ریاض تسنیم او د هغه استعاراتي ژبه
صابر شينواری
[pukhto]
یاران په قافیو او ردیفونو پسې ورک وو
تسنیمه چا ته یاد وو د غزل نزاکتونه
ریاض تسنیم هغه شاعر دی چې د شعر د خارجي او داخلي اړخونو یعنې لفظ او معنی دواړو په هیئت او حیثیت خبر دی او په دې ښه پوهیږي چې په قافیو، ردیفونو خو شعر جوړیږي، ولې شاعري نه. هغه د poets are in love with words د مشهور تأویل نه زیات د جمالیاتي ښائست قائل دی او تخیل ته مائل دی. زما مطلب دا نه دی چې هغه د پیکر تراشۍ او موزونیت د فن نه عاری یو داسې نقاش دی چې یواځې د احساساتو سرمایه لري او د اظهار د مختلفو صنفونو نه عاجز دی.
د دغه بیت په لوستو د لوستونکو په مزاج منحصره ده چې هغه د شعر او نثر د فرق په لاحاصله کیسه کې پریوځي او د شعر د ضد، اجزاوو، وزن او قافیه بندۍ وغیره غوندې په زړو بحثونو کې نښلي او که د ژبې په تخلیقي استعمال خپله وړتیا مصرفوي. زه دلته د ادب د نثري یا شعري اصنافو د تخلیق له جملې څخه د کوم مخصوص صنف تبلیغ یا مخالفت نه کوم ځکه چې زه پخپله د دواړو سره تعلق لرم او دواړه د زړه سرونه ګڼم. مګر دا ضرور وایم چې د شعر د ادبیت او جمالیاتي حظ پیمانې له نثري تخلیق (افسانه، ناول او نور) نه بدلې دي. هوبهو داسې لکه د لوستونکو مزاج او د لذت ضروریات چې بدل دي او دا یو فطري عمل دی.
د ژبې تخلیقي استعمال د ژبې په Diction کې پراخي راولي، د لفظ بهترین ترتیب بهترین حسن وړاندې کوي او د اشارو کنایو اضافه په اظهار کې د معنې د وسعت خواږه پیدا کوي. د یو هنرمند د قدر و قیمت اندازه د همدغه دریو عناصرو له رویه کیږي.
دغه اشارې کنائې چې د ذات د کرب تپ او د داخلي تجربو خوشبوئي واخلي نو استعاره وبلل شي او د کلام د فني ښائست لوی عنصر ترې جوړ شي.
خوشبوئي مې د لهجې حالونه وايي
چې د ګلو ښاخ مې زړه پورې نیولی
لکه څنګه چې شاعري تخیلي عمل دی، دغه رنګ استعاره هم تخیل (د تخلیق له پاره د را جمع شویو موادو بهترین ترتیب او تنظیم) ته ضرورت لري کوم شاعر چې تجربه د اعلی معیار د تخیل نه د ډکې استعارې په پیرائې کې بیانولی شي، هغه بې شکه چې لوی شاعر دی.
د استعارې ډیر استعمال د ډیر ریاضت ښودنه کوي او په هیڅ صورت آسانه کار نه دی. ځکه چې د هرې ورځې په تیریدو نوې پیښې رامنځته کیږي او حاکم حالات بدلون مومي چې ورسره د بیان لوازمات د جوړ شوي صورتحال په تناظر کې ځان adjust کوي. ځکه خو د وخت په تیریدو د استعارې د فهم یا تخلیق له پاره ذهني او جمالیاتي حسیات بیداره ساتل پکار دي. ددې حل دا دی چې سړی د روایت درایت ولري او ډیر ضروري واقعات یې په یاد وي. اګرچې دا یوه قاعده نه ده خو ګټه یې دا ده چې د یو دور د یو شاعر د شاعرۍ استعاراتي نړۍ په ډیر درست شکل پیژندلی شي او د هغې نه خوند اخیستلی شي. استعاره د معنی په اثر او دائره کې پراخوالی راولي او د تاریخ اګاهي پکې د سیاق او سباق نه د کامل اخذ توانائي پیدا کوي.
ستوري سترګو کې راخیژي او پریوځي
هر دیوال ځي، تر آسمانه پورې دنګ شه
د نویو او ښائسته استعارو جوړول څوک له چانه نه شي زده کولی، بلکې دا د انسان په فطري صلاحیت پورې اړه لري (ارسطو، بوطیقا ۲۲م باب). د ریاض تسنیم په شاعرۍ کې د تازګۍ احساس ځکه په موجونو دی چې په سترګو کې د ستورو د راختو او پریوتو غوندې نوې استعارې یې کار کړي دي او په ډیرو ځایونو کې یې د نویو شعري ټکو د رواجولو کوښښ کړی دی. ښه شاعر هغه دی چې د ټکو، استعارو او ترکیبونو د جوړولو یا راژوندي کولو له لارې د ژبې خدمت وکړي او په هغې کې اضافه وکړي. د یو شاعر د درنښت او عظمت د اندازه کولو له پاره دا تر ټولو ښه وسیله ده. ښه شاعر دا نه دی چې ډیر لفظونه پکاروي او ډیر کاغذونه ډکوي.
ښه استعاره ژوندۍ پاتې کیږي او په کمزوي بنیاد ولاړه استعاره د مستعار منه او مستعار له (ژوند او انسان) د درد د شدت او د احساس د حدت نمائندګي نه شي کولی او نه د مصورۍ کار اداء کولی شي.
د یو شاعر شعري دنیا ته مختلف خلک له مختلفو لارو ورننوځي او د خپلې خوښې ګلان راټولوي. څوک تجرید خوښوي، څوک ابهام پسند وي او څوک له سادګۍ نه خوند اخلي. زه چې ریاض تسنیم لولم نو په هر قدم راته د هغه استعاراتي کهکشانونه د علامتونو او ترکیبونو په مرسته نوې دنیا آبادوي او د هغه د بې مثاله فن ثبوت ورکوي. هغه د شعري استعداد او اعلی تخلیقي صلاحیت لرونکی هنرمند دی او په هر لحاظ لوی شاعر دی.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي