د ژوند یو بل راز مینه ده!

ژباړه: امتياز نجيبي
[pukhto]
سرې دیوي په کال ۱۹۶۳/ ۱۳ اګست میاشت کې نړۍ ته سترګې وغړولې؛ د هندي سینما سوپرسټاره وه چې په لومړي ځل یې په کال ۱۹۶۷ کې په تامېل فلم کې د یوې ماشومې رول ولوبوه. د ۲۰۱۸کال د فېبرورۍ په څلورویشتمه نېټه په دوبۍ د زړه حملې ترې ژوند واخیست او د تل لپاره یې د دې فاني دنیا سره خدای پاماني وکړه. د سرې دیوي ناګهانه مرګ د هند او د نړۍ ټول مینوال ولړزول او ډېرو د خفګان نه په سرو سترګو پسې وژړول.
« کله چې ما سره سرې دیوي مرکه کوله د ژوند له کلمې سره يې هر ځلې سترګې ډکې شوي دي او ځان یې ډېر په سختۍ له ژړا راګرځولی.
زه یوه عادي انسانه یم!
سرې دیوي خپلې مرکې کې وویل: زه یوه عادي انسانه یم او تر اوسه مې چې ژوند تېر کړی د یوې عادي انسانې په ډول مې تېر کړی او دا کوښښ مې کړی دی چې ژوند کې هر چاته وخت ورکړم او نه مې دي غوښتي چې په چا ځان جیګ حساب کړم؛ زه چې څه یم د همدې عادي خلکو له برکته یم او د دوی مینه ماته په ژوند کې هر څه دي.
ـ ستا په نظر کله چې په فلم کې کار وکړې او خلک درته ووایي چې ډېره ښه ښکارېدې؛ تاسو څه احساس کوئ؟
ـ که رښتیا درته ووایم زه ښه احساس نکوم؛ ځکه چې خلک ماته وایي فلم کې ته ښه ښکارېدې؛ خو هو! که ماته مې مینوال ووایي چې تا فلم کې ډېر ښه کار کړی و؛ نو بېشکه زه به ډېره خوشاله شم او د خوشالۍ احساس به مې په ټول زړه خور شي.
ـ کله چې کوم فلم فلپ شوی وي او یا مینوالو خوښ کړی نه وي؛ زړه ماتې شوې نه یاست؟
ـ زه به یوازې دومره درته ووایم چې همدې ناکامۍ زه تر دې حده رارسولې یم؛ که چېرته دا ناکامي نه وه کېدای شي چې اوس به تاسو د یوې کامیابې سرې دیوي سره مرکه نه وای کړې.
کله چې زه په ناکامیو او مشکلاتو کې راګېره شوې یم ما تل زړه ته پدې ډاډ ورکړی دی چې یو ورځ هر څه بدلېدونکي دي؛ ځکه ما هیڅ وخت ماتې نده منلې؛ څومره چې غورځېدم دومره په کلک هوډ سره راپاڅېدلې یم.
ـ اوس چې هندي سینما کې په په فېمیل سټف کې په اول مقام کې ځای لرې؛ یعنې په اکټینګ او اداکارۍ کې؛ نو تاسو څه فکر کوئ چې څومره وخت به دغه مقام تاسو وساتئ؟
ـ زه څه نشم ویلی او زه ځانته لومړی مقام نه ورکوم؛ خو زه دومره ویلی شم چې ژوند ډېر لنډ دی او بله خبر دا چې دلته په انډسټرۍ کې تکړه لوبغاړې شته چې ډېر زر به وکولی شي ډېر لوی مقامونه تر لاسه کړي.
زه د یو کار ډېر کوښښ کوم او ځان سره دا وایم چې هیڅ کله داسې یو رول ونه لوبوم چې په لیدو یې لیدونکي ستړي شي او هم ځان سره مې دا هوډ کړی دی چې لیدونکو ته به دا موقع ورنکړم چې زما په رول ستړي شي او دا یې یوه غټه وجه ما ګڼلې چې زه خپل لومړی مقام وساتم.
ـ که پوښتنه وکړم چې سرې دیوي څوک ده؛ نو ستاسې ځواب به څه وي؟
ـ یو عادي انسانه! ما مخکې هم وویل چې زه یو عادي انسانه یم. څومره چې تاسو فکر کوئ دومره د عادي والي نه لرې نه یم. زما ژوند هم ډېر عادي دی او زه د عادي ژوند نه بغېر ژوندۍ نشم پاتې کېدې.
زه غواړم چې کورنۍ سره وخت تېر کړم، زه پارټي ته تلو نه سخت نفرت لرم. زه ډېره شرمېدونکي انسانه یم؛ زه پدې خوشاله یم چې د یو عادي انسان ټولې ځانګړنې مې ځان کې ګورم او دا زما خوش قسمتي ده.
ـ ستا په نظر انسانان باید ژوند څنګه تېر کړي که څه هم په ډېرو لوړو درجو کې وي؟
ـ تاسو چې مخکې پوښتنه وکړه دا پوښتنه د هغې پوښتنې ځواب سره ډېر ربط لري؛ خو زه به بیا هم ووایم، د ژوند خوند په ساده والي کې دی او که څوک په دې راز پوه شو نو زه باور لرم چې نړۍ کې به د ساده والي نه بغېر ژوند تېر نکړي او بله خبر دا چې د ژوند یو بل راز مینه ده؛ که مینه نه وه ژوند به نه و؛ مینه ژوند دی او کرکه د خوشاله ژوند مرګ دی.
ـ په فلمونو کې مو کوم رول چې درکړل شوی تاسو ترې زیات خوند اخیستی دی او زړه مو ویلي چې کاشکی دغه رول په ډېر فلمونو کې راکړل شوی وی؟
ـ که زه درته ووایم چې زما کوم رول خوښيږي تاسو به حېران شئ؛ خو د ولې ځواب به یې ماسره نه وي هههه! زما د ژړا رول سخت خوښيږي او که راکړل شي ډېر یې په مینه مخې ته وړم او تر اوسه پورې چې راکړل شوی دی ډېر په مینه مې سرته رسولی دی.
ـ مونږ پوهېږو چې تاسو په ساده والي مینه استئ؛ خو بیا هم یو پوښتنه لرم چې کوم سټایل مو ډېر خوښیږي او غواړئ چې ویې کړئ؟
ـ زه د خپل ژوند په سټایل مینه یم او زه پکې ډېره ارامه یم.
ـ په هندي سینما( بالیوډ) کې مو د خوښې اکټر څوک دی؟
ـ زه ډېره خوشاله یم چې زمونږ وطن او بیا د سینما په برخه کې داسې استعدادونه لرو چې کوم کوم یې وښایم ؛ خو زه به دا ووایم چې زما د خوښې اکټر شاه روخ خان دی چې زه غواړم چې هر نوی فلم یې ننداره کړم.
ـ د خوښې فلمونه مو که راته ووایئ؟
ـ زما ټول هغه فلمونه ډېر خوښيږي چې مینه، پند او داسې نورې خبرې پکې وي چې لیدونکي ترې څه یاد کړي؛ زه به د خوښې فلمونو کې د ناګین، چاندني او مسټر انډیا نومونه واخلم.
ـ که ستاسې خوښه وي زه به یوه شوخه پوښتنه وکم هغه دا چې ستاسې سترګې چې ډېر خلک یې رنځور کړي دي او د حد نه زیات مئینان لري؛ تاسو دې په اړه څه وایې؟
ـ هههه! زه دې پوښتنې نه هر ځای کې ویرېږم چې څوک یې رانه ونکړي؛ خو بیا هم دې پوښتنې سره که زه چېرته انټرویو ولرم حتمن مخ کېږم.
زه که ووایم چې زه هم په خپلو سترګو مئینه یم؛ نو غلطه شوې به نه یم ههههه؛ زه مطمینه یم چې تاسو به خپل ځواب تر لاسه کړی وي.
ـ که چېرته داسې وې چې انسان ژوند کې یو شی غوښتی او هغه ورته خدای حتمن ورکولی یعنې ژوند کې فري هېټ وی ستاسې غوښتنه به څه وه؟
ـ تل ژوند کول!
ـ ماشومتوب، ځواني، او اوس د څو بچو مور؛ عمر څنګه تېر شو؟
ـ زما زړه و چې دا پوښتنه د یو بل چانه وکړم چې عمر یې تېر کړی وي؛ ځکه ما یې په اړه ډېر فکر وکړو؛ خو ځواب مې پېدا نکړو؛ که ووایم چې ما دومره عمر ندی کړی بیا هم ځان راته دروغجنه نه ښکاري نپوهېږم ولې؟ د دې پوښتنې ځواب به همدلته پرېږدو.
ـ د خوښې رنګ مو کوم یو دی او بله پوښتنه دا چې تاسو د خپلې خوښې رنګ په اړه هم ډېر څه ویلي دي که راته یې ووایې؟
ـ زما د خوښې رنګ سپین رنګ دی او هو! ما ژوند کې زیات د دې رنګ انتخاب کړی دی او پس له مرګه ما خپلې کورنۍ ته ویلي چې کله زه مړه شوم هر څه ته سپین رنګ ورکړئ؛ دې سره به زه د خوشالۍ احساس وکړم.
ـ که اخر کې مینوالو ته څه وایې؟
ـ مینوال تل زما په زړه کې دي او زه د مینوالو نه بغېر ژوند نشم کولی؛ زه مې ټولو مینوالو سره مینه لرم.
ـ مننه چې وخت مو راکړو
ـ ستاسو د ټولو نه مننه چې زمونږ زړه کې پرتې خبرې زمونږ مینوالو ته رسوئ!
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي