د ګلونو کلتور

ژباړن: اسدالله غضنفر
[pukhto]
په هر ځای او هره خوا کې د ګلفروشيو له غرفو او دوکانونو رامعلومېږي چې نن سبا د ګلونو کلچر ډېر عام شوی دی. دا اوس يو دود ګرځېدلی چې د مينې يا احترام د څرګندولو په خاطر يو چاته د ګلو ګېډۍ ورکړو يا په غاړه کې د ګلو امېل ورواچوو.
خو په تېرو زمانو کې هم له درې لويو سامي اديانو، يهوديت، عيسويت او اسلامه پرته، نور نو په کابو ټولو تمدنونو کې، ګل د مينې د سمبول په توګه کارېدلی دی. ګل له خورا لرغوني وخته بيا تر ننه پورې د محبت علامت و. روڼاندي، شاعران او هنرمندان د ګلونو رنګونو، لطافت او ښکلا دومره ورجذب کړي چې ډېر ځله د خپلو باطني عواطفو او احساساتو بيان د طبيعت د دې نازکې لورېينې په ذريعه کوي.
د ګلونو د کلتور د تاريخ په لټون کې موږ ان لرغوني مصر ته رسېږو. لرغونو مصريانو نېلوفر ګل مقدس باله او مذهبي جشنونو ته به يې د خپل ايمان او درناوي د نخښې په توګه نيلوفر او نور ګلونه راوړل.
مګر په روم او يونان کې د ګلونو استعمال تر ډېره حده دنيايي او غير ديني مقاصد لرل. د دغو خلکو د خوښې ګل، ګلاب و چې په هر مناسبت کې به يې وړاندې کاوه. د روم او يونان د خلکو په ورځنيو خبرو او عباراتو کې دې ګل ته زياته اشاره کېدله ( مثلاً د ګلابو د بستر عبارت) او وجه يې دا وه چې دغه ګل د دوی ژوند ته ډېره لاره کړې وه. په لرغوني روم او يونان کې د ګلابو د مينه والو ورځ په ورځ زياتېداسوداګر او کاروباريان وهڅول چې د ګلابو باغونه کېږدي. د ښارونو په هره څنډه او ګوښه کې د ګلانو دوکانونه پرانيستل شول او ګرځنده پلورونکو په لارو، کوڅو او مارکيټونو کې د ګلونو خرڅلاو پيل کړ. په دې منځ کې يو بل لوی تغيير دا راغی چې خدايانو ته د انسان د قربانۍ ځای د ګلونو نذرانې ونيو. دا پېښه د انسان په خونکار خوی کې د بدلانه نخښه بللی شو.
چې د روم امپراطوري زوال وکړ، د ګلونو کلچر هم زوال وموند. چې د روم اختيار مسيحيانو ته په ګوتو ورغی، په روم کې د ګلونو له کلچر سره مخالفت وشو. د کليسا پلرونو د ګلونو کلچر د کفر دود وباله، ويې غانده. روميانو به پخوا خپلو خدايانو ته د ګلونو تاجونه جوړول، خو د کليسا پلرونو وويل چې د دوی د دین پېشوايانو نه د ګلونو تاجونه په سرونو ايښي وو، نه يې په ګلونو باندې محرابونه ښکللي وو او نه يې په مذهبي مراسمو کې ګلونه کارولي وو. په روم کې د مسيحيت د اقتدار په اول پړاو کې مذهبي مقاماتو نه يوازې د طبيعت د دې رنګينو پاڼو استعمال منع کړ، بلکې د عطرو غندنه يې هم په دې دليل وکړه چې د کافرانو عادت دی.
خو ورو ورو له عطرونو او ګلونو سره تعصب کم شو او په نهمه ميلادي پېړۍ کې ګلونو کليساګانو او صومعو ته د ورتلو اجازه ومونده. مختلف ګلونه د مختلفو ايډيو سمبولونه شول. مثلاً زيتون د سولې او ګلاب د شهيد د وينې سمبول او ښووندوی شو.
د رنسانس په زمانه کې د ګلونو کلچر په زياته پيمانه وغوړېد. ګل د قلم د خاوندانو او د انځورګرو د خوښې مضمون شو. په دې زمانه کې د ګلونو شوق دومره ډېر و چې نندارتونونه به يې په سيالۍ جوړېدل او د ښه کيفيت ګلونو د توليد او تکثير لپاره قوريې او نرسرۍ جوړې شوې. د ګلونو د توليد په زياتېدو سره د ګلبازۍ کلچر د اشرافو له انحصاره راووت، عوامو هم د ګلبازۍ وس وموند. نور نو هغه وخت رارسېدلی و چې د عام سړي د کور په تراس و بالکون و برنډه کې يا د دوکان مخې ته ګلبوټي ليدل کېدل.
په ۱۵۵۴ کال کې د اسټريا سفير په عثماني دربار کې غاټول ګلونه وليدل. سفير ته غاټول ډېر ښکلي ښکاره شول، ويانا ته يې ورسره يووړل. په ۱۵۶۰ کې غاټول په جرمني، هالنډ او بلجيم کې وکرل شول. په ۱۷۷۸ کال کې په هالنډ کې غاټول ګلونه دومره عام وو چې د دغه هېواد په ملي سمبول بدل شول.
په انګلستان کې د ګلونو کلتور هغه وخت صدمه وليده چې د کرامول تر اثر لاندې پارلمان د قدرت واګې په لاس کې واخيستې. د مسيحيت پيورټن فرقې په کليساګانو کې د ګلونو او عطرو استعمال منع کړ. په ۱۶۶۰ کې د پارلمان له خوا يوه تصويب شوي قانون ښځې د عطرو او ګلونو له کارولو منع کړې. خو د سلطنت له اعادې او د دين او سياست له بېلوالي سره په انګلستان کې د ګلونو کلچر يو ځل بيا وغوړېد. وروسته بیا صنعتي انقلاب له دغه کلچر سره نوره مرسته هم وکړه او دغه دود يې د عصري ټولنې د ورځني ژوند په يوې مهمې برخې بدل کړ.
جک ګوډي په خپل کتاب کې چې (د ګلونو کلتور) نومېږي، په هندي کلچر کې د ګلونو په اهميت غږېدلی دی. دی ليکي چې: د يوې جذابې ښځې سينګار له شګوفو، له غونچو، له ګلونو او د ګلونو له تاج او پېچکه پرته نيمګړی و. د هندو مذهب په مشهوره حماسه رامايانا کې لولو چې سيتا (د رامايانا د کيسو د اصلي اتل راما مېرمن ده. د دې مېړه د هندو خدای ویشنو مظهر دی. ژباړن) د ګلونو د ټولولو شوقي او د نيلوفرو لېواله وه. دې به نيلوفر ګلان په خپلو زلفو کې ټومبل.
په هند کې نارينه هم ګلبازه وو، په تېره بييا د خوب د وخت لپاره د ګلونو سينګار خورا خوند ورکاوه. دوی نه يوازې ځانونه بلکې خپلې بګۍ، لارې، کورونه، ځايونه او ان ښارونه په ګلونو سينګارول. د ګلونو د ګېډۍ ډالۍ له مينې او واده سره رابطه لرله.
نيلوفر د مصر په څېر په هندو ټولنه کې مقدس ګنل کېږي. دا د ويشنو، کريشنا او لاکشمي د خوښې ګل و. (اوس هم د بي، جي، پي ګوندي سمبول دی. )
د هند مسلمانان د هندوانو د ګلونو د کلچر تر اغېز لاندې راغلل. مغولو له ګلونو سره ډېره دلچسپي لرله او لکه څنګه چې جهانګير په خپل تزک کې ليکلي، د ګلابو عطر په اول ځل د نورجهان مور توليد کړل. په نولسمه پېړۍ کې د مسلمانانو او هندوانو ګډ کلچر د مغولو په دربار کې د ګلونو جشن (پهولون والون کې سير) پيل کړ چې د ډهلي د دربار په ملاتړ هر کال جوړېده. (ميرزا فتح الله بيګ په دې اړه خورا عالي ليکنه کړې ده.) خو په همدې وخت کې مذهبي افراطيونو د روم د کليسا د پلرونو په شان هم د دين او هم د دنيا په چارو کې ګلبازي وغندله.
سيد اسماعيل شهيد په خپلو اثارو (تقوية الايمان) او (صراط المستقيم) کې د واده په وخت د زوم په غاړه کې د ګلونو د امېلونو اچول ناروا وبلل. جالبه دا ده چې د صوفي بزرګانو په قبرونو باندې مريدانو او مخلصانو په خلاص مټ ګلونه ايښودل او په زيارتونو کې په لويه پيمانه ګلبازي روانه وه. تاريخ راته وايي چې مذهبي افراط د ګلونو د کلتور مخالفت کړی خو سيکولر مفکورو دا دود غوړولی دی. نن هم کيسه همدا شان ده.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي