زړور انقلابي؛ ارنسټو چګوارا

نورحکیم عمر
[pukhto]
د نړۍ مشهور انقلابي چګوار چې اصلي نوم یې ارنسټو ګوارا لاسیرنا دی د ۱۹۲۸ کال د جون د میاشتې په ۱۴ یې نړۍ ته سترګې غړولي او د نړۍ غېږې ته د یو زړور انقلابي په څېر راغورځېدلی. دا د خدای لورینه وه په هغه مظلومو ملتونو او هغه بې وسه خلکو چې تل یې د سترو ځواکونو د سیالۍ په ډګر کې بې مزې او بې خونده ژوند تېراوه. نوموړی د ارجنټاین هېواد و او د درملو په څانګه کې یې زده کړه کړې وه، خو اصلاً هغه د انقلابي اشعارو مینه وال و.
دی چې کله لاتیني امریکا ته روانېږي او هلته د بې عدالتیو او غربت مشاهده کوي، نو د کارل مارکس د انقلابي نظریاتو لوستل شروع کوي. چګوارا دغه نظریات خوښوي او بلاخره د کارل مارکس په پل، پل ږدي او د هغه لاروی کېږي.
د زده کړو سرته رسولو وروسته یو ځل بیا لاتیني امریکا ته ځي او هلته د کیوبا د جلا وطنه انقلابي ځوانانو سره لیدل کوي. د چګوارا په ذات کې د انقلاب څپې منډې وهلې ـ راوهلې. دا تش د انقلاب سره مینه نه وه، بلکې دا د انسانیت سره مینه وه چې انسانانو ته یې د انقلاب په ذریعه خوشالي او د هغوی نه اخیستل شوی حق بېرته ورسپاره.
کله چې د کیوبا له جلا وطنه انقلابي ځوانانو سره لیده کاته کوي، نو یو احساس ورسره پیدا کېږي او همدغه احساس د دې سبب کېږي، چې نوموړی د کیوبا له ځوانانو سره یو ځای تحریکي فعالیت پیل کړي او په ۱۹۵۴ کې د کیوبا تابعیت هم ترلاسه کوي.
ارجنټایني الاصله چګوارا هغه وخت له خپلو ملګرو سره مکسیکو ته رسي، کله چې امپریالیزم د هغه د ملګرو او د ده نیولو امر ټولو هغه ځواکونو او هېوادونو ته کوي، چې د دوی تر سیاسي انحصار لاندې وي او د هغه وخت په اصطلاح غلامي یې کوي.
کله چې مکسیکو ته رسي نو د فیډل کاسټرو او د هغه له ورور راول کاسټرو سره یې، چې په ۲۰۰۸ کال کې د کیوبا د ولسمشر او فیډل ځایناستی جوړېږي، لیده کاته کېږي. فیډل کاسترو په همدغه وخت کې د کیوبا پر انحصاري حکومت چې د امریکا د خوښې تابع و، د برید پلان لري. که څه چګوارا د کیوبا نه و، خو د هغه په زړه کې د مظلومو لپاره مینه او د ظالمو لپاره اور جوش کاوه. کله چې فیډل کاسټرو د کیوبا پر لور حرکت کوي، نو نوموړی ځان سره د ډاکټر په حیث وړي، خو وروسته فیډل ته معلومه شي، چې چګوارا یواځې ډاکټر نه بلکې تر ټولو ښه پوځي رهبر او چریکي جنګیالی دی.
پر کیوبا د انقلاب وروسته د فیډل او ګوارا ارمان پوره کېږي او واک د کیوبا د خوښې مشر فیډل ته پاتې کېږي. بټیسټا چې د کیوبا د انقلاب نه مخکې د کیوبا مشر و، د خلکو ښه نه ځنې راتلل او هماغه و، چې د انقلاب د حق جذبه کامیابېږي او د کیوبا د ولس د خوښې کیوبايي حکومت رامنځته کېږي.
که څه هم د یو څه مودې لپاره ارنسټو چګوارا د کیوبا په حکومت کې دنده ترسره کوي، خو انقلابي جذبې او د امپریالیزم له منګلو د وروسته پاتې او بې وسه هېوادونو خلاصولو انګېزه یې دې ته اړ باسي، تر څو د بولیویا د حکومت پر وړاندې خپله چریکې ډله جوړه کړي او د بولیویایانو ستونی د ناجایز حکومت او د هغوی د بادار له منګلو خلاص کړي.
دی په دې عقیده و، که چرته غواړئ یو هېواد ازاد کړئ، نو اړ یاست چې ګاونډیانو ته هم ازادي ورپه برخه کړئ، تر څو د غلامۍ ځنځیر مو یو ځل بیا پښو ته راونه ولېږي.
په ۱۹۶۵ کې کیوبا ترک کوي او د خپلو چریکې جګړو لپاره افریقا ته ورځي، نوموړی په ۱۹۶۵ کې د خپلو دولس تنه ملګرو سره ګانګو ته رسي. خپل چریکي پوځ رامنځته کوي او د بولیویا د حکومت پر وړاندې د حق جګړې ته دوام ورکوي. دا چې نوموړی په دغه جګړو کې له څه ډول حالاتو سره مخ کېږي، د هغه په خپل لاس لیکل شوي یادښتونو کې یې یادونه ترې کړې او د هغه د مړینې وروسته د کیوبا د ولسمشر او انقلابي؛ فیډل کاسټرو لخوا چاپ شوي او خپاره شوي دي.
ګوارا په خپلو دغه یوولس میاشتنیو یادښتونو کې د هغه بدو خاطرو ذکر کوي، چې ده د بولیویا په غرونو او ځنګلونو کې لیدلي او ورسره مخ شوی.
دا چې ما د چګوارا یادښتونه ولوستل او کوم نقاط یې راته مهم وایسېدل، تاسو سره شریکول غواړم. زه به تر ډېره هڅه وکړم، هغه څه ذکر کړم، چې پر تحلیل ارزي او د انقلاب د رښتیني مفهوم اړوند موږ ته که ډېر نه وي، لږ درس راکړي تر څو د چګوارا حق پرځای او د اصلي انقلابي څیره او کړنې وپېژنو.
نوموړی د یو ښه رهبر په صفت د خپلو ملګرو سره وخوځېد، د ده یوه ځانګړنه دا وه چې د خپلو چریکانو او ملګرو سره یې د یو قوي دوست په صفت کار کاوه، که څه هم رهبریت کې جدیت هم مهم دی، خو چګوارا له دې ځانګړنې هم خالي نه و.
دی په لار کې د خپلو ملګرو ټاکنې کوي. البته هر یو په خپله دنده موظف کوي او د دې سربېره زیاته هڅه کوي، چې د کروندګرو ملاتړ له ځان سره راوړي، خو زیاتره کروندګر هلته د دوی په شتون کې وروسته فوځ ته شیطانیانې کوي او د دوی د نیولو خبر ورکوي.
د یو چریکي ګروپ او حق لارویان تل د حق ترلاسه کولو پسې وي. دوی په دې کیسه کې نه وي، چې لاره کې کوم سهولتونه موجود دي یا موږ دلته سفر کوو، زموږ لپاره کومې اسانتیاوې شته؟
د چګوارا په چریکي ګروپ کې دا هیڅ خبره نه وه چې ولږه ده که تنده؟ که څه هم دوی په اوله کې یو څه خوراکي توکي له ځان سره راوړي وو، خو د یوولس میاشتو لپاره یې بسنه نه کوله، که ډېره یې هم کړی وی، نو درې میاشتې دې یې کړی وی، خو نه؛ داسې ونه شوه او دوی ډېر ژر په نیمه خېټه خوراک شروع کړ.
د بولیویا ځنګلونه څه بېل شانتې وو، چګوارا په خپلو یادښتونو کې بار بار دا وايي، چې موږ به کوم ځای ته سفر کاوه، نو وار دمخه به مو ملګري ولېږل چې لار پاکه کړي تر څو مزل پرې وکولای شو، نه پوهېږم دلته یې د لارې د پاکولو نه هدف څه دی خو ښايي داسې وي، چې د ونو څانګې او د لارې اغزي او شیان لیرې کړي تر څو نور ګروپ پرې سم مزل وکړای شي، خو مهمه خبره به پکې د منزل معلومول وي، ځکه دوی که لوری نه وی جوړ کړی، نو ښايي لاره ترې غلطه شوې وی. که څه هم چګوارا سره د لارې نقشه وه، خو ځنګل شکل او بڼه داسې وه، چې د ورکېدو چانس پکې ډېر و.
په لومړیو کې ځنګل د پوځ له شتونه خالي و، خو د وخت په تېرېدو او د خلکو په شیطانۍ سره پوځ شتون پیدا کړ او هر وخت دا امکان و، چې پر دوی حمله وکړي.
دوی بارـ بار له پوځ سره نښتې وکړې او حتی داسې ملګري یې له لاسه ورکړل چې د چګوارا زړه یې ذره ـ ذره کړ، خو د نوموړي مبارزه او هوډ یې کمزوري نکړل. دوی په بارـ بار کلا بند شول، که څه هم دا د دوی د ملګرو غفلت و، خو مقاومت یې کاوه او د سیمې به یې ځان ویسته. د چریکي جنګونو عمده ځانګړنه دا ده، (چې ځای دې نه وي معلوم او نه د ډېر وخت لپاره یو ځای کې اوسېدی شې.)
چګوارا سګرټ هم څکول او د پینځه کلنۍ نه یې تنفسي تکلیف هم لاره. که څه هم نوموړي سره د یو څه وخت لپاره ګولۍ وې، خو خلاصون حتمي و او د تنفسي تکلیف دغه دوا یې ختمه شوه. زړور انقلابي په خپلو یادښتونو کې د خپل تنفسي تکلیف نه بارـ بار شکایت کوي او د خپل قلم په څوکه د دې تکلیف شدید درد موږ ته لیکي.
که موږ سردردي هم ولرو، نو ښايي له کوره بهر د ضروري کار لپاره هم ونه وځو، خو دا سړی د بولیویا لپاره درد خپله زغمي او خوښي د هغوی لپاره راولي. نوموړی که بولیویا کې انقلاب رامنځته کړي، نو ښايي د کیوبا غوندې هغه ځای هم ترک کړي او د امپریالیزم د منګلو یو بل بې وسه ملک خلاصول وغواړي، خو درد په خپل ځان تېروي.
د څه وخت وروسته چې دی بولیویا ته راننوتی حکومت د نوموړي د نیولو په سر پنځوس زره ډالر انعام ایښی. د ده دښمني غټه شوه. اوس به دی د حکومت پر وړاندې چریکي عملیات هم کوي او د هغه بولیویایانو نه به هم ځان ساتي چې دی یې ازادۍ لپاره راغلی، خو هغوی به د پنځوس زره ډالرو لپاره د نوموړي د شتون ځای حکومت ته ورښايي.
کله چې نوموړی او ملګري یې د ځنګل نه راووځي، په غرونو سر شي. غرونه که څه هم ډېر لوړ دي، خو د ده د ارادې هومره لوړې څوکې نه لري. په ځنګل کې د ده ډېر ملګري او چریکان نیول کېږي. وژل کېږي. ځینې اوبه ډوبوي، مړه کېږي. حتا یو څو خو ترې تښتي هم. د تښتې خبره باندې تم کېږو. په جنګ کې تېښته خالص نظامي جرایمو کې راځي. که چرته د یو دولت په پوځ کې د جنګ حالت نه کوم سرتېری په شاه شو، نو هغه خالص نظامي جرم کړی او رسیدګي به ورته حتماً کېږي. خو د چګوارا لپاره دا دومره خبره نه وه، ځکه هغه په دې باور درلود، چې هر څه ارادې پورې تړلي دي. که د انقلاب لپاره دې اراده قوي وه نو له پانسۍ نه به هم ونه تښتې، که نه وه، نو پرته د جنګ له حالته به هم تېښته کوې. که څه هم نوموړی د خپلو ملګرو دغه بیغیرتوب خپه کړ، خو کمزوری یې نکړ.
د ده په ملګرو کې دسپلین نه و، که ځیر شو او وګورو نو موږ د عدم دسپلین کلمه ورته نه شو کارولی، ځکه د ده ملګرو به زیاتره وخت په پټه د خوراکي توکو غلا کوله، دا غلا مهمه نه وه، خو که چرته یو څوک په نیمه خېټه وي، مجبور دی غلا وکړي. د ده د ملګرو به تل په همدې جنګ و، چې پلانکي خوراک په غلا کړی او بستانکي غلا کړې. دا یو عجب او خندوونکی تصویر دی، چې یو ملګری د بل ملګري نه ډوډۍ غلا کړي او ویې خوري. هههه.
مهمه خبره دا ده، که دوی سره ډوډۍ هم نه وی، دوی به خپل فعالیت ته دوام ورکاوه. د دوی زیاتره خوراک د ښکار او ماهي و. کله به یې هوسۍ ښکار کړې وه او کله طوطي، خو زیاتره وخت به یې ځنګلۍ چرګې ښکار کړې وې او نوش جان به یې کړې.
وروسته پر دوی دومره ولږه راځي چې بیخي د خوراکي توکو نشتون سره مخ کېږي. اوبه.. اوبه خو حتا پیدا کېږي نه. چګوارا یو بل ځای کې کښلي: موږ د اوبو له قهط سره مخ شو او زموږ درې ملګرو خپلې متیازې وڅکلې. هغه یو ملګری خو مو بیا مریض هم شو، خو دا دوه ښه وو.
د متیازو اړوند رایاده شوه، نوموړی یو بل ځای کې لیکلي: موږ د پوځیانو جیپ نیولی و، هغه کې تېل نه وو، مجبور شو او متیازې مو پکې ورـ وکړې او تر یو ځای پورې مو راوسته.
دا چې دی ورستیو کې د ملګرو له کمښت سره مخ کېږي. نو پهره هم د ده په هر چریکي ډېرېږي. د ده ځینو ملګرو شپږ ورځې او شپې خوب نه و کړی. ځکه له یوه لوري پر في کس پهره ډېره شوې وه او له بل لوري دوی له دسپلین نه سرغړاوی کړی و. ما مخکې وویل چګوارا چریکانو سره د دوست په شکل و، خو د رهبریت درناوی یې کاوه او حتی نژدې ملګري یې هم بې نظمۍ ته نه پرېښودل.
دا چې د بولیویا په غرونو او ځنګلونو کې به د دوی یونیفورم څنګه و، خو د لامبا اړوند چګوارا لیکلي چې ما شپږ میاشتې وروسته غسل وکړ، دا هغه شپږ میاشتې ښايي چې نوموړی دغه فعالیت ته راننوتی.
په دغه غرونوـ رغونو کې نوموړی ډېر نه پاتې کېږي. د ۱۹۶۷ کال د اکتوبر په ۹ د بولیویايي پوځیانو سره د چریکي عملیاتو په ترڅ کې ونیول شي او د امپریالیزم په اشاره پرته له محاکمې ووژل شو.
دا چې نوموړی څه رقم وژل شوی؟ له دې تېرېږو ځکه انسانیت ته درناوی نه کول زموږ او ستاسو زړه راخرابوي، خو لکه څنګه چلند چې ده له بولیویايي پوځیانو سره کاوه، که د هغه یو فیصد هم ده سره شوی وی، نو موږ به د چګورارا د مړینې افسوس اوس نه کولی، خو یو زړور انقلابي په داسې ناروا مرګ ووژل شو، چې د امپریالیزم بخښلو ته هیڅ دلیل نشي جوړېدای.
د نوموړي قبر سانتا کلارا کې دی او هر کال لکونه کسان د نړۍ له مختلفو ځایونو ورځي او د شاباسي سلامي ورته کوي.
موږ باید د چګوارا او د هغه د چریکي ملګرو پورته موارد د یو درس په شکل زده کړو، ځکه که څوک انقلابي ځانته وايي او مصیبتونه نشي زغملای، دا تطبیقي نه بلکې خیالي انقلابي دی. چګوارا د خپل عمر په ټول دوران کې د انسانانو لپاره ازادي غوښتې او د ظالمو پر وړاندې یې مبارزه کړې. که زه ورته د انقلاب د مکتب درجه ورکړم، مبالغه به نه وي، ځکه انقلاب غټ هوډ او ډېر وخت نیسي.
که چرته یو شخص د ټولنیز تکامل لپاره راپورته کېږي او د ډېر وخت راپدېخوا دې ټولنه کې ظلم شتون ولري، نو اړ دی چې غټه حوصله، قوي هوډ، د خپل عمر داو اراده او د انقلاب ژوره مطالعه ونلري، هیڅ وخت به کامیاب نشي. که غواړو د ظلم پر وړاندې ودرېږو، اړ یو چګوارا مطالعه کړو.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي