روغتيا او چاپيريال

احمد جمال جمال
[pukhto]
الله ج چې انسان ته په مخلوقاتو کې د غوره مخلوق درجه ورکړه، نو له دې سره يې څه مسوليتونه هم ورکړل، چې يو يې مخلوق ته خير رسول او بل د رب حکم منل دي. انسانان فطرتاً ښکلا خوښوونکي دي، د ونو، بوټو، رنګونو او ګلونو سره يې طبعيت تازه کېږي. د غرونو شنې لمنې، دښتې، ځنګلونه، روانې او رڼې اوبه، مسته او خوشبوداره هوا، د باران څاڅکي، ښيراز او شاداب فصلونه او باغونه د بنيادم روح تازه کوي او ذهني سکون ورکوي.
خو د انسان په پيدا کولو او هغه ته په وجود ورکولو ملايکو نيوکه وکړه، چې دوی به په زمکه فساد جوړ کړي، هسې خو به ډېر سوالونه خلک لري، خو د موضوع سره اړخ لرونکی سوال دا دی: چې ځمکه څومره ښکلې وه چې د ملايکو پر موږ نه لورېده؟
خو د لږ فکر کولو نه وروسته په ډاګه کېږي چې انسانانو په رښتيا هم د فسق و فساد لمن خوره کړه، يوازې جنګونه او مرګونه فساد نه دی، بلکې هر زيان رسوونکی عمل فساد دی. د ځنګلونو وهل، د کر کروندې ځمکې شاړول او پرې ابادۍ جوړول غټ فساد دی. انسان دی چې د هوا د چټلتيا مسوول دی، د اوبو د چټلولو او زهرجن کولو باعث هم انسان دی.
زموږ د ښار هره کوڅه ځانته ځانګړی بد بوی لري، له ښاره چې وځي مجبور يې د خولې او پوزې سروېس وکړې، په منځني ختيځ کې يو وخت داسې و چې ښار ته به کوم مسافر داخلېده، پاپانو به ترې څپلۍ ويستې، پښې به يې ورته مينځلې او بيا به يې ښار ته د ننوتلو اجازه ورکوله. خو د شرم خبره دا ده چې زموږ د مسجدونو په اودس ځايونو کې بعضې ناپوهان لوی او واړه اودس ماتي کوي.
د ښاروالۍ کارکوونکي د ويالو ګند په سرکونو جمع کوي، د سيندونو او نهرونو اوبه په مکمل ډول مردارې شوي، لختي او ويالې پمپرو نيولې او له هره کوره ورته د ګټرو پايپونه راوتي. ونې بوټي روزانه وهل کېږي. د تاريخ تېرو مشروباتو او درملو راټولونې ادارې چرې هم د درملتونونو او دکانونو المارۍ سپکې نکړې.
په زرګونو ريکشو د ښار چاپېريال ککړ کړی او له شوره يې څوک يو د بل خبره نه اوري، د ښار دننه د زرګرانو له بټيو تيزابي لوګي د ساه اخيستنې سيستم تبا کوي او د هوا د چټلتيا عمده لامل دی.
د سرک سر هوټلونو د خلکو په صحت رنګا رنګ لوبې وکړې، نا معاينه شوې غوښې او زړې سبزيانې د ګنده ويالو په سر پلوري. د زياتره پلازو په سر د غټو جنراتورونو له وجې هم هوا خرابه شوې او د اور لګيدو د پېښو خطر يې زيات کړی. د ښار په هره پلازه کې چې د اوبو لپاره بور وهل شوی په سر يې جذبې ګټرې جوړې شوي .
د ښختو بټۍ په ټنونو ربړونه سيزي، خو مالکان يې په کال کې دوه بوټي نه شي نال کولای. د نشه يي موادو استعمال او د پوډريانو زياتوالی، د نشه يې موادو په جوړولو او پلورلو سل فيصده دلالت کوي. چې دا لوګي د خلکو په صحت ډېر بد تاثير لري.
په حمامونو کې استعمال شوې پترۍ، صابونونه، جان پاک او نور اسباب د رنګارنګ ناروغيو د انتقال سبب ګرځي. له ګاونډيانو د غير معياري درملو راوړل او د ځينو تش په نامه ډاکترانو له کبله هم خلک له مالي او ځاني زيان سره مخ دي. د خارجيانو له خوا د درنو او زهرجنو وسلو کارونه هم د هوا په چټلتيا کې لويه برخه لري.
زموږ بعضې ځوانان چې په هاسټلو کې پراته دي، د خپلو اطاقونو له پاکونې لاس په سر دي، شپني لوخي يې تر غرمې او غرمني يې تر ماښامه چټل پراته وي. د کينارابونو چټلتوب يې زړه خرابوي، په ډېرانونو، لارو، کوڅو کې له درملتونونو ډېرې دوايانې پرتې وي.
په ځينو کلو او کوڅو کې لوی او واړه د حاجت د رفعه کولو ځای نه پېژني او لارې کوڅې يې له ګرځېدو او کېناستو ويستي. شنه سبزي د طب له نظره د صحت لپاره ډېره ګټوره ده، خو زموږ دهقانان چې د ځينو حشراتو د لمنځه وړلو په موخه کومې دوايانې او سپرۍ کاروي، څلوېښت ورځې يې ضرر رسوونکي مواد ژوندي وي، خلک يې په يو ځل مينځلو پاک او د خوراک وړ ګني، چې له ګټې يې زيان زيات وي.
د چاپيريال پوهان وايي چې راتلونکي لس کالو کې لس هېوادونه د اوبو د قلت سره مخ کېږي، چې پاکستان هم د هغه هېوادونو په کتار کې دی. په دې اړه د کوزې پښتونخوا په کويټه کې يو کانفرانس وشو چې د ډېرو هېوادونو متخصصين ورته راغلي ول، ټولو خپلې مقالې واورولې، په دې کانفرانس کې ۷۰۰ ماهرينو ګډون کړی و او ټولو د ونو او بوټو په نال کولو ټينګار کاوه. د نړۍ د تودوخې درجه په لوړېدو ده.
په پښتنه ټولنه کې ملا امام د خلکو ايډيال وي، خو دوی د چا د روغتيا او چاپيريال په باره کې هېڅ وعظ او نصيحت نه کوي، که د عامې روغتيا وزارت او د چاپيريال ساتنې ادارې دوی ته سيمنارونه تيار کړي او د صحت او چاپيريال ساتنې په ارزښت ليکچرونه ورکړي، دا به زموږ لپاره ستره لاسته راوړنه وي او په خلکو کې به ګټور انقلاب او بدلون ووينو.
وطن جنت نشان دی ګلان په کې کرمه
په ما د ځان نه ګران دی، ګلان په کې کرمه
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي