د کلتور او ژبې د بقا سندرې

سهار ګل احساس
[pukhto]
په ټولو غنمرنګو جنکو مې سلام وايه!
د کلي په بدرنګو جنکو مې سلام وايه!
غټ سري هلکان هسې د نه سړي زامن دي!
په ټيټو او په دنګو جنکو مې سلام وايه!
ګودر له به ټپو ته ځي اوبو پسې به نه ځي!
په مستو شوخو شنګو جنکو مې سلام وايه!
د سپین غره په لمنه کې د بنګو چلم وڅښه!
وږمو ته د لونګو جنکو مې سلام وايه!
خېرات چې ورته ورنکړې کنځلې درته وکړي
ځوابه په ملنګو جنکو مې سلام وايه!
مشر عزت الله (ځواب) صیب څه خوندور بیتونه لیکلي، زړه یې راته را ټول کړو، د غزل تنده یې را خړوبه کړه، د مشر فکر دې تل همداسې د رنګینو او کلیوالو الفاظو ډک وي، تر څو د پښتو ادب لمن د پښتو نولۍ د کلتوري مراثونو، او کلیوالو ښکلا ګانو ور ډکه کړي.
زه د مشر په هر شعر کې د ژوند هغه رنګونه وینم، چې انساني فطرت ورته اړتیا لري، ځواب صیب په شعر کې هغه څه رانغاړي، چې موږ ورته له بل هر وخت ډېره اړتیا لرو، ځکه موږ د نورې نړۍ کلتوري سېلاب په مخ اخیستې یو، خپل اصلي مسیر مو خطا کړی دی، د نورو پېښې کوو خو ناسمې یې کوو.
نړۍ که په شعر او د ادب په نورو اړخونو کې بدلون را وړی، هغه په دې موخه دی چې نړۍ ته ځان نږدې کړي، خپل کلتور پرې ومني او د تل لپاره یې د ځان کړي، خو موږ بیا یوه ستره غلطي کوو، د پرمختګ په نوم د نورو نغاره خپلو ولسونو ته ډنګوو، او په لوی لاس د خپلو کلتوري مراثونو جنازه کوو.
خو دا ژبه او کلتور ځینې ویوونکي لري، د وختونو په هره تیاره شپه کې یې، د ډیوې په رڼا د هغه الفاظو لټه کړې او د خیال نیلی یې د خپل کلتور او ژبې د هغه سبا د پاره ځغلولای، چې یوه ورځ به موږ نړۍ ومني.
موږ به نړۍ نه وي منلې، او دا همدا د ځواب صیب په څېر کلتور پرست او ژب پرست خلک دي، چې د نړۍ د یو ستر کلتوري سېلاب پر وړاندې، ولاړ دي او سینه یې سپر کړې ده.
د مشر په ګډون د هغه ټولو، پښتنو لیکوالو شاعرانو او کلتور پرستو قلمونه دې تل روان اوسي چې د پښتون ولس د کلتور او ژبې د بقا سندرې لیکي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي