د ګابریل ګارشیا مارکيز د ژوند نچوړ

ژباړه: مير احمد ياد
[pukhto]
۱۵ کلنۍ کې پوه شوم چې ټولې مېندې او ځينې پلرونه تر هر چا ښه پوهېږي.
۲۰ کلنۍ کې پوه شوم، چې خلاف کار که څومره په مهارت وشي ګټه نه لري.
۲۵ کلنۍ کې پوه شوم چې نوی زېږېدلی ماشوم مور له یوې اته ساعته ورځې او پلار له یوې اته ساعته شپې بې برخې کوي.
۳۰ کلنۍ کې وپوهېدم چې واک، د سړي راښکون او راښکون، د ښځې واک دی.
۳۵ کلنۍ کې مې پام شوم، چې راتلونکي انسان ته میراث نه پاتې کېږي، خپله به یې جوړوي.
۴۰ کلنۍ کې پوه شوم، خوشالي د خپلې خوښې کار کول نه دي، بلکې په خپله خوښه کار کول.
۴۵ کلنۍ کې پوه شوم چې ژوند کې ۱۰ سلنه شیان انسان ته پېښېږي او ۹۰ سلنه د همدې شیانو پر وړاندې غبرګون دی.
۵۰ کلنۍ کې پوه شوم چې کتاب تر ټولو ښه ملګری او په پټو سترګو باور تر ټولو لوی دښمن دی.
۵۵ کلنۍ کې پوه شوم چې وړې پریکړې باید ماغزه او لویې پرېکړې باید زړه وکړي.
۶۰ کلنۍ کې پوه شوم چې بې مینې قرباني ورکولای شو، خو بې قربانۍ مینه نه شو کولای.
۶۵ کې مې زده کړل چې که انسان اوږد عمر غواړي؛ نو د اړتیا وړ خوړو سره دې د خپلې خوښې خواړه هم خوري.
۷۰ کلنۍ کې پوه شوم چې ژوند د ښو پرو (قطعو) لاس ته راوړل نه دي، بلکې په ناسمو پرو (قطعو) ښه لوبه کول دي.
۷۵ کلنۍ کې پوه شوم، انسان چې تر څو فکر کوي نه یو رسیدلي تر هغه وخته وده کوي، خو که ویې ویل چې ورسېدم، له ستونزو سره مخ کېږي.
۸۰ کلنۍ کې پوه شوم چې مینه کول او درسره مینه کېدل د نړۍ تر ټولو ستر خوند دی.
۸۵ کلنۍ کې پوه شوم چې ژوند ښکلی دی.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي