زه بايد دمه وکړم!

ژباړه - امتياز نجيبي
[pukhto]
دیپیکا پوډوکون د هندي سینما تر ټولو ډيرې پیسې ګټونکې لوبغاړې ده، چې د یو فلم په سر تقریبا ۱۵ کروړه هندي روپۍ اخلي، نوموړې د جنورۍ په ۵ نېټه ۱۹۸۶ کال د ډنمارک کوپنهاګن کې زیږیدلې ده، خو بیا یو کال وروسته يې کورنۍ د هندوستان بنګلور سیمې ته کډه شوې ده.
دیپیکا د اندراګاندي پوهنتونو کې د ټولنپوهنې پوهنځی شروع کړ، خو بیا د ماډلې مسلک ترې پوهنتون پاتې کړ.
د باجی راو مستانی فلمه یوه ورځ وروسته، دیپيکا پوډوکون محبوب سټوډیو کې وه.
– ۲۰۱۵ کال درته څنګه و؟
– ډير ښه و، په حقیقت کې ۲۰۱۵ کال راته ناڅرګند ښکاریده، پیکو فلم هم ناڅاپي مخې ته راغی، کال مې په همدې فلم پيل شو او د کال په اخره کې تماشا فلم ته ورننوتم، خو دا فلم وځنډیده او باجی راو مستانی فلم د یو نیم کال راهیسې پروډکشن کې و، بیا هغه جوړ شو، اصلاً هر څه د پلان مطابق نه ول.
– تاسې بیا د لومړنۍ هیرونې لقب ترلاسه کړ، د یو څه ترلاسه کولو احساس کوئ؟
– هو داسې نه لکه تاسې چې ذکر کړ، دا د کارونو اداره کولو پایله وه، دا فلمونه چې راغلي دا دواړه په یو کال کې جوړ شوي.
۲۰۱۶ کال څنګه ارزوئ؟
-لکه څنګه چې ما وویلې هیڅ کوم فلم لاس کې نه لرم، د راتلونکي فلم لپاره مې کوم قرارداد ندی کړی او دا ډېره جالبه هم ده ځکه ماته چې مخې ته کوم فلم راشي او زه وغواړم، نو رول پکې تر سره کوم، په تېر کال کې درې فلمونه او راتلونکي کال لپاره لا نشته، زه ډېر سکرپټونه ګورم، خو مانه هیجانه کوي، کوم فلم کې چې زما رول ما هیجاني نه کړي، زه هغه فلمونو کې کار نه کوم او بلکې نه يې شم کولای.
– په سکرپټ کې کومو شیانو ته ګورې؟
– د فلم ټولو احساساتو ته چې دا فلم يې سره نښلولی وي، زه دا احساسات د لیدونکو په څېر ارزوم، بیا زه ګورم چې دا رول به څومره ستونزمن وي؟
– بالیووډ کې د ښځو رول بدلیدونکی دی، په حقیقت کې د سړیو نه ښه دی، دې باره کې څه وایې؟
(تر ډېره غلې وه)
-کاشکې زه خبره وای چې تاسې به دا پوښتنه کوئ، ما به په دې نور فکر کړی وای، خو په دې وخت کې زه دومره ویلای شم چې دا یوه جذبه ده، هغه احساس چې ښځې تر ډيره پکې چپې پاتې شوې وې. دا ویلی شو چې همدا فلمونه ول چې زمونږ په ټولنو يې مثبت اغېز وکړ او د ټولنې ناوړه رواجونو پر وړاندې ودریدل. اوس لیدونکي هم سینما کې یو څه نوي کتل غواړي یانې په فلم کې زړه او روح لیدل غواړي، لیدونکي د ساعت تیرۍ نه ډير څه غواړي، داسې یو څه چې اغېزناکه وي.
– که څه هم د زیاتره ښځو فلمونه ډېرې روپۍ ګټي، خو بیا هم بالیووډ کې ورته د سړیو هومره پیسې نه ورکول کیږي. دا تاسې نه ځوروي؟
– هو، ځوروي مې، خو زه فکر کوم مونږ په سم مسیر روان یو،دا هم مثبت ارزولی شو چې ښځو لپاره هم ښې برخې لیکل کیږي، دې ته به نوره اړتیا هم وي تر څو د فلم نړۍ کې ښځو ته مساوي حقوق ورکړی شي، زه فکر کوم چې دا موضوع پراخه بحث ته ضرورت لري، دا یواځې بالیووډ یا فلمي نړۍ پورې نه شو محدودولای بلکې دا یوه نړیواله ستونزه ده.
– تاسې د ذهني صحي موضوع ګانو لپاره هم کمپاین کوئ…
– زه غواړم د ذهني صحي موضوع ګانو لپاره ودریږم او خبرې وکړم او عامه پوهاوی وکړم. دا موضوع بیرته ماته راڅرخي چې څنګه ما خپله د خفګان څخه خلاصی ومومه او غوره دا چې زه غواړم نور پرې هم پوه کړم.
– تاسې فکر نه کوئ چې خلکو سره ستاسې د خفګان ناروغۍ مالوماتو شریکول به تاسې بې ارزښته کړي یانې د یو فلمي ستوري په حیث؟
– کله چې ما دا کمپاین پیل کړ نو ما يې د پایلو باره کې فکر نه و کړی، خو بیا هم اوس ډير ناوخته دی، زه یواځې غواړم خپله تجربه نورو سره شریکه کړم، که هر څه اثر په ما لري خو بیا هم د یو چا ژوند ژغورلای شو.
– د کومو فلمي لوبغاړو سره فلم جوړول غواړئ؟
– شاه رخ خان، عرفان خان، رنبیر کپور او رنویر سنګ…
– کوم ډول فلمونو کې کار کولو نه خوند اخلې او له کوم روله؟
– داسې نده، زه چې هر فلم جوړوم هڅه مې دا وي چې تر اخره حده يې ښه جوړ کړم، خو بیا هم جنګي فلمونو کې کار کول خوند راکوي.
– فلمونه ګورې؟
– هو، د پخوا نه يې ډېرګورم
– مطالعه کوې؟
– زه باید اوس هم ډير سکرپټونه ولولم
– په خپل فارغ وخت کې څه کوئ؟ د ځان لپاره دومره وخت پیدا کوئ؟
– تر څو چې ځان لپاره خپله وخت پيدا نه کړې، وخت نه پيدا کیږي. فارغ وخت کې ماغزه اراموم، ملګرو سره وینم، کور کې ساعت تیروم یا اشپزي کوم، زه ډير ه ټولنيزه نه یم.
– له بریالي کال څخه وروسته سمدستي څه پلان لرې؟
– زه باید دمه وکړم او بلکې ډيره دمه وکړم، همدا مې سمدستي پلان دی، زه غواړم خپلې کورنۍ سره وخت تېر کړم. زه فکر کوم زه او زما کورنۍ دواړه یو ځای وخت تېرولو ته ضرورت لرو، زه هم کور ته ځم راځم، کورنۍ مې هم لیدلو ته ممبيې ته راځي، خو ډير وخت وشو نه یم تللې، دا ځلې یوې میاشت لپاره ځم، زه هغه ورځوته په انتظار یم چې راپاڅم او څه کار مې نه وي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي