د ښاغلي نصرت ارمان د کيسه ليکنې فن
صابر شینواری
[pukhto]
د فکشن په هکله ښاغلي ډاکټر ناصر عباس نيّر د دوه مهمو سوالونو ذکر کوي. يو دا چې فکشن (کيسه ليکنه) څومره له ژوند سره تړلې ده او بله دا چې د فکشن خپل آزادانه حيثيت او شعريات څه دي؟
شعريات هغه د لوازماتو، ضرورياتو او توکو له پاره په شريکه استعمالوي.
دا دواړه پوښتنې که د يو کيسه ليکونکي د فن په هکله وشي او د هغه د فن په رڼا کې جواب شي نو زما باور دی چې د هغه ليکوال د فن د رابرسيره کول، تجزيه او تحليل کار به په سمه توګه شوی وي. تر اوسه پورې د کيسه ليکنې د فن په هکله اول سوال ته دومره اهميت ورکول شوی و چې نزدې تمامو د فکشن نقادانو او ماهرينو همدا يوه خبره کلکه نيولې وه؛ چې کيسه څومره په ژوند پورې تړلې ده او څومره ژوند يې وړاندې کړی دی؟ مثلاً د اتلسمې پيړۍ Clara Reeve په خپل کتاب Progress of Romance(۱۷۸۵) کې وايي چې ” ناول د حقيقي ژوند، رويو او د هغه وخت يو انځور دی چې دا ناول پکې ليکل شوی دی ” .
او له کلارا ريو نه يوه پيړۍ وروسته هنري جیمز په ۱۸۸۴ کې په خپله مشهوره مقاله د فکشن فن کې دا رايه ورکړې ده ” د ناول پراخه تعریف دا دی چې هغه د ژوند شخصي او براه راست انځور وړاندې کوي. همدا خبره د هغې قدر و قيمت ټاکي. که دا تاثر پکې په پوره شدت وړاندې شوی وي نو ناول کامياب او که کمزوری وړاندې شوی وي نو ناول کمزوری دی”. همدارنګه د شلمې پیړۍ ډي ایچ لارنس هم وايي ” د فکشن د فن وظیفه دا ده چې د انسان او د هغه د شا او خوا موجود کائنات ترمنځ د ربط يو ژوندی انکشاف وکړي “. (حواله جميل جالبي، نير عباس).
ګويا د ټولو حضراتو د فکشن (کيسه ليکنه) د ارزونې همدا يوه پیمانه وه چې د ژوند حقائق څه رنګ بيان شوي. ددې سوال که يو پله دا ګټه راووته چې لنډه کيسه او ناول يې له رومان (خيالي او فرضي واقعات او کيسې) نه رابیل کړل او د نوي دور حقيقت پسند انسان ته يې د حقايقو په بنياد ولاړ فن وړاندې کړ. نو بل پلو يې دا تاوان پیښ کړ، چې د فکشن د لوازماتو او شعرياتو د تشخيص او پرمختګ (Identification and development) کار يې ډپ کړ. کله چې په نزدې وختونو کې دې سوال هم سر راپورته کړ چې د فکشن خپل شعريات څه دي؟ نو بحث يو نوی رنګ او پراخوالی پیدا کړ. دومره پراخوالی چې د فکشن علم په حقيقي معنی يو علم شو چې اوس ورته لا د criction اصطلاح کاريږي.
څومره چې اول سوال اهم دی، همدومره دویم سوال هم دی. ځکه چې يو افسانه نګار، ناول نګار يا ډرامه نګار چې کله ژوند وړاندې کوي نو د سړک د غاړې د کومې ريړې په تله ترازو کې خو يې نه وړاندې کوي چې واخلئ دومره کيلو ژوند په دومره روپۍ. واخلئ دا کيسه او واخلئ دا کيسه. بلکې ددې پاره خو هغه ډیر کړاو تيروي. ډیر ټکي ليکي او ډير هنر په کار راولي. هغه هنر ته د فکشن هنر وايي. نو ځکه خو څومره چې د ژوند ترخه او خواږه واقعات د فکشن برخه ده همدومره يې د وړاندې کولو هنر هم اهم دی. ځکه چې د ژوند د ذکر نه علاوه په کيسه کې نور هم ډير شيان وي مثلاً کردارونه، پلاټ، اوريدونکی، فکر، پیغام، ژبه او تخيل وغیره.
زه ددې په ځای چې د فکشن د شعرياتو په هکله خپله ليکنه اوږده کړم، راځم د ښاغلي نصرت آرمان د کيسه ليکنې فن ته. ځکه چې د فکشن شعريات ځانله يو مستقل باب غواړي او د ډيرې تشريح متقاضي دي. د ښاغلي نصرت ارمان تر اوسه دوه د لنډو کيسو کتابونه ما ته رارسېدلي. اوله يې هنرمند او دويمه يې د معجزه په نوم اوس اوس له چاپه راوتلې ده. له دې نه معلوميږي چې هغه يو dedicated fiction writer يعنې د کيسه لیکنې دپاره ځان مختص کړی ليکوال دی. د هغه موضوعات د عام ژوند واقعات دي. هغه ټولې ۳۵ کيسې چاپ کړي. د لومړي کتاب په نسبت يې د دويم کتاب د کيسو طوالت، موضوعات، ژبه او بيانيه نوره هم ښه شوې او ښکلې شوې ده. یعنې د هغه د فن د ښه والي ګراف پورته تللی دی. دا د يو ښه ليکوال نښه وي چې د يو کتاب په نسبت يې په بل کتاب کې فن وده کړې وي. هر ښه ليکوال له اوله ښه نه وي او نه له موره عبقري پیدا شوی وي. هر څوک چې وايي چې زما فن د پختګۍ د مرحلو نه نه دی راتير شوی او زه لا په لسم صنف کې هم د شيکسپیر د سطح ليکوال وم نو دروغ وايي. له هر ښه ليکوال يا شاعر سره د ښه موادو سره سره څه کمزوري مواد هم وي چې له هغه نه د هغه د بيلا بيلو وختونو د ادبي سفر پته لګي. د هغه ژبه ساده او روانه ده ځکه خو زړه ته پريوځي. که هغه د اسلوب پسندۍ شوقين وي نو بيا ورته دا سپارښتنه ده چې خپله ژبه دې له عامې ژبې نه تخليقي ته راواړوي. دا کار به دا مرسته وکړي چې د بيانيې (Discourse)شګفتګي به يې لا تروتازه شي او منظر کشي به ورسره هم ځکه ښه شي چې څه منظر به د واقعې د چاپیرچل د ترسيم په توسط انځور شي او څه به د ژبې د نشیب و فراز او لفاظۍ په مرسته مخې ته راشي. کله چې په فکشن کې دا کار وشي نو لوستونکی د متن د لوست په ځای د متن برخه ګرځي او د واقعې د روداد د لوست په ځای د واقعې برخه ګرځي. د يو کيسه ليکوال کمال دا دی چې د هغه ژبه دومره مؤثره او روانه وي چې د هيڅ يو کردار وينا فرضي نه معلوميږي او نه چرته د ژبې د ښايسته کولو دپاره له مصنوعيت نه کار اخستل شوی وي. د هغه نه بله طمع دا ده چې د بيانيې د انداز د کيسو په نسبت به د مکالماتي طرز کيسو ته مخه کړي چې تراشلي کردارونه يې لا توانا شي. بيا به يې د ژبې د حاکميت پته ولګي او د خبرې نه د خبرې د راويستلو فن به يې نوره هم وده وکړي.
د ښاغلي آرمان د کيسو پيښې د شا او خوا پيښې دي ځکه خو مونږ ته اشنا دي. خو چې آرمان ورسره د خپل فن شيريني يو ځای کړي نو د هغې په سبب دا اشنا داستانونه هم د لوستلو شي او هم د ساتلو. ددې د لوست ګټه دا ده چې دا ليدلي کتلي مناظر په يوه نوې بڼه زمونږ مخې ته راشي او د زده کړې او تجربې دپاره نوې مواقع پيدا شي. خو بيا هم د هغه موضوعات د لا توسيع پامته داره دي او د يو وسيع کينوس د بيان متمني دي. د ښاغلي نصرت آرمان غوندې د يو تکړه کيسه ليکونکي نه زما دا توقع ده چې هغه به خپل فن لا د ژبې او منظر کشۍ د بهترين استعمال د امکاناتو سره بلد کړي او مونږ ته به وخت په وخت لويې لويې تحفې د کتاب په صورت وړاندې کوي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي