د کابل ژوبڼ پس منظر

عبدالرحمن ميوند
[pukhto]
د ژمي او ګرم دوبي سره د افغانستان ډیری تي لرونکي څاروي د هند او نورو سویلي آسیا هېوادونو سره ورته دي.
افغانستان کې ثبت شوي ډولونه:
تی لرونکي : ۱۳۷-۱۵۰
مرغان : ۴۲۸-۵۱۷
کبان : ۱۰۱-۱۳۹
خزندې : ۹۲-۱۱۲
ذوحیاتین : ۶-۸
تیتلی (پروانی): ۲۴۵
رګ لرونکي نباتات : ۳۵۰۰-۴۰۰۰
د دوی ډېری یې د خطر په حالت کې دي.
کابل ژوبڼ پس منظر :
د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي ځینې څاروي د څېړنې لپاره ساتل. عامو خلکو دژوو په لیدو لیوالتیا ښکاره کوله تر څو یو مناسب ژوبڼ جوړ شي . په افغانستان کې د “د زولوژې پروژې کميټه” د اعلی حضرت شاهزاده نادر او د شاهي دولت غړي، د کابل ښاروالۍ او د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي متخصصین او بهرني مشاورین د کابل ژوبڼ د تاسیس بڼسټ کېښود.
لویه ساحه د دهمزنګ بیریکټ کې غوره شوه چې د کابل ښاروالۍ لخوا د کابل سیند په غاړه کې چمتو شوې په کال (۱۹۶۷) کې ګټې اخیستنې ته پرانستل شو او لومړي رییس هم شهزاده نادر و. ددې ادارې مالي ملاتړ د حکومت لخوا (کابل ښاروالۍ) کاوه.
کابل ژوبڼ په هغه وخت کې ۹۲ ډوله ژوی لکه تي لرونکي، مرغان، خزندې او کبان چې تعداد يې ۷۰۰ ته رسېده ساتل چې زمری، پړانګ، ځینې مرغان ، طوطیان او د هندوستان هېواد ډالۍ شوي فیل هم موجود ؤ.
کابل ژوبڼ د افغانستان سپین پړانګ ساتلی ؤ چې هغه مهال یوازې د نړۍ په شپږو ژوبڼونو کې لیدل کېده.
اوس مهال کابل ژوبڼ کې ۱۰۰ ډوله ژوي، تي لرونکي، مرغان، خزندې او کبان چې تعداد يې ۶۰۰ ته رسېږي موجود دي.
کابل ژوبڼ په ۲۰۰۵ میلادي کال کې د سیمه ایزې همکارۍ لپاره د SAZARC ټولنې غړيتوب ترلاسه کړ چې همدارنګه په کال ۲۰۱۰ میلادي کې د WAZA نړیوال ټولنې غیرمستقیم غړیتوب حاصل کړ.
په ۲۰۱۸ کال کې د ژوبڼ د ټولو سيلانیانو شمېر تقریبا ۱۰۰۰۰۰۰ ؤ چې ۷۵۰۰۰ د ښوونځیو زده کوونکي، د پوهنتون محصلین د څېړنې او علمي سفر د ژوند بڼې لپاره له دې ځایه لیدنه کړي.
د کابل ژوبڼ بیارغونه او ترمیم :
د لندن Zoological Society او د متحده ایالاتو د North Caralina Zoo په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د کابل ژوبڼ داخلي پروژې تمویل او نظارت کولې او همدارنګه د ژوبڼ د کارکوونکو په مسلکي روزنه کې لا تر اوسه هم مرستې جاري دي .
د Mayhew Animal Home موسسې په کال ۲۰۰۲ میلادي کې د ۱۸ میاشتو لپاره د ژويو خواړه مرسته کړې ده.
په کال ۲۰۰۲ میلادي کې د چين جمهوریت خلکو یو لړ مشهور ژوي د کابل ژوبڼ سره مرسته کړې.
هر کال د کابل ژوبڼ کارکوونکي د متحده ایالاتو North Caralina Zoo او د لندن Zoological Society لخوا روزل کېږي.
د ایکو اقتصادي همکاریو سازمان په کابل کې د ژوبڼ د بیارغونې او آرټیل پُل ته په ۲۰۰۷ میلادي کال کې کې ۱.۳ ملیون ډالرو مرسته وکړه.
په افغانستان کې د متحده ایالاتو سفارت په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د سائن بورډونو او چاپیریالي زده کړې مرکز لپاره ۱۶۵۰۰ امریکايي ډالر مرسته وکړه.
د کابل ښاروالۍ خپله بودیجه د ښه کیفیت لرونکي تیږو ، شنو پارکونو او ځینې قفسونو په جوړولو ، سړکونو بیارغونې لپاره د خپلې مالي بودیجې څخه مصرف کړې.
د USAID څخه د کابل ښار نوښت KCI په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د کابل ژوبڼ ځینې تجهیزاتو مرسته کړې.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي