روحیه
نصرت ارمان
[pukhto]
روحيه د فکر بنسټ دی او کړنې له فکره دي! هره روحيه فکر رامنځ ته کوي.
روحيه د ژوند د پايلو ټاکوونکې ده!
د روحيې ورکړه د روزنې وخت وي، دا د فکر روزنه ده، د نړۍ انسانان په بېلو روحيو روزل شوي، انسان ته د يوې روحيې ورکولو ارتقا تر اوسه نه ده رامنځ ته شوې، خو موږ ور روان یوو! انسان انسان ته روحيه ورکونکی دی.
د ماشوم د ارتقا مرحله کې موږ تل دوه شیان مهم ګڼلي، تعليم او تربیه، خو هغه څه چې د دې دواړو بنسټ جوړوي روحيه ده چې موږ تر پامه غورځولې.
هر ماشوم زدکړه غواړي، د نويو شیانو، د هغه څه په اړه چې ورسره مخ کېږي!
موږ زدکړه ښوونځي، استاد او کتاب سره تړلې ده، خو دې ته مو نه دی پام شوی چې د ماشوم له خوښې او غوښتنې پرته یو څه ته مجبورول بې ګټې پرېوځي، که په سمه معنی سره پوهېدلی نو لومړی مو باید هغه ته د زدکړې روحيه ورکړی وی، ورته ویلی مو وی چې ستا د سوالونو ځوابونه او د ستونزو حل راویستو تر ټولو ښه لار د علم زدکړه ده، چې لومړی شرط یې ښوونځي ته تلل دي.
دا روحيه شوه، نور ضروري نه ده چې ته تر کلونو هغه کتاب او زدکړې ته وهڅوې، ځکه تا روحیه ورکړه، روحیه دا دنده په غاړه اخلي چې هغه له هغه څه سره پاتې شي چې موږ یې ترې غوښتنه لرو.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي