترڅ کې د ځینو داسې ننگونو سره مواجه ده چې د ژبې د حیات او بقا د نظم مسله گواښي. دغه تعاملات او ټولنیز جریانونه په لنډه توگه توضیح کوو:
جغرافیوي عوامل
په جغرافیوي مسایلو کې مهاجرت او کډوالي په مستقیمه توگه د ژبې په تحول کې ستر رول لوبولای شي . له آر ټاټوبي څخه لیرې والی او یا هم په بل توکم د ورگډیدو په پایله کې ژبه سم د واره له تحولیز چاپيریال سره مخ کیږي، مهاجرت ځکه د ژبنیزو مسایلو په لړ کې داسې یو مفهوم دی چې د نوي حیاتي او ټولنیز جریان سره وگړي مخامخ کوي ؛ عرضه او تضاضا او نور تعاملات دې ته زمینه مساعدوي چې د مخاطب او متکلم ترمنځ (یو نوی ډیالوگ او نوي لغاتونه او یا هم فونیمونه او الوفونه ) تبادله شي. اقتصادي ځان بسیا کولای شي چې د مهاجرت او جغرافیوي گواښ مخه ونیسي (فکوهي،۱۳۹۳).
ټولنیز تعاملات
خپلوي: خپلوي (بل کاله کوژده،((exogamy چې پارسي کې ورته درون همسري وايي، هغه کوژده چې بل کور بل خیل او بل قوم کې ترسره شي. او خپل کاله کوژده(inbreeding) یې ضد ویي دی، چې پارسي کې ورته درون همسري وايي.) د زوجینو تبادله په انساني ټولنه کې له مهمو عواملو څخه یو عامل دی، چې د اړینو موخو او حیاتي مسایلو د پاللو، خپلولو او انحلال په هدف ترسره کیږي؛ په خپلوۍ کې بیا د مطلوبې خوا ژبنیز مفاهیم په دا بل لوري اغیز پرېباسي چې ژبه په تدریجي خو د یو پڅ حرکت په توگه گواښي. همدا شان ټولنیز موقفونه مستیماً پر ژبې اغیز لري او په هغو ټولنو کې چې دوه گونې ژبې(Bilingual)حاکمې وي نو ټولنیز موقفونه چې د کومې لورې غالب وي همغه ژبه پر دا بله ژبه خپل اغېز درلودلای شي؛ دغه مسئله زمونږ په هیواد کې ډیره مطرح ده. بله دا چې پښتون ولس په رواني توگه په ټولنیزو معاملاتو کې مقابل لوري ته د خپلې ژبې حق وربخښي، چې دا په ټوله کې د یوې ژبې د پرمختگ مخه نیسي .
ښوونه او روزنه
که چیرته د ښوونې او روزنې له لارې د ژبې ملاتړ ونه شي ژبه د یو ستر تغیر ، تحول او بدلون سره مخ کیږي؛ ښوونه او روزنه (په یو قوم او یا هم قومي گروپ(Ethnic group) کې چې ځانته مستقله ژبه ولري ) د ژبې په تحول کې ستر لاس لرلای شي، که چیرته ژبه په حکومتي او دولتي چوکاټ کې وپالل شي او د ټولنې په علمي او ښوونیزو بنسټونو او سازمانونو کې د قوم مورنۍ ژبه ځای په ځای نشي ژبه د بدلون لور ته میلان پيدا کوي ، هغه قوم چې ورته تدریس کېږي د همهغوي ژبه د معارف ژبه شي او علمي آثار ورته ولیکل شي او همدا شان ژباړې او علمي سیمنارونه او مجالسو ته په کې زمینه مساعده شي نو د ژبې پانگه ځواکمنو ي همداشان د دغو مفاهیمو د نه شتون له کبله ژبه د بلې هغې ژبې (چې معارف او تحصیلات پرې اکمالیږي) تر اغیز لاندې راځي او تحول کوي. (فکوهي،۱۳۹۳)
فیمنیستي ارزښتونه
فیمنیستي ارزښتونه (Feminist values)یا ښځینه ارزښتونه چې د ښځو ټول حقوق په بر کې نیسي د ژبې په تمویل او تعزیل کې ستره ونډه لري، په دې دلیل چې د ژبې لومړۍ زده کړه له مور څخه کیږي. دا هغه اصل دی چې عربو په ښوونه او روزنه کې له پخوا راهیسې یو منل شوی ارزښت و؛ ماشوم به یې د فصیحې او بلیغې عربي د زده کړې په موخه کلیو او بانډو داعیانو ته ور استول. نو که چیرته میرمنې باسواده او پر ژبنیو ارزښتونو باندې پوهې وي، حقوق یې تأمین وي او د ټولنیزو ناخوالو ښکار نه وي، نو د بچیانو په روزلو کې یې ونډه مثبته راوځي. نو په دغه برخه کې مثبته کورنۍ د ژبې په پاللو کې ستره ونډه درلودلای شي(Outhwaite,1993). په اوسني پیر کې او بلخصوص په ختیځه نړۍ کې د ښځو سواد او په اداري او مسلکي چارو کې یې گمارنه د یوې ژبې د بقا او پرمختگ یو ستر لامل دی.(مشیرزاده،۱۳۸۸)
دیني ملحوظات
دین او ایدیالوژي په ټوله کې هغه څه دي چې مستیقماً د انسانانو له روان او هویت سره تړاو لري، دین چې په اصطلاح ایدیالوژي ده او له ژبې سره یې څرگند او مبرم ارتباط دی؛ لکه: قادر خدای، رحیم او رحمن خدای، رازق او خالق خدای دا هغه څه دي چې په رواني توگه د انسانانو په شعور کې ځای لري. دغه او دې ته ورته وییونه هغه څه دي چې پخپل وخت کې یې د یوې پردۍ ژبې (لکه زمونږ پښتو چې عربي ژبې ته پردۍ ژبه ده ) د یو ثابت او کره لغت ځای نیولی دی او د ويي په برخه کې یې تحول راوستی دی همدا شان دیني او ایدیالوژيکي وییونه په یوه ټولنه کې د سمبول ځای هم نیسي چې د ژبې د کلکو معنیزو توکو او لغتونو په توگه کارول کیږي . گناه او ثواب داسې سمبولونه دي چې په مجموعي توگه د یو ډله اعمالو دپاره کارول کیږي(chamsky1993). نو دین او ایډیالوژي هغه ارزښتونه او مفاهیم دي چې د ژبې په تحول کې خلاص لاس لري، لکه عربي لیکدود چې د پښتو ژبې تر څنگ د ډېرو اسلامي هیوادونو د لیکدود ځای نیولی دی.
سیاسي او اقتصادي عوامل
څرکنده ده چې سیاسي عوامل یو له هغو اوزارو څخه دي چې ټول اجتماعي عناصر ننگوي؛ ژبه د یو ټولنیز عنصر په توگه د سیاسي او اقتصادي ملحوظاتو پر بنسټ د تحول او بدلون یو جریان ته ورلویږي، په سیاسي توگه د ژبې ملاتړ او تمویل د ژبې د بقا او حیات دپاره یو ښه فرمول دی خو په سیاسي او حکومتي کچه د ژبې دبقا او سپما ملاتړ ونشي او ژبه د سیاسي او ایتنولوژيکي مسایلو ښکار شي د ژبې حیات او تلپاتي توب له زوال سره مخ کیږي (Kramsch,1998).
اقتصادي عوامل، لکه: دگډ تجارتي بازار ژبه، سوداگریزو توکو او د تولیدي ژبې برلاسی، د یوې ژبې پر وړاندې بله ژبه لینگوا فرانکا(lingua franca) کېدلو ته زمینه مساعدوي نو که یوه ژبه له بازار ووځي، له لوحو پریوځي، په تجارتي اعلاناتو او رسنیز بهیر کې کمرنگه شي، د مجالسو او جرگو له ډیالوگ څخه ووځي؛ نو خود په خوده د ولس له شونډو هم غورځیږي او له مرگ سره مخ کیږي. (Kramsch,1998)
د ژبې دتمویل لارې چارې
ژبه داسې یو ټولنیز عنصر دی، چې د ټولنې له هر ډول حرکت سره سم د یو غیر متوازن جریان سره مخ کیږي؛ په ځانگړي توگه په توکمیز (Ethnologic)و ژبنیزو سیاستونو(language policy) کې لومړی ژبه د بشري قوې سره سمه متضرره کیږي. په دې موخه چې ژبه مو له تحول ، تنزل او تعزیل څخه ساتلې وي د تمویل لارې چارې یې په لاندې توگه تشریح کوو:
(۱) د پرمختگ رسمي لارې چارې: د پرمختگ رسمي چارو څخه مو موخه په حکومتي کچه د ژبې تمویل او ملاتړ دی، د دولت له لورې ژبې ته پاملرنه، لکه:
• علمي او روزنیز ورکشاپونه دایرول.
• مکتوبونه او اداري پروسیجر پرې سمبالول او په ځانگړې توگه د محاکمو او عدليې ارگانونو په درشل کې د ژبې ملاتړ.
• د نیولوگیزم او ملي اصطلاحاتو د رامنځته کولو یو مسلکي او گډ کمیسون او ارگان رامنځته کول. چې په سیاسي، فرهنگي ا و اقتصادي ډگر کې د واردیدونکو وییونو ، اصطلاحاتو او مفاهیمو مخه (د خپلې ژبې د انډولو مفاهیمو په ذریعه) ونیسي.
• نړیوال او ملی نندارتونونه پرې دایرول.
• د ژبې د ټرمنالوژۍ او اصطلاحاتو خوندي ساتل.
• د توریسم، بهرنیو او نړیوالو اړیکو کې د ژبې کارول.
• په ملي ادبیاتو کې د ژبې ونډې ته پاملرنه.
• چاپ او صحافت (ترجمه، تحقیق او تخلیق).
• رسنیو ته دژبې پورته کول او کارول.
• انټرنیټ کې ټولو علمي، معلوماتي او تفریحي ویبپاڼو ته د ژبې پورته کول.
• ملي اومعیاري املاء او انشاء را منځته کول.
• د ژبنیزو او قومي حرکتونو څخه نظارت او سانسور.
• له استعماري حرکتونو له گواښ څخه ژبه لیرې ساتل او داسې نور….)هغه څه دي چې د ژبې په پرمختگ کې ستره ونډه درلودلای شي.( Braton,strang. 2012)
(۲) د پرمختگ ولسي لارې چارې
که دولت له ولس جوړیږي نو ژبه هم په لومړي سر کې د ولس او وروسته د حکومت او دولت مال دی، که یوې ژبې ته د حکومتي او دولت پاملرنه د هم هغه حکومت د رعیت د حرکت او ايډیال سره سم پرمخ ځي؛ ژبې سره د ولس مینه او ذوق د حکومت په څیره کې څرگندیږي، لکه څنگه چې ولسي خوځښتونه په حکومتي څیره کې منعکس کیږي داسې ولسي هویت او حرکت د حکومتونو پالیسي او ستراتیژي ټاکي. ولسونه پخپله ژبه، فرهنگ او ایډیالوژۍ ژوندي او تلپاتې دي (فکوهي،۱۳۹۳). ولسونو او په ځانگړې توگه د ټولنې مسلکي او پراجتماعي گدۍ ناست ( ملک، پیر او خان) ته اړین دي چې په ولسي توگه ژبه وپالي څو ژبه د یو پياوړي او ممثل ارزښت په توگه عامه ذهنیت کې ځای پیدا کړي، چې زما په اند په عمومي توگه لاندې عناصر به ژبې ته د ولس په لاس د پرمختگ زمینه مساعده کړي:
۱-عامه مجالسو او بنډارونو کې د ژبې کارول، لکه: ودونه، فاتحې، جرگې، مېلمستیاگانې، ټولنیزې بوختیاوې(لوبې اوسیالۍ) او دې ته ورته غونډې.
۲- دیني مجالس: دیني مجالس د ژبې او فرهنگ په ترویج او تمویل کې ستر لاس درلودلای شي ځکه دیني او مذهبي مفاهیم نېغ په نېغه د انسانانو له احساس او رواني ځواک سره تړاو لري، په دیني مجالسو کې هغه مفاهیم بیانیږي چې په اروایی توگه د ولسونو پر احساساتو او رواني ځواک باندې ژور اغیز پرېباسي او بشري حافظې ته سپارل کیږي، دا هغه پروسه ده چې مقدسو او نسبتاً سپیڅلو ځایونو کې پرمخ ځي نو که ژبه هغه ځایونو کې وپالل شي چې د ټولنې د فزیکي او معنوي ځواک له ملاتړ او تمویل څخه برخمنه وي ژبه په تدریجي او غیر عادي توگه پرمختگ کوي، زمونږ په ټولنې کې مذهبي منظوم ادبیات چې په پښتو ژبه پنځول کیږي له نېکه مرغه په گړندۍ توگه د یو نا اعلان شوي خوځښت په څېر د نورو کاونډیو ژبو دیني مجالسو کې لارموندلې ده.(فکوهي،۱۳۹۳)
۳- موسیقي او تمثیل: ساز او موسیقي هم د ولسي فرهنگ یو ډیر مهم رکن دی، چې له اغېز او تاثیر څخه یې د ژبې او ژبپالنې په برخه کې څوک انکار نشي کولای؛ سندرې او موسیقي نه یواځې عامه مجالسو کې د ژبې فونیمونو او لغتونو سره خلک آشنا کوي بلکې خلک دې ته مجبوروي چې حافظې ته یې هم وسپاري. تمثیل هم د یو هنر په څير د ژبې او ولس دهویت او شتون ښکارندویي کوي لکه آتڼ چې د پښتو او پښتنو د پيژندنې یوسمبول دی. د تمثیل په برخه کې فلمي، تیاتري، ډراماتیکې او طنزیه سناریو هغه څه دي چې د ژبې په تمویل کې ستر لاس لري؛ ترویج او توسعه یې د ولس له منځه کیږي.( Doranti,1997)
پایله
پورته لیکنه کې ژبه د یو ټولنیز عنصر په توگه وښودل شوه او د ټولنیزو تعاملاتو او تحولاتو جریان کې ژبه هم په نا منظمه توگه تحول او تغیر سره مخ کيږي؛ خوا که دغه تغیر مثبت او که منفي وي، پر ژبه یې زغمل لازم او ملزوم دي. ټولنیز ارزښتونه لومړی د دولت د پالیسۍ او ستراتیژۍ په شپول څرخي او بیا د ولسي ملاتړ او مخالفت سره مخ کیږي؛ زمونږ هدف په دغه لیکنه کې ژبه وه چې د یو ټولنیز ارزښت او مفهوم په حیث تر بحث لاندې راغله لومړی دا چې که په حکومتي او دولتي کچه د ژبې مخه ډب شي او یا هم تمویل شي نو په لومړي هغه کې تحول او تنزل کوي او د تمویل له کبله پرمختگ کوي او همدا شان د تلپاتې کیدو امکان یې زیاتیږي.
نه یوازې حکومت او دولت مکلف دی چې ژبه وپالي او تمویل یې کړي بلکې ولس هم په مسلکي او اجتماعي چاپیریال کې مکلف دی چې د خپلې ژبې د بسپنې او بقا دپاره کوټلي او غښتلي خو منطقي او علمي گامونه پورته کړي؛ ژبه وپالي توسعه ورکړي د ترویج دپاره ورته لازمې هڅې وکړي.
پایله اخیسته
ژبه یوه ټولنیزه پدیده ده، چې د انسانانو ترمنځ په ټولو ټولنیزو تعامالاتو او جریانونو په ترڅ کې پرمختګ او تحول کوي. د ټولنیزې راکړې ورکړې تر څنګ حکومتي او دولتي ملاتړ هم ژبې ته پرمختګ ورکوي او همدا شان د ژبې تنزل او یا هم ژبه حاشیې ته غورځول ددغو ارزښتونو په نه تطبیق کې نغښتی دی. ولسي ملاتړ او ټولنیزې تړونونه او کتلې هغه څه دي چې هر یو ټولنیز او بشري ارزښت ته د پخپلو ارادو کې انعکاس ورکوي.
مناقشه
پښتو ژبې ته ورپېښ ټول بدلونونه، په ناڅاپي او طبیعي توګه نه دي راغلي؛ بلکې د ټولنیزو سیاسي او اقتصادي عواملو پر بنسټ په لوی لاس پښتو ژبې ته د یوې ایجاد شوې پروسې پربنسټ رامنځته شوي دي خو په ادبي چوکاټ کې یې دغه ستونزه د ناسمو قضاوتونو او ملحوظاتو په واسطه هم رامنځته شوي دي. یعنې املاء او انشاء په برخه کې د ژبې ملي معیار په پام کې نه دی نیول شوی؛ د یو مروجه لیکدود او د پښتو ژبې مسلکي توب ته کارنه دی شوی، د ګرامر په سلګونو کتابونو کې ډیری یې د ځانګړو ګرامري فارمولونو او یو مفهوم دپاره د متفاوتو اصطلاحاتو درلودونکي دي؛ دا هغه څه دي چې یوې ژبې دپاره ستره ننګونه ده همدا شان زمونږ په ټولنه کې د ژبې او ژبپوهنې برخه کې د پام وړ کارنه دی شوی که شوی هم دی یوازې گرامري اړخ کې لیکوالو خپل قلم ازمویلی دی او د ژبې د ودې او ټولنیزې بقا او ترویج دپاره لا سم او سیستماتیک کارنه دی شوی، څو ژبه پرې پرمختگ وکړي.
اوسمهال د پښتو ژبې پروړاندې ډېری داسې ننگونې شتون لري چې ولس او حکومت یې په معیاري او منطقي توگه د محوه کولو ځواک نه لري؛ اقتصادي او بازاري وییونه او د بهرنیو مؤسساتو له لوري د پردي فرهنگ او ژبې بهیر په ناویلي او نا احصایه شوي توگه لگیا دی زمونږ ژبه گواښي او له تنزل او تعزیل سره یې مخ کوي. او هغه ناسم رقابتونه، حرکتونه او غورځنگونه چې د ژبې د ملاتړ او کره والي شعارونه ورکوي د یو نامنظم او غیر مسلکي حرکت په توگه ټولنې ته خپل ادبیات عرضه کوي چې پایله یې پر سیاسي توکمپالنه(political Ethnology)کیږي او د یو قوم، ژبې او فرهنگ پر وړاندې ناسالم رقابت او عکس العمل ته لار هواروي.
اخځونه
1. فکوهي، ناصر.(۱۹۹۳). مبانی انسان شناسی.تهران: نشرنی (۳۲-۷۶-۸۵-۹۱مخونه)
2. مشیرزاده، حمیرا.(۱۳۸۸).تاریخ دو قرن فمینیسم. ایران: جهان کتاب (۳مخ)
3. Braton,strang.(2012).linguastic for Dummies.USA:jhonwiley and sons.(مخ135)
4. Claire Kramsch,(1998). Language and Culture. California: University of California, Berkeley.(۲۵مخ)
5. Chamcky noam,(1993).language and thought. Mexico:moyebell.(۵۴-۲۱مخونه)
6. Doranti,alessandro.(1997).linguastic anthropology.USA:Cambridge university.dl from http//Cambridge.org/9780521445368.(۱۸۷ مخ)
7. Harrof.(1962).on language in cucber and readings in sociology.newyork.(۶۱مخ)
8. Outhwaite,William.(1993).twentieth century social thought. The Blackwell, dictionary.(۲۰۳مخ)
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي