67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

زما د اميد ګل

هیله پښتنه

[pukhto]
ټوله نړۍ کې پسرلی دی، د غرو لمنې شنې دي، ګلونه غوړېدلي، زرکې په غرونو او بلبلان په باغو کې د نوي موسم زېری کوي.
د ریدي ګلان پر دښتو د‌سهار نسيم ته ښه راغلاست وايې.
ډک ډک سيندونه دي بهېږي،هرې خواته بوټي شنه او زرغونه ښکاري.
په ټوله نړۍ کې خوښي او خوشالي ده، ماشومان غورځي هوسېږي،.
ټول د قدرت په ننداره دي.
کارګران پخپلو کارو بوخت دي، تر څو د هيواد په ابادۍ کې ونډه واخلي.
محصلين په ډېر زيار او شوق خپل خپل زده کړو کې مصروف دي، ځکه دوی خپل د هېواد راتلونکي ستوري او سرمايه ده.
مېندې خپلو بچو ته د خوښۍ او ښه ژوند رازونه وايې.
هر څه په منظم ډول تر سره کېږي، څوک په چا کار نلري، هر څوک په دې تکل کې خپل کارونه مخ پر وړاندي وړي چې څنګه پرمختګ پکښې وکړم.
وروسته خلک هڅه کوي چې ځان نورو پسې ورسوي، کوښښ کوي د ښه ژوند خوندونه واخلي، دا ځکه چې هلته سوله او آرامي ده.
اما ويششش!
دا نو څه !
زموږ د اميد ګل لا هماغسې دی، هيڅ يې پاڼې نه دي نېولي.
ای د سولې او ارامۍ ښکلی نسيمه!
د طبيعت ابادونکې، د مړاوو ګلونو تازه کوونکې، ای د ماتو زړونو جوړوونکې ته هم په ظاهري نقش و نګار غولېږې!
زموږ د اميد ګل چې د بې رحمې زمانې له لاسه مړاوی او ژوبل شوی، تا هم دا لاره پرېښې، هيڅ ګذر په دې لار نکړې.
هو نو داسې ښکاري چې موږ بدبخته يو، زموږ هيڅ کړه وړه نشته بس ستا لارې ته تم يو، چې ته به کله پر دې لار راشې.
هغه ګل چې موږ ټول عمر په خوږمن زړه کښې ساتلی تل ستا د راتګ پسرلي ته انتظار دی، تل مو په دې تمه نازولی چی ته راځې، خو نه اوس داسې ښکاري ستا راتګ لا لرې دی.
ځکه ته نغواړې چې راشې، اوس فکر کوم هر څه را نه وچېږي ای د سولې او ارامۍ نسيمه راشه، موږ خو ستا لاري څارو، ته ولې دومره ظالم او په زړه سخت يې؟
لږ خو راشه زموږ زخمي زړونه ټکور کړه.
ته ولې د طبيعت د پسرلي سره رانغلې؟
ته نه ګورې ټول طبيعت خوښ دی زموږ پر حال مسکېږي.
ګلونه غوړېدلي هوسېږي، اما زموږ زړونو کې هماغه د اميد ګل لا مړاوی او زخمی دی.
ای د سولې‌ د سهار نسيمه که نور څه نه وي، دا هم يو د هغو زړونو څخه دی، چې ستا د راتګ په هيله ژوند کوي.
زموږ خواشېني زړو ته خو لږ وګوره، موږ ډېر په زړه زخمي يو، موږ هم غواړو چې خوښ اوسو، د نورو په څېر موږ د ژوند خوندونه غواړو.
يو ځل پر دې لار راشه، کېدی شي دا بې وزلي او بې خواخوږۍ زړونه ستا په راتګ سره پیوند ‌شي، مګر د زمانې ناځواني به هېره نکړي.
[/pukhto]

17 خوښونې

اړوند مطالب

اسرا یا په تیارو کې مزل
لغته
په ټولنیز ژوند کې د نورو منل
د مئينانو ورځ
د سرو زرو غاړکۍ
شپږیزه لیګ دی د شپږیزو لپاره
نور ولولئ
کووېډ ۱۹؛ افغان روغتیا پالان وايي، که اوسنی وضعیت دوام وکړي، کېدای شي له ”جدي بحران سره مخامخ شو”
رابه شي!

تبصرې

  1. محمد افضل ګلاخېل – اپریل 23, 2020 - 9:12 pm:

    ډيره ښکلې ليکنه لا پیاوړې اوسې آغلې (هیله پښته)

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

اپریل 2020
S S M T W T F
 123
45678910
11121314151617
18192021222324
252627282930  
« Mar   May »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /