زه او هغه
ممتاز اورکزی
[pukhto]
اوس که زه تاسو ته دا کيسه کوم چې زه او هغه د کله نه ملګري يوو، نو کيدی شي خبره داسې مقام ته ورسي چرته نه به چې زه بيا هغه خبرې ته بيرته نه شم راتلی چې زه يې نن تاسو سره شريکول غواړم.
خبره دا ده، هغه نه په خپلې سټريا دی او نه زما په ستړيا څه کار لري. ښه به ستړی وي خو په خپله به هم روان شي او ما به هم زړه نا زړه د ځان سره روان کړي.
د پرون خبره ده، روان يې کړم، په ښار کې يې ګرځولم، بازارونه وو، سوداګانې وې، شور ماشور وو، تګ راتګ و، ګاډي وو، لوګي وو، خو دا هر څه داسې هيبت نيولي وو،چې د هر څه نه د خوف يو سيوری داسې راوتی و لکه په نمر کې چې زمونږ او ستاسو د وجودونو نه سيوري وځي.
دا د ښار داسې علاقه ده چرته چې ماړه خلق اوسي ، لويې لويې بنګلې دي او تقريبا د ټولو دروازې داسې بندې دي لکه د مودو نه چې نه وي خلاصې شوي، د يوې نيمې بنګلې مخې ته د ټوپک سره ولاړ سړی د ژوند يواځينی علامت وي.
اوهو …موسيقي ؟ په دې ښار کې د موسيقۍ بازار هم شته ؟ هغه چې پوی شو چې زه په موسيقۍ کې خپله ستړيا ورکول غواړم نو نيغ مې مخې ته ودريدو، زما په سترګو کې سترګې راښخې کړې . د سترګو نه نه يې اور وريدو، خو چې ما يې شونډو ته وکتل نو مسکې وې!
ما ډېره توجه هغه ته ور نه کړه او موسيقۍ ته غوږ غوږ شوم، خو په ما داسې کيفيت طاري شو لکه چې ټول سازونه چا په چړو وهلي وي او د دوی د سينو نه پورته کيدونکي نغمې، نغمې نه وي بلکې هغه فريادونه وي چې يو زخمي يې د ځنکدن په وخت کوي، ما هغه ته او نه کتل او وړاندې روان شوم ، هغه راپسې شو .
اوس مونږ دواړه د عدالت د تک سپين عمارت په کتو کې ورک وو، چې يو نا څاپه يې وسکونډلم.
ما چي مخ ورتاو کړو نو د هغه سترګې د عدالت په پوړو کې ښخې وې، چې ما د پوړو په لور وکتل نو د پښو نه مې زمکه و تښتيده، د عدالت په پوړو کې يو مړی پروت و، کفن يې ټول په وينو لړلی و، يو نيم ځای پکې سپين پاتې و، د دې نه اندازه لګيده چې څومره په بې دردۍ وژلی شوی دی.
زه چي ورنزدې شوم نو د شکل او صورت نه ډېر محترم ښکاريدو، مرګ يې هم د مخ نور نه و وژلی . زه هيبت واخستم او په زړه کې مې و ويل چې څه انصاف دی؟ هغه زما په اوږه داسې لاس کيښو چې لکه زما خبره يې اوريدلي وي، .زه بيا روان شوم، بيا مې په زړه کې تېر شول چې دا څه ( حال) دی’
اوس مونږ دواړه په يو تور غار ورننوتوو، په دې غار کې تپه توره تياره ده ، خو هغه راته ويل چې پام کوه دلته ټول قبرونه دي، دلته مونږ د يو بل سره جنګيدلي وو، مونږ دلته يو بل وژلی و، او دلته مو يو بل ښخ کړی و.
لږ وړاندې په غار کې هغه زه د لاسه ونيوم او و يې درولم، ويل يې دلته زنګ وهلي توري او تار تار پګړۍ پرتې دي ، دلته زمونږ باچاهي وه ، خو مونږ دلته هم د يو بل په راغورځولو کې بادري ښکاره کړې وه او غلامي مو نصيب شوي وه.
ده نور هم ډېر څه ويل خو زه روان شوم او ما په دې خاطر چې دا ځل مې له تاثراتو خبر نه شي د ګمان په يوه داسې واورينه جزيره کې،چرته چې اواز منجمد کيږي ډېر په احتياط د ځان سره و ويل،دا زمونږ ماضي چرته اختتام هم لري او که نه؟
ما چې د هغه په لور وکتل نو په تياره کې د هغه مخ نه ښکاريدو خو داسې حرکت يې هم و نه کړو چې ما ته ترې دا اندازه وشي چې ده زما منجمده خبره هم اوريدلي ده، زه روان شوم او ډاډه شوم چي دا ځل خو پرده په پرده پاتې شوه.
زه او هغه اوس په يو لوی ميدان کې روان يو، کله تياره شي، کله رڼا شي، کله ګرمي شي او کله يو دم يخني شي،کله د ګلونو خوشبو راشي او کله د سوو غوښو بوي راشي، ما په هم هغه منجمده جزيره کې د ځان سره ډېر په احتياط و ويل،دا خو ډيره مشکوکه فضا ده.
هغه زه داسې کلک په غيږه کې و نيوم لکه د ډېرو مودو ورک يار او په غوږ کې يې راته و ويل، چې د مستقبل په حقله دې څه خيال دی؟
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي