د ښه شاعرۍ تلاش
صابر شینواری
[pukhto]
ممتازه د اظهار د عاجزۍ په ننداره يم
چاپيره حيراني ده او د اخ يو کيفيت دے
د زوال پذيره ټولنو يوه نښه دا ده چې د خپل روايت او ثقافت تاريخ له هغه ځايه شروع کوي چې نورو راسپړلی وي او د خپلو اسلافو د عظمت کيسو ته هغه وخت ښه وائي چې نورو ورته ښه ويلي وي.
داسې ټولنې د خپلې توانائي او پرمختګ دپاره مواد د تاريخ د مخ نه د پړوني د ليرې کولو او خاورو دوړو د څنډلو په ځای د جغرافيې د صفت او اهميت په بيان کې لټوي ځکه چې دا کار آسانه دی او ډير علم نه غواړي. نو ځکه داسې خلک په علمي لحاظ کنګال او د فن په لحاظ په جنجال وي.
په داسې ټولنو کې د روايت د تسلسل د نه شتون له کبله هر څه واقعاتي او حادثاتي وي او د يو دور خوشبوئي بل ته نه رسي. کوم شی چې رسي نو هغه يواځې د مخصوصې جغرافيې پورې تړلي مخصوص خويونه او د ژوندي پاتې کيدلو دپاره ضروري چلونه او منافقتونه وي.
کومه ټولنه چې لا د خپلو بنيادي ضرورتونو په برابرولو کې تر پښو لاسو غرقه ده او د امن په نوم څه شی پکې مفقود دی، نو هلته به څه خلک د علم او فن سره سروکار پيدا کړي او يا به خپل اجتماعي، مذهبي او سياسي اړخونه تقويه کړي.
په داسې ټولنو کې تضاد او منافقت دومره عام وي چې د هر سړي سره د ځان د اصلاح په ځای د بل د اصلاح غم وي او هر سړی د تبليغ غوندې د نيک کار خواهشمن وي. خو د منافقت د ډيرښت په سبب د هيچا خبره وزن نه لري او لفظونه خوار او ذليل وي. تر دې حده چې فن د زهرو په پيمانه کې وړاندې کيږي او علم د فتواګانو په آشيانه کې.
داسي څوک شته دې ښاريه کې چې يو څو خبرې
ما سره وکړي د ګناه او د ثواب نه بغير
هره ټولنه د هغه پائې ادب تخليقوي د کومې درجې چې هغه ټولنه داخلي ظرفيت لري. په کم ظرفه او کم ظروفه ټولنو کې د لوی شاعر اديب پيدا کيدل هم حادثاتي وي او د خدای په رحم و کرم پورې تړلې واقعه وي.
د ناقدرۍ دا حال وي چې خلک دا لوی شاعر اديب هم د ځان غوندې يو عام کس وګڼي او بيغمه يې د إنهم أناس يتطهرون په زمره کې داخل کړي او بې اعتنائي ترې اختيار کړي. د ادب مسئله دا ده چې د کُل وقتي اديب په بل څه کار نه کيږي تر څو چې هغه تخليق ونکړي او د لا أسألكم عليه أجرا په مصداق هغه نه خو د څه انعام طمع لري او نه د کوم شاباشي توقع. بې اعتنائي اختيارول د وروسته پاتې او غير جمهوري معاشرې لوی خصلت دی.
په داسې ټولنو کې د ښه شاعرۍ تلاش په دوه وجهو مشکل وي. يوه دا چې ښه شاعري کمه وي او بله دا چې د هغې د ادارک او پيژندنې وسائل کم وي. د ښه شاعرۍ د کموالي وجه دا ده چې په داسې ولس کې د قوت متخيله د ضعف سره سره د مطالعې کمی هم عام وي.
په کمو امکاناتو کې را لوی شوی نسل عموماً اعلی خيالاتو ته رسيدګي نه لري او ذهنونه يې تنګ وي. تنګ ذهنه خلک د تخيل وسعتونه نه شي تسخيرولی او عموما د اظهار د فن نه عاجز وي. دا خلک د مطالعې عادي ځکه نه وي چې د علم دپاره لازم مواد په آسانه نه پيدا کيږي او لاسرسی ورته کم وي.
د علم کمی ددې باعث کيږي چې په زبان و بيان د شاعر حاکميت کمزوری شي او سړی د موضوعاتو د کمي او عاميانه کيدو ښکار شي. ځکه خو د اعلی تخيل نه وروسته اعلی مطالعه دويم ضروري شی دی او د عالم شخص شاعري ډيره د قدر وړ وي. د ادراک د وسائلو د کمي وجه ضمني ده. چرته چې ژوند محدود وي او علم کم وي نو هلته به خامخا د فنپارې او فنکار د قدر و قيمت تنقيدي بصيرت کم وي. د شي د قدر نه ناخبره ولس به د هغې د قيمت اندازه څه ولګوي او څه به ښه د ناښه نه جدا کړي.
ممتاز اورکزی هم د هغه قليل التعداد فنکارانو د ډلې غړی دی چې د کثير التعداد هجوم په منځ کې د ژوند مسئله وړاندې کوي او د تقرير په ځای د تحرير په توسط د فکر بلنه ورکوي. اعلی تخيل او علمي دانائي د ممتاز اورکزي د شاعرۍ دوه داسې اړخونه دي چې ځای په ځای د شعور د بيدارۍ سبب ګرځي.
اعلی تخيل د زرخيز ذهن ټول رنګارنګ مفاهيم د معنی په بهترينه ذائقه کې وړاندې کوي او د ثروتمندې شاعرۍ ضمانت ورکوي او د خپل تاريخ، کلچر او شا او خوا نه آګاهي او د علم رڼا پکې د تحريک دپاره اسباب او دلائل برابروي.
غريبه شاعري د داخلي ژوند نه عاري وي ځکه خو اول هغه پخپله مري او که د کتاب د کاغذ د اصليت له وجې مړه نه شي نو د کوم کوتاه ذهنه شخصيت په آرزانه المارۍ کې په ډیر کرب او تکليف ساه اخلي.
اسباب او دلائل د فن په پيرايه کې وړاندې کول يواځې د عالم شاعر په شاعرۍ کې ممکن وي ځکه چې د شعوري دانائي نه ډک متن لوستل د علم د زيادت سبب ګرځي او علم چې زيات شي نو سړی ګويائي پيدا کړي او د سترګو بصارت د بصيرت تر حده تيز شي.
ګويائي او بصيرت پيدا کول د شاعرۍ لومړنی مقصد شايد نه دی مګر د اعلی شاعرۍ اعلی وصف ضرور دی. ددې بحث په لړ کې چې شاعر دې عالم وي که نه، صرف دومره ويل کافي دي چې هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ.
څۀ ناياب دي د سوالونو مهين کاڼي
څۀ زما په شمول هر ذهن تالاب دے
دا هم صاحبه غنيمت دے او ډير لويي کرم دے
چې د پرون د خاموشۍ ګناهګار نن غږيږي
مذهب په دې خفه چې ولې حجامت کومه
دفتر په دې خفه چې ولې حجامت نه کوم
ټولنه همداسې شاعرۍ ته ضرورت لري چې شعور ته د تحريک ورکولو قابله وي ځکه که نيغ په نيغه ژوندي جسدونو ته په تبليغونو او وعظونو کار کيدلی نو اوس به مونږ ټول نيکان پرهيزګاران وو دا بيله خبره ده چې د ړوند نرګسيت په سبب مونږ خپل ځانونه اوس هم د خيرالقُرون باقياتُ الصَّالِحات ګڼو.
شاعره! وروره تا هغه خبرې وکړې که نه؟
چې نه واعظ نه شوې کيدے نه له خطيبه کيدې
د منارو نه هم هغه ناسازې وشوې دوسته!
چې په تاريخ کښې به تمامې له صليبه کيدې
په داسې يو حالت کې ښه شاعر يواځې د ښه تخليق ذمه په غاړه نه وي اخيستې بلکې د هغه کار ددې نه ډير زيات وي. ځکه چې هغه د حسن کارۍ سره سره د تهذيب، ژبې، روايت، تاريخ او اجتماعي نفسياتو وران او مسخ شوي اړخونه هم ترميموي او هغه نوي بنيادونه هم ږدي چې ضرورت يې محسوسيږي.
په دې ډول هغه د ژبې، اظهار او موضوعاتو تنګه لمن پراخوي او د فن همه جهته خدمت کوي. عام شاعر دا کار نه شي کولی نو ځکه يې حيثيت هم کم وي. د پښتو يوه بد قسمتي دا ده چې دغه ټول کارونه يواځې شاعر ته پاتې دي ځکه چې اول خو ددې هرې برخې ماهر نشته او که شته نو هغه هم چرته حکومتي مامور وي او د قام او ژبې په ځای ورسره د خپلې تنخوا ډير غم وي. د ماهرينو او باخبره نقاد د نه شتون له وجې پښتو لا هغسې بکره پرته ده.
په داسې يوه مخبوط الحواسه منظرنامه کې چې تهذيبي فعاليتونه د عوامو او رياست د مزاج برخه نه ده او قبائليت په تمدن غالب دی، ښاغلي ممتاز اورکزي په خپل قوم دا احسان کړی دی چې د ښائستونو تمام پيکرونه يې د خپل آرمان د صنم تراشۍ په وسيله ورته مخې ته ايښي دي او د توازن آواز يې پورته کړی دی.
دا پيکرونه چرته مسکي دي چې زمونږ د کم يافته مسکا نمائندګي کوي، چرته غمجن دي او چرته مايوسه. د دغه ټولو پيکرونو په ليدو سړی دا محسوسوي چې ګويا دا همدا زه يم او دا ټولې مجسمې يواځې زما کيسه بيانوي.
د فن دغه مربوط او مبسوط اظهار هغه په خپلو ټولو هم عصرو کې ممتاز کړی دی او په امتياز کړی دی. زما کامل يقين دی چې کله هغه مونږ ته خپله شعري مجموعه په ډير فخر سره وړاندې کړي نو د لوستې طبقې دپاره به د بحث نوي امکانات پيدا کړي ځکه چې دا يواځې د ادب د معمول کاروائي نه ده بلکې يوه بې نهايته درنه او عظيمه زياتونه ده .
که فی الوقت مونږ ددې نه عاجز يو چې د هغه په کلام کې هغه نکات، تماثيل، طرز او رنګونه چې د هغې په توسط هغه خپل فن د شا او خوا د پرمختلليو ژبو د ادب سره سيال کړی دی، په ګوته کړو نو ددې مجموعې د اشاعت نه پس خو په دې سنجيده بحث ضرور پکار دی چې د پښتو نمائنده شاعرۍ په منځ کې د هغه څه مقام دی.
زه په دې خبره خوشحالي محسوسوم چې د خوشحال، رحمان او حميد د ادبي وارث ښاغلي ممتاز اورکزي شاعري په داسې وخت کې چاپ کيږي چې د بل هر وخت نه يې اوس ضرورت ډیر دی.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي