67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

ستا په شان پلار

مسعود جهش

[pukhto]
کال مې په یاد نه دی، خو دا مې ښه په یاد دي چې د کابل په هرې کوڅې کې عجیبه قسم ته انسانان ولاړ وو، په لاسونو کې یې وسلې وې، خلک یې درول، ګواښل او چې زړه به یې وشو نو آن وژل به یې. هغوی چې تر ما مشران ول، ویل یې چې په ټول هیواد کې همدا حال دی او کورنۍ جګړه روانه ده.
دا مې هم په یاد نه دي چې د کابل په کومه سیمه کې وم، او ولې له خپل پلار سره له کوره وتلی وم خو دا مې ‌‌‌‌‌‌ډیر ښه په یاد دي چې په کوڅه له ما او زما له پلار پرته، بل هیڅوک هم نه وو. پلار مې ستړی ښکاریده، ‌‌‌‌‌‌ډېره ګرمې نه وه خو پرې سختې خولې ماتې وې، چې څو قدمه به مخکې ولاړ، بیا به یې شاته وکتل، او چې و به یې لیدل لا هم څوک نه شته، نو اوږده ساه به وایسته او مخکې به روان شو.
نه پوهیږم چې کوڅه څومره اوږده وه، خو داسې برېښېده چې له ساعتونو په همدې ځای کې پر مخ روان یو، لکه همدا کوڅه چې د کابل تر پایه غځيدلې وه.
زه ‌‌‌‌‌‌ډير وېرېدلی وم. هیڅ کله هم داسې نه وو شوي چې په د کابل په یوې کوڅې کې مې تر دومره ‌‌‌‌‌‌ډیرو ساعتونو وروسته هم کوم بل ماشوم له خپل پلار سره نه وي لیدلی. د پلار ګوته مې لا ټینګه ونیوله او لا ورته نزدې شوم.
‘و نه رسیدو؟’ له پلاره مې وپوښتل. را ته یې وکتل خو څه یې و نه ویل. هڅه یې وکړه مسکی شي. خو ما د پلار مسکا پیژنده، دا د هغه پخوانۍ مسکا نه وه. داسې ښکاریده چې یوازې زما د ارامولو له پاره خپلې شونډې سره بېلوي. ژر یې مخ واړوه، او بیا یې شاته وکتل. لا هم په کوڅه کې یوازې وو.
روان وو. لا هم کوڅه په مخ کې اوږده پرته وه. چې دا همدومره اوږده کوڅه وه، او که پر ما وخت ورو تېرېده. په همدې فکر ‌‌‌‌‌‌کې ډوب وم چې ټکان مې وخوړ. د وسلو ‌‌‌‌‌‌ډزې پيل شوې. دومره ووېرېدم چې ژړا مې پیل کړه. که څه هم تل به را ته نورو ویل: ‘مسعوده ته ‌‌‌‌‌‌ډېر زړه ور یې، کم ژاړې!’
خو دا شېبه ‌‌‌‌‌‌ډیر ویریدلی وم.
د پلار ګوته، چې له پیله مې ټینګه نیولې وه، مې له لاسه خوشې شوه. داسې وویریدم، لکه ساه چې مې وتلې وې، پښې مې سستې شوې او د ژړا غږ مې لا لوړ شو. ما ویل چې پلار زه پریښودم او ولاړ.
خو پلار مې خپل لاسونه را نه تاو کړل، ټينګ يې په غیږ کې ونیولم او د کوڅې یوه دیوال ته یې نزدې کړم. شا مې دیوال ته وه، مخې ته مې پلار ولاړ وو. یو لاس یې زما پر سر نیولې وو.
پلار د ‌‌‌‌‌‌ډال په شان زما مخې ته ودرید، چې هر څه تر ما مخکې له هغه تېر شي.
اوښکې یې را ته پاکې کړې او ورو یې وویل: ‘مه ‌‌‌‌‌‌ډاریږه زوی! نه پرېږدم چې هیڅ درباندې وشي!’
د پلار سترګې مې ښې پېژندې. چې ورته مې وکتل، پوه شوم چې رښتیا به هم پر ما هیڅ و نه شي ځکه پلار مې هیڅ کله هم را ته د دروغو ژمنه نه ده کړې.
پلار مې هغه ورځ او تر هغې ورځې وروسته، هره بله ورځ خپله ژمنه پر ځای کړه. هغه ورځ یې زه روغ رمټ کور ته ورسولم او وروسته په څو کلونو جګړه کې یې هم پرې یې نه ښودل چې پر ما، ورونو، خویندو او مور مې هیڅ هم وشې: له جګړو یې روغ رمټ را و ایستلو، د ژوند اصول یې را زده کړل، تعلیم یې را کړ او هڅه یې وکړه چې له موږ ښه خلک جوړ شي.
اوریدلې مې دي چې جنت د مور تر پښو لاندې دی، خو زما جنت زما د مور او پلار په مسکا کې دی.
پلاره، تل دې سیورې پر ما اووسه. اوس زه خپله پلار یم خو چې اوس هم وېرېږم نو ستا ګوته لټوم. اوس هم چې را باندې سخته راشي نو ته مې په یاد شې، چې ښه کار وکړم نو ستا د ستاینې په آرمان یم. تل مې ویلي، اوس یې بیا ویم: چې ستا په شان پلار، زوی، ملګری او انسان شم، نو آرمان به مې وتلی وي.

[/pukhto]

16 خوښونې

اړوند مطالب

پاخه افکار
سلاکار
سملاسي مشاعره
مړی
ځان کامياب کړئ
اړتياوې چې ژوند ته حرکت ورکوي
په لرغوني ګندهارا کې تر پنځه څلویښت کلن ځنډ وروسته د ویاړونو په لټه
د ژوند یو بل راز مینه ده!

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

مې 2017
S S M T W T F
 12345
6789101112
13141516171819
20212223242526
2728293031  
« Apr   Jun »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /