رايونډ د “دينِ لاهوري” مرکز

عبدالغفور فیروز
[pukhto]
د پي آى اې په پېښه کې ٤١ کسان مړه شول، خو په دوى کې ولې يواځې د جنيد جمشيد مړى په پوځي مراسمو کې خاورو ته وسپارل شو او پر مرګ يې دومره زيات ماتم وشو؟ دا ماتم ولس پخپله نه دى کړى، دې ماتم ته پاکستاني مېډيا زور ورکړ او دا زور يې د هغه چا په خاص “حکم” ورکړ، چې جنيد يې له سندرو ويلو نعت خوانۍ ته راوستى وو. په رايونډ کې چې د ديني تبليغ په نامه څه کېږي، دا لاره ناسمه نه ده، خو د دې تګلاره ناسمه ده او د دوى له هدف سره زموږ اختلاف دى.
دا څنګه ديني تبليغ دى، چې له رايونډه په لږ فاصله دي د لاهور هيرامنډۍ په نامه چکله يا فاحشه خانه هم قانوناً فعاله وي، خو نه دي ملا عبدالوهاب، نه طارق جميل او نه بل لاهوري ديني عالم د دې خلاف ږغ پورته کوي، خو د پښتنو په سيمو کې د نجونو تعليم خو په ښکاره کفر ګڼي، هلکان هم د يوې خاصې دسيسې په اساس له تعليمه را ګرځوي، هلک چې لسم پاس کړي، دوى يې په څلوېښت ورځو بوځي، هلته يې ماغزه ور ومينځي، هلک کور ته حال راولېږي، چې ما څلور مياشتې نورې ولګولې، له هغه ځايه چې راځي، نو هم عصري ساينسي تعليم ورته په کفر تعبير کړل شوى وي او هم يې له دونيا زړه ور تور کړى وي، بيا نو روزګار هم پرېږدي، برېتونه وخرېيي، ږيره اوږده کړي او تور نرى پټکى تر سر وتړي، يواځې د جمعې په شپه تبليغي مرکزونو ته ځي، نور نو له هره کاره وتلى وي.
د دين دا طريقه دي ماته څوک د قرآن او احاديثو په نصوصو را ثابته کړي، چې څوک دي خپل بچي او کور څلوېښت ورځې، څلور مياشتې او يو کال پرېږدي، د ګټې وټې او د نفقې غم دي بې سببه پر خداى ور واچوي (حال دا چې خداى پخپله په قرآن کې وايي، چې روزي زه درکوم خو وسيله به يې ته يې)، بل دا چې د پاکستان د استخباراتي ادارو پخواني له دندې ګوښه شوي (ريټايرډ) کسان اوس اکثر تبليغيان دي، د رايونډ مشر په ښکاره وايي، چې “د جنت اووه دروازې دي، شپږ پښتنو نيولې دي” د دې څه مانا؟
او په رايونډ کې چې هر کال درې ورځنۍ اجتماع کېږي، په دغو دريو ورځو کې چې لاهور ته له پښتانه وطنه کومې پيسې ورځي، کېداى شي د خپلو خلکو د تجارت او سودا په بدل کې په ټول کال ور نه شي. که بيا هم پښتون لالا په دې خوږو زهرو نه پوهېږي او فکر کوي، چې دا د خداى د دين لاره ده، نو بايد پر دې خبره فکر وکړي، چې د تبليغ په نامه دوى له تعليمه لرې کوي، له روزګاره يې باسي او په دې خبره چې ګواکې “دا دونيا پاته ده” له دوى څخه سياسي شعور اخلي او بيا به يې د اوس غوندې تل تر تله ذهني غلامان ساتي، ژبه به يې د تعليم ژبه نه وي، خپل تاريخ به يې ځنې هېر کړى وي، خپل کلچر او خپل ادب به يې بايللى وي او دوى به يې وسايل لوټي او واکمني به پر کوي، نو په دې پوهېدل پکار دي، چې رايونډ د “دينِ الهى” مرکز نه دى، بلکې د “دينِ لاهوري” مرکز دى، چې له دې لارې د پاکستان په محکومو قومونو کې هغه سياسي اسلام خپور کړي، چې د دوى استعماري ګټې پکې خوندي وي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي