زه جوړ يم!

لنډه کيسه- نصرت ارمان
[pukhto]
شپنۍ واورې ځمکه ځای، ځای سپينه کړې، خو غره ته يې سپينې جامې اغوستې دي. نن هم ورېځې دي، له کړکۍ سره جوخته اوږده تخته د لرګي په پايو اېښې؛ چې ګلدانۍ پرې کېښودل شوي دي او په يوې کې ولاړ بوټي دوه درې سرې غنچې هم نيولي دي.
بوډا چې ږيره يې خريلې او سر يې هم له ويښتو خالي شوی، ګلدانيو ته نيژدې يې چوکۍ اچولې او په موسکا غره ته په کتو دی… له دې غره سره يې ډېرې خاطرې تړلې دي، هغه وخت چې دا ځوان و او واوره به وشوه نو له ملګرو سره به ور خاته، له هغې ځایه به يې د لاندې سپينې ځمکې تماشه کوله، هلته به دوی لوبې کولې، د واورو غونډاري به يې جوړول او رغړول.. او هلته به يې چای هم له ځان سره وړه چې له يخ نه په امن اوسي او د دې لپاره چې د وږو لېوانو سره مخ نه شي کوتکونه او دوه سپي به هم ورسره وو.
خو اوس له ځای نه هم نشي جيګيدی، دا هم ورته ډېره ښکاري چې سترګې يې ليدل کولای شي…
د کوټې دروازه راخلاصه شوه.
– ګلابه!
بوډا ورمخ کړ… ښځې يې چاينک او پيالې لاس کې نيولې وې، په پښه يې دروازه بېرته پورې کړه چې يخه هوا را دننه نه شي، بيا مېز ته لاړه، لاسونه يې چې اوزګار شول، په چوکۍ کېناسته او پيالې يې ډکې کړې.
بوډا ته يې خپله ونيوه: ګرم، ګرم يې وڅښه!
بوډا بيا غره ته په کتو و، ښځې ته يې سترګې واړولې، موسکا يې زياته شوه.
– سنځلې! نن له ډېر وخت وروسته بيا غره ته د ختلو ارمان راځي. کاش ما څه ليدلی هم نه، ځکه چې ورتلی نه شم!
د سنځلې سترګې ډنډ شوې، خو د دې لپاره چې مايوسي يې زياته نشي، خبره يې بدله کړه: پياله دې ونيسه چې يخه نه شي!
بوډا هماغسې په موسکا پياله واخيسته، په لاسونو کې يې بنده ونيوه، غړپ يې ترې وکړ.
– نن چای بيخي ښه لګي!
ښځې يې ورته وموسل، بوډا ژر، ژر څو نور غړپه هم وکړل، بيا يې وويل: موږ ته به هغه وخت چايو ډېره مزه راکوله چې همداسې موسم کې به غره ته وختو.
سنځله پوی شوه چې نن د ګلاب په زړه زاړه خاطرات ورېږي، خو چاره نه وه، د دې خپلې سترګې ضعيفه وې او يواځې په څو قدمۍ کې يې څيزونه ليدلی شوو، نو له هغه سره يې څنګه مرسته کړی وی؟ څنګه يې د هغه ارمان پوره کړی وی؟
کلکې کړې اوښکې يې وڅڅېدې، خو د دې لپاره چې د ګلاب ورپام نه شي، ژر يې سترګې په لاس ومښلې… دې ته هم هغه وختونه ورياد شول چې ګلاب جوړ و، کله به چې واوره وشوه نو هغه به غره ته خاته، دې به ورته د چايو او خوړو غوټه تياروله او بيا به يې له همدې کړکۍ نه چې اوس ورته ناست وو، د هغه د تګ، ختو او راکېوتو سيل کاوه، ګلاب به کله کله له ځان سره ښکار کړې سيسۍ هم راوړلې…
يو ځل دوه د ګلاب په ډېر ټينګار دا هم غره ته ورسره تللې وه، رښتيا هم چې هلته د چايو مزه ښه وه، خو ختل سخت و او بيا به يې له ګلاب نه هيله کوله چې نشم تلی، ټينګار مه کوه!
يوه ورځ چې ګلاب له غره نه راکېوته نو پښه يې ښويه شوه او لاندې ورغړېده، سنځلې له دې ځايه چغې وکړې او بيا غره ته په منډه شوه، هغه وخت دا هم جوړه وه، د سترګو ديد يې کمزوری نه و.
ګلاب ډېر سخت غورځېدلی و، بې هوشه و، سنځلې په ډېرې سختۍ کور ته راورسوه، بچي به يې د شپې ناوخته راتلل او دې له ژړا پرته نور څه نه شو کولای.
د ګلاب دواړه پښې ماتې شوې وې او بيا وروسته هغه څه هم وشول چې ډاکتر ترې وېره ښودلې وه، د هغه پښې له حرکته هم ولوېدې او تر اوسه چې لسم کال دی ګلاب په هغه څوکۍ ته ورته سايکل کې ناست ژوند تيروي!
سنځلې يوه ورځ هم د هغه په خدمت کې د تکليف احساس نه دی کړی او د هغه لپاره اوس هم هرې ستړې منلو ته تياره ده، خو دا چې سترګې يې ضعيفه شوي نو دا خپله د يو چا مرستې ته اړ ده!
د ګلاب د سنځلې ډنډ سترګو ته پام شو، د هغې په لاس يې لاس کېښود،زور يې ورکړ.
– ته وګوره چې نن غر څومره ښکلی ښکاري.
د ګلاب دې خبرې سنځله موسکۍ کړه: سترګې دې له ما ښې دي…!
– هلته دوه کسان خيژي.
سنځلې سترګې واړولې را واړولې، خو څه ورښکاره نه شول، غره له دې ځايه ډېره فاصله لرله.
– کاش ليدلی مې!
– هغوی سره لاسونه ورکړي، يوه يې لکه چې جينۍ ده، سره کالي يې دي او له دې ځايه داسې ښکاري لکه يو سور ګل چې باد په مخه کړی وي.
سنځلې بيا هڅه وکړه چې څه وګوري، خو ويې نشو کړی.
ګلاب وويل: هغه ورځ يې راياده کړه چې ته مې له ځان سره غره ته خېژولې… ستا اول ځل و… ما درپورې خندل او ته له غورځېدو ډارېدې.
سنځلې يې خبره ورپرې کړه: ته خو نه ډارېدې، ځکه داسې شوې!
دواړو وخندل.
– ای سنځلې! هغوی کېناستل، مئينان راته ښکاري، په يو بل يې لاسونه واچول او دا دی هغوی سره په لوبو شول…. ما ته د هغوی د خندا شور را رسي!…
سنځلې ته غوسه ورغله: ما ته دې د خپلو سترګو ارمان راوست!
بوډا چوپ شو، پاتې چای يې وڅښه.
– يوه خبره راته وکړه!
سنځله حيرانه شوه.
– څه؟
– که زه جوړ شم، بيا له ما سره غره ته خيژې؟!
سنځلې ته بيا خندا ورغله.
– ته اوس هم غره ته له ختو نه يې اوښتی؟
بس چې ستا پښې جوړيږي، تر هغې به زما سترګې هم جوړې شي، ته به غره ته خيژې او زه به دې سيل کوم..
د بوډا زړه په ټوپونو و، داسې يې احساسوله لکه د جيګيدو توان چې لري او په بې اختياره ډول يې د بدن ټولو غړو د حرکت هڅه کوله!
– نا.. يوځل به راسره ځې هم!
– ها سمه ده، ځم درسره چې جوړ شوې په خير…!
– زه جوړ يم!
د بوډا هڅه کاميابه شوه، سنځلې وليدل چې هغه ودرېد، له خوښۍ يې چغه کړه او ګلاب ته ورغاړې وته!
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي