67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

د ښار پاکوالی زموږ ګډ مسؤليت دی

سيد امرالله اميد

[pukhto]
د ښار پاکول او تنظيف د هر متمدن ښاري دنده او مسؤليت دی، د ښار پاکوالي ته بايد په ګډه کار او دغه اصل ته ځانګړې پاملرنه وشي تر کومه ځايه چې د ښاروالۍ رياست پورې اړه لري هغوی به د خپل وظيفوي مکلفيت په چوکاټ کې دغه دنده تر سره کوي، خو ښاريان اخلاقي مسؤليت لري چې د ښار په پاکوالي کې مرسته او همکاري وکړي.
د جلال آباد ښار اوس مهال د ډېرو زياتو خلکو استوګن ځای دی، دا ښار په لومړيو کې د دومره زياتو خلکو لپاره نه و جوړ شوی، خو اوس د ځينو شرايطو او په ښار کې د سهولتونو له امله د خلکو ګڼه ګوڼه زښته زياته ده.
څومره چې په ښارياتو کې د خلکو د اوسېدا لمن پراخه وي ښاري خدماتو ته هم اړتيا زياتېږي، د تنظيف خبره هم ورسره تړلې ده، په پاکوالي کې د وګړو د مسؤوليت درک او اخلاقي اصل ته ژمنتيا مهمه مسئله ده.
که موږ غوښتي وي چې ښار پاک وساتو يا د ښاري پاکوالي ارزښت او اصل ته کار وکړو، نو د ځينو ادارو ګډې همکارۍ ته اړتيا ده. د بېلګې په توګه په ښاري چاپيريال ساتنه او تنظيف کې د چاپيريال ساتنې ادارې همکاري اړينه ده، په ښار کې د زينتي بوټو کرل او څارنه د ښار د ښکلا يو مهم ټکی دی، په کار ده دغه اداره د ښاروالۍ له رياست سره ګډه همکاري وکړي لکه ، چې کړې يې ده .
د برېښنا رياست همکاري هم د ښار په روښانولو کې اړينه ده، په ښار کې بې ځايه تېر شوي برېښنايي لاينونه چې د ښار ښکلا ته يې زيان رسولی، يا هغه جنراتورونه ، چې د سړک پر غاړه هټۍ والو او د سرايونو خاوندانو يو او بل ځای لګولي له لارې اخوا کول او دې ته ورته اسانتياوې برابرول د برېښنا رياست له همکارۍ پرته ناشوني دي.
د ترافيکو مديريت همکاري هم اړينه ده، د زيات شمېر رکشاګانو او لا قانونه موټرونو تګ راتګ په ښار کې د ښاري سکون فضاء‌ ته زيان رسولې، په تېره د رکشاګانو، زرنجونو او ځېنو موټرو لوګي او دودونه چې ښاري ښکلا يې تر پوښتنې لاندې راوستې ده.
يادو نقيله وسايطو په ښار کې نه يوازې دا، چې د ښار ښکلا ته يې زيان رسولی بلکې روغتيايي ستونزې يې هم راولاړې کړي دي.
همدا راز د ښاري ښکلا په بهير کې د اصنافو رياست همکاري هم اړينه ده، هغه پلورونکې چې د سړکونو پر سر يې کراچۍ درولي تر ډېره د ښاري ککړتيا او بې نظمۍ لامل شوي دي.
په دې هکله د اصنافو رياست کولای شي، ياد صنفونه منظم او د ښار پاکوالي، تنظيف او تنظيم ته يې ځير کړي.
د زراعت رياست د بوټو ونو په کښت سره ښار ته ښکلا بخښلای شي، مدني ټولنې د ښار د پاکوالي او د تنظيف په اړه د اشر کولو په کار کې مرسته کولای شي، د جوماتونو ملا امامان د اذهانو د تنوير او د ښاري پاکوالي اصل ته د خلکو په هڅولو کې مهم رول لرلای شي. د ګذر وکېلان د ښار د هرې کوڅې او ناحيې په پاکوالي کې خلک ګډو هڅو ته رابللای شي.
په دې توګه موږ ټول مسؤليت لرو، چې د ښاروالۍ له رياست سره په ګډه کار وکړو او د ښاري کلتور د پلې کېدا او ښاري فرهنګ د غوړېدا په لاره کې خپل مسؤليت تر سره کړو.

[/pukhto]

1 خوښ یی کړئ

اړوند مطالب

مطالعه څه ګټې لري؟
منډه
ټوخه ټوخه
سينوهه
بنګړي
ستاینلیک
د مازيګر بنډار ديارلسمه ناسته وکړه
لغته

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

نوومبر 2016
S S M T W T F
 1234
567891011
12131415161718
19202122232425
2627282930  
« Oct   Dec »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /