سلاکاران څه کولای شي؟

شرافت همت
[pukhto]
په نړیواله کچه د سیاستوالو له لورې د چارو په مختلفو برخو کې د مشاورینو يا سلاکارانو ټاکل یو سیاسي عرف دی. سیاستوال په چارو کې د اشتباهاتو د مخنیوي په موخه معلوم شمېر پوه، مدبر، هوښیار او سنجیده اشخاص ځان ته د مشاورینو په حېث ټاکي. او بیا چې هر اقدام ترسره کوي، د همغې برخې له مشاورینو سره ورباندې مشوره کوي چې په ښه او غوره توګه یې ترسره کړي.
زه فکر کوم په سیاست کې دا کار خورا زیات مهم دی، ځکه سیاستوال د کافي پوهې او وړتیا سره هم د انسانانو په توګه له تېروتنو خالي ندي، دوی که وړ مشوره ورکوونکي ونه لري، طبیعي ده چې په ځینو چارو کې به تېروځي او اشتباه کوي.
په سیاست یا ډپلوماسۍ کې د یوه سیاستوال کوچنۍ تېروتنه هم نه یوازې دده په زیان او ضرر تمامیږي، بلکې د ملتونو د تباهۍ باعث کېږي او خلک د ګڼو ستونزو سره مخ کوي.
سیاست چې د ملتونو د بقا، پرمختګ، مترقي ژوند او نورو ټولګټو موخو لپاره د حکومتونو له لورې ترسره کېږي، نو پکار ده چې دقت، سنجیده ګي او دیپلوماتیک اختیاط پکې وشي. سیاست پوهان د مشاورینو ټاکل د سیاستوالو لپاره جدي او اشد ضرورت ګڼي، مګر ددې تر څنګ دوی د سیاستوالو لخوا په ځینو ځانګړتیاو چې پورته ذکر شوي، مالامال مشاورین د معیار په توګه تر دې هم مهم ګڼي.
زمونږ هېواد افغانستان متاسفانه لسیزې لسیزې د ژبني، قومي، مذهبي او نورو جنګونو قرباني پاتی شوی، چې له امله یې دغه هیواد نه یوازې د پیاوړو، وطن پرستو او ژمنو سیاستوالو له قحطۍ سره مخ دی، بلکې زمونږ په شته سیاستوالو یې هم تاثیر غورځولای.
یو بدمرغي چې زمونږ سیاستوال یې لري دا ده چې دوی د سلاکارانو په ټاکلو کې بې توجه یې کوي، دقت نه کوي او ډېر کله هغه څوک د مشاور په حېث ټاکي چې، غېر مسلکي وي، د مشاورۍ وړ نه، خو دوی ته نږدې وي او شخصي ګټې یې پرې تامینیږي.
دلته له بده مرغه د سلاکارانو په ټاکنه کې مهارت، پوهه او مسلکي وړتیا معیار نه نیول کېږي. بدبختي خو دا ده چې دوی (سیاستوال) د ځینو مصلحتونو او مجبوریتونو ښکار دي، پدې معنا چې ټاکني یې تر ډېره سهمي، مصلحتي او مجبوریتي بڼې لري.
زمونږ خلک دا سمه خبره کوي، چې زمونږ مشران د دومره زیاتو مشاورینو د درلودلو سره هم پرله پسې تېروتنې کوي او ډېرې چارې په ناعاقلانه او ناهوښیارانه توګه ترسره کوي.
ما یې دلیل پوره ذکر کړ چې دلته د مشاورینو د ټاکلو لپاره د هغوی پوهې، مسلکي وړتیا، هوښیارتیا او معیاري ځانګړتیاوو ته چې باید ویې لري، نه کتل کېږي. همدا لامل دی چې سیاستوال مو چارو کې په غلطو او ناسمو مشورو اخیستلو باندې تېروځي او اشتباهات کوي.
د حالاتو او سیاسي اوضاع خرابوالی زمونږ د کمزوري سیاست نتیجه ده.
بله پکې لا دا چې ځینې سیاسي مشران او چارواکي مو ځینې داسې معاش خواران سلاکاران هم لري چې په میاشتو میاشتو ورسره نه مخ کېږي، د وظیفي پابندې نه کوي او خپلو نورو چارو او ګټو ته لومړیتوب ورکوي.
[/pukhto]
ښکلى پاڼه وه خوشه مى شوه