سزا

عطاءالله ځواب
د ګڼې ګوڼې په منځ کې مې ځان د شور ځای ته ورساوه، هر چا په کوچني وارونه کول، خو يو غټ خېټي دوکاندار له غاړې رانيولی و، دوکان ته يې دننه کړ.
خلک د دوکان مخې ته راټول شو.
زه ورمخکې شوم: دا مو ولې ووهلو؟
ـ غلا يې کړې!
ـ څه شی يې پټ کړی؟
ـ د دوکان له مخې يې څپلۍ وړي!
ـ په څپليو خو ورته دومره وهل نه وو پکار، مجبور به وي، تاسې به پرې د مهربانۍ لاس راکش کړی وای!
ـ له تا يې نه دي پټې کړي ځکه داسې لګيا يې!
ـ هممم ښه اوس به پرې څه کوئ؟
ـ سزا ورکوم
ـ څنګه سزا؟
ـ لکه ما چې په ماشومتوب کې له کباړي ماما خوړلې وه!
ـ ښه دا ماشوم پرېږده، نه شي تښتېدلی، ته خپله کيسه وکړه؟
– ډېر کوچنی وم، په يو خټين کور کې اوسېدو، د پيسو مور مړه وه، هيچا نه راکولې، پلار مې ډېر غوسه ناک سړی و، زه به يې مخې ته نشوم درېدلی چې ومې نه وهي، نو پيسې غوښتل خو لا لرې خبره وه.
مور مې هم د پلار غوندې ترخه وه، ما چې به کله ترې پيسې غوښتې غوسه کېده.
زه به هم نه غلی کېدم، اخر به مې مور راپسې جارو راواخسته او تر هغې به يې وهلم چې د خوځېدو به ووتم.
د تره زامنو مې هم زما په څېر ژوند کاوه، داسې ورځ به نه وه چې مونږ هر يو به پکې وهل نه خوړل، مجبور وو چې هر اوسپنيز توکی به مخې ته راتللو يا به مو جيب کې پټ کړ او يا به مو په بډه وواهه.
له کوره مو هم ډېرې لوټې او بېلچې پټې کړې وې، يو ځل مو څه وچه ډوډۍ د بوجۍ څخه پټه کړه او درې څلور ټيمان مو ورسره کړل له تره زامنو سره يو ځای کباړې ته لاړو او هغه موخرڅ کړل.
خدای مې دې غاړه نه بندوي چې اته روپۍ به يې کړې وې.
کباړې له خپلې کباړ خانې اغزن سيم تاو کړی و،کله کله به مو له کباړي څخه هم ټيمان پټول.
یوه ورځ کباړخانې نه راووتم او د جال غاړې ته پټ کېناستم، په وړوکې سوري کې مې يو يو ټيم پسې لاس ننېسته، دوه وارې مې له کباړې کباړ غلا کړل او سملاسي مې پرې خرڅ کړل، ما ته هم غلا خوند راکوه ځکه وړيا روپۍ وې.
په درېم وار چې کباړو ته کېناستم، کباړې له مخکې شکی شوی و او تيار راته په تابيا کې ناست دی، د ټيم پسې مې لاس ننېستی، چې په ملا مې لغته وخوړه، سر مې له جال سره ولګېده.
لاس مې هم تر مټ پورې په جال کې ننوت، شاته مې وکتل کباړي په غوسه ولاړ و، سترګې مې د شرم نه ټيټې کړې، ماويل زه زړه به يې راباندې خوږ شي خو د ظالم بچي تر لغتو لاندې واچولم، دومره يې وهلی يم چې اوس مې هم کله کله د ملا هډوکي درد کوي.
تبصرې
تبصرې بندې دي