زما د صداقت/حماقت یوه کیسه
هنر بیکسیار
[pukhto]
۲۲ ـ ۲۳ کاله وړاندې د خپلې خوښې او وړیا ژباړونکي په توګه د یوه تازه له وطن نه راغلي افغان خواته د هغه د اوسېدو کمپ ته ورتلم، داهغه وختونه وو چې د
ډنمارک له ټرېن سټېشنونو څخه يې کرار کرار دفترې او پرسونل لرې کول او ماشینونه يې پرځای لګول، رسمي پالیسي داسې وه چې اول به ماشینونه په وړو او دلږو خلکو استفادې لاندې سټېښنونو کې ځای پر ځای کېږي او ورو ورو به بیا همداسې غټ او د ډېرو خلکو د راشې درشې سټېښنونه هم ماشیني شي، زه چې له ښاره تلم نو په سټېشن کې مې د ټکټونو یو مسولې مېرمنې ته وویل پلاني ځای ته ځم، هغې په مخکې ایښي کمپیوټر کې ګوتې ووهلې او وې يې ۹۴ روپۍ، ما سل ګیز ور کړ، اودې یو تکټ او ۶ روپۍ را واپس کړې .
لاړم هغه کار مې خلاص کړ او بېرته را وخوځېدم، سټېښن ته چې راغلم او د ټرېن د راتلو وخت مې وکوت، بس شېبه کې راروان و، ټکت پلورنځي پسې مې چې وکتل نو په یوه واړه ماشين مې سترګې ولګېدې، دا به ښايي زما څلورم یا پينځم ځل و چې له داسې یوه ماشینه مې ټکټ را نیوه .
د ماشین په ښیښه يې لیکلي و ” ښیښه کېکاږه” ، ما ښیښه کېکاږله، یو جدول را خلاص شو
څو تنه، چېرې، کله، تګ، را تګ، تګ راتګ او بلا نورشیونه، ماسره چې د ټرېن د راتلو بېړه وه، ژر ژر مې پکې ګوتې وځغلولې را وځغلولې، په پای کې يې را ولیکل ۵۴ روپۍ . بانګکارت مې ور وچخه، کوډونه مې ووهل، کر کر کر، کر کر کر یو ټکټ او یو رسید يې را ولیکل . ټرېن ته پورته شوم او لکه مدام د بهر په نندارو شوم .
یو وخت منزل مقصود ته یو تمځای تر منځ کنټرول والا بابوګان را غلل، زموږ په واړه کابین کې د لس، اتو کسانو ټکټونه يې زما په شمول وکتل او بېرته ووتل، اوس نو بابوګان زموږ شاته واړه دهلېز کې منتظر دي چې تمځي کې له ټرېنه کوز شي، زموږ تر منځ فقط یوه ښیښه ده، دې وخت کې ماته داخبره را یاده شوه چې دا ولې له یوه اړخه ۹۴ او له دابله ۵۴ روپۍ .
ښيښه مې ورو ور وډبوله، له هغو دوه کسو یوه سر را دننه کړ، ما خپل ټکټ ور وښود او خپله پوښتنه مې ترې وکړه، دی را دننه شو، پسې هغه بل هم را غی، وې دا خو ځکه چې تا په واپسۍ کې د ماشومانو ټکټ اخیستی، او د واره يې د جریمې پرچه را پسې را واېسته، ما او زما د کابین کسانو که د دنیا منت زارۍ وکړې او ورته و مو ویل چې تاسو خو زه د کنټرول په وخت کې ګير نه کړم، نو که زه غل وای ولې مې له تاسو پوښتنه کوله، خو هېڅ خبرې ځای و نه نیوه او د ټولو خبرو په پای کې یې ۵۷۰ روپۍ جریمه کړم .
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي