رسنیز اهداف اوعامه ذهنیت
پوهیالی یحیی یعقوبي
[pukhto]
په هره ټولنه کې رسنیز فعالیتونه د یو لړ ځانګړو اهدافو لپاره ترسره کیږي، خو دا اهداف له لویه سره په څلورو کټګوریو کې راټولولای شو:
اول- اطلاع ورکول
دویم- تعلیم ورکول
دریم- د افکارو رهبري
څلورم- بوختیا او تفریح
دا چې کومه رسنۍ کوم هدف یا اهداف تعقیبوي، د هغې څرنګوالي او تمویلونکې سرچینې پورې اړه لري. د بیلګې په توګه دولتي رسنۍ تر ډېره د دولت پالیسۍ ته په پام خپرونې برابروي، حزبي رسنۍ بیا د اړوند حزب فعالیتونه ځلوي او د ملاتړو د زیاتولو برنامې لري، د تجارتي رسنیو عمده هدف د مادي ګټو تامین او موندل وي.
ډیر کله له ځینو خلکو سره په ذهن کې دا پوښتنه زیږي چې رسنۍ دا دومره بیدریغه مصارف د څه لپاره کوي؟
هره یوه یی په میاشت کې زرګونه ډالره مصرفوي، لسګونه او ان سلګونه کارکونکي لري، خو د عاید درک یی نه لګي؟
که لږ ژور فکر وکړو نو څرګندیږي چې همدې راډیو او ټلویزون زموږ د کور ټول ماهیت وربدل او د فامیل د هر فرد فکر یې تسخیر کړی دی، له ناستې ولاړې مو نیولې بیا د خبرو اترو تر انداز پورې په هر څه کې د رسنیو اغېز شته، خو موږ به یی نه احساسوو.
په رښتیا هم موږ یوازې هغه څه ته ګټه وایو چې مادي اړخ لري او یا پیسې ورسره غوټه وي، مګر د هغه څه په اړه مو فکر نه دی کړی چې همدې مادیاتو ته یی ارزښت ورکړی.
اصلا د رسنیو اساسي هدف د افکارو جوړول او بدلول دي، کله چې د یوې ټولنې د خلکو فکر جوړ یا بدل شي نو رسنۍ خپل هدف ته رسیدلې او په لږ مصرف یې دومره څه ګټلي چې اټکل یی نه شي کیدای.
د مسلې د ښه وضاحت لپاره راځئ خپلې ټولنې ته ځیر شو، له عقیدوي او سیاسي مسایلو نیولې بیا د ژوند د نورو اړخونو په اړه، د لس دولس کاله وړاندې ځوان فکر او نظر د اوسني ځوان له فکر او نظره سره پرتله کړئ.
هغه چې لس کاله پخوا پر خپل سم یا ناسم کولتوري، عقیدوي او ټولنیز فکر او باور هغومره ټینګ ولاړ و، ایا نن هم په هماغه حال کې دی؟ یقینا چې ځواب مو(نه) دی او دا ځکه چې مختلفو رسنیو د خلکو افکار نږدې ۱۸۰ درجې بدل کړي.
دا نه یوازې په افغانستان کې بلکې د نړۍ په پرمختللو هیوادونو کې هم رسنۍ تر ډیره د واک او ځواک خاوندانو په لاس کې دي او په وسیله یې د خلکو افکار د خپلو ګټو پر محور څرخوي. اکثره مطبوعات له انتخاباتو نیولې بیا تر ډیرو نورو سیاسي، اجتماعي، مذهبي او کولتوري مسایلو په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د یوه حقیقي یا حقوقي شخص د بري او غوښتنو لپاره کارول کیږي.
د ناپلیون وینا ده چې حکومت یا قدرت کیدای شي چې د زور له لارې ترلاسه شي، خو ساتل یې بیا د زړونو په ساتلو کیږي.
د مطبوعاتو تر ایجاد او غوړیدا وروسته ډير واکمن او ځواکمن پر دې وپوهیدل چې د ډیرو خلکو د زړونو ساتلو یوه اساسي قوه همدا رسنۍ دي، په دې برخه کې د یوې روپۍ پانګونه د نظامي برخې د څو چنده پانګونې ځواب ورکوي.
که د BBC, CNN, NBC, RUETERS. او نورو پراخو رسنیو ظاهري لګښت ته وګورو نو شک نشته چې هره یوه به په میاشت کې په زرګونه او ان لکونه ډالره مصرفوي، خو د دې مصرف څو برابره ګټه موږ او تاسو ته ناڅرګنده ښکاري.
دا چې یادې رسنۍ په هره ټولنه کې څومره د خلکو باور خپل کړی او خپله هره کره او ناکره خبره په شعوري یا ناپوهیدلي ډول پر ما او تا مني، نو تر دې بله مهمه او کارنده ګټه او عاید څه کیدلای شي.
که همدې مسلې ته په سوداګریزو عینکو هم وګورو، نو ښکاره ده چې نن سبا رسنۍ تر بلې هرې عایداتي کمپنۍ ګټوره سرچینه ده او حتی د هرې سترې کمپنۍ د عاید تر شا یو مطبوعاتي قوت موجود وي.
همدا رسنۍ دي چې د خلکو افکار د یو جنس اخیستلو یا نه اخیستلو په اړه بدلوي رابدلوي او ما او تا دې ته واداره کوي چې څه واخلو او څه وانخلو.
دا د رسنیو د ګټو او اهدافو فقط یو اړخ یعنې د افکارو د بدلولو او رهبري کولو هدف وو.
دغه راز اطلاع ورکول، د خلکو تعلیمي کچې لوړول او بوخت ساتل هم هغه نور موارد دي چې مختلفې رسنۍ یې په مختلفو بڼو تعقیبوي.
که د نړۍ د پرمختللو هیوادونو ځینې اختصاصي تعلیمي رسنۍ وګورو نو لیدل کیږي چې اکثره خلک یې د یو ښوونځي او حتی پوهنتون په حیث څاري او ترې زده کړه کوي.
اطلاع رسول او پر وخت خلک له پيښو او حالاتو د خلکو خبرول د رسنیز فعالیت بل هغه اړخ دی چې د رسنیو له ایجاده تر دې دمه دوام لري او حتی ویلای شو چې له دې برخې پرته هیڅ رسنۍ پوره نه وي.
دا بیله خبره ده چې کومه رسنۍ څه ډول اطلاعاتي پالیسي لري، کوم ډول اطلاعاتو ته ارزښت ورکوي او په څه ډول یې خلکو ته وړاندې کوي، خو د اطلاعاتو راټولول او انعکاس تر ډیره د هرې رسنۍ غوښنه برخه ده.
اوس د دولتونو مسولیت دی چې د خپلو اتباعو له غوښتنو او اړتیاوو سره سم یاد رسنیز اهداف په داسې ډول تعقیب کړي چې هم د نظام د پوخوالي سبب وګرځي او هم د هیواد د وګړو په خیر وي. دا چاره تر ډیره په پرمختللو هیوادونو کې عملي کیږي خو د افغانستان په څیر هیوادونو کې بیا ډير د پام وړ نه ده.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي