سلاکار

طنز- میوند درځار
[pukhto]
د ریس تیلیفون ته زنګ راغی، بلې !؟
– سلام علیکم صیب ، صیب ښه یاست صیب، وبښئ صیب زه یم روژه ګل تږی، ستاسو ملګری، ستاسو ښی مټ.
– اووو تږی صیب، څنګه یې؟
– بېخي ښه یم صیب،ستاسې دعاګانې او د الله پاک احسان دی صیب.
– وایه کنه !
– ولا صیب ما ویل که تاسو وخت لرئ صیب نو بېګا ته زما سپېشل مېلمانه یاست صیب.
– بېګا ته !؟ زه به کوښښ وکړم نو که بل کار مې پیدا نشو.
– وبښئ صیب که بل کار وي هم سباته یې وځنډوئ. بې له هغې هم تاسو د کار ماشین یاست، بېګا ته زما ځانګړي مېلمانه یاست صیب.
– آ ښه سمه ده، درځم ان شاءالله !
-مننه صیب، قربان مو، ویاړ مو راوبښه
۰۰۰۰۰ ۰۰۰۰۰ ۰۰۰۰۰ ۰۰۰۰۰۰
د روژه ګل تږي په حجره کې د هغه د ریس ملګري سربېره یې نور داسې نزدې ملګري هم وو چې د ریس صیب او روژه ګل د راز او مجلسونو شریکان ګڼل کېدل.
ریس هم لدې شېبو خوند اخستلو، خبرې وې، کیسې وې، خنداګانې وې او چې د روژه ګل تږي هر ملګری به په خپل ځای کې خوځېده نو تږی به ورسره سم په خپل ځای کې په څنګ واوښت.
ډوډۍ وخوړل شوه، چای راغی او بیا د خبرو مجلس تود شو. د ډلې له مینځه یو تن چې غږ یې نسبت وجود ته ډېر نری وو ریس ته مخ کړ، صیب ډېر خوشاله شو چې دې ادارې ته تاسو راغلئ باور وکړئ ډېرې دعاګانې مو درته کړي. ریس سر وخوځولو، مننه. محتاط ته مخامخ ناست کس لنډ مخ ور واړولو، محتاط صیب رښتیا وایي، دې ادارې ته ستا په راتګ خو مونږ دومره ډاډه شوي یوو لکه خپل ورور مو چې پکې مقرر وي.
ټولو په یو اواز وویل: هووووو هووووو
په دوی کې یو تن چې سپین سترګي یې تر ناستو ټولو کسانو ډېره وه ریس مخاطب کړ:
مګر تاسو تر اوسه د خپلو ملګرو له مینځه یو نفر هم له ځان سره مقرر نکړ، حال دا چې ستاسو تر راتګ وروسته ډېرې لویې مقررۍ وشوې.
ریس لږ رنګ وواهه خو د یاد نفر سپین ستر ګي ورته یاده وه،خبره یې په خندا تېره کړه. محتاط صیب بیا وار ونیوه: نور ملګري په توپ ووله، هر یو یې یو ځای نه یو ځای کې مقرر دی څه ناڅه عاید لري، خو دا روژه ګل غریب ډېر په بده ورځ دی، دده څ چاره وکړه چې همداسې په سپین میدان پاتې نشي.
ریس وویل: مثلاً څه چاره ؟
– مثلاً پدې خپل ریاست کې یو مدیریت ورکړه، زه وایم چې دا د استخدام څانګه به ښه وي.
ریس وویل: د استخدام مدیر خو مو دا تېره جمعه مقرر کړ، زما د باجه ورور دی.
سنجیده چوپتیا خپره شوه.غږ وشو، سکرتر یې کړه !
– د سکرتر بست خالي دی خو خپل خوریی مې هم اوزګار دی، خور او اوښی هم خوشالول غواړي.
د محتاط صیب، چې د ډوډۍ پر وخت یې له نورو ملګرو پر دسترخوان ډېر پام وو، حوصله ختمه شوه، ویې ویل:
سلاکار یې مقرر کړه !!
ریس وارخطا شو، وه وروره د څه شي سلاکار ؟ سلاکاران مې پوره دي. محتاط صیب پوښتنه وکړه کوم کوم سلاکاران مو ګمارل شوي؟
-څه کوم کوم؟ خو دوه تنه مې پکار وو، له ماسره سم ادارې ته راغلي چې د ادارو د چارو اړوند متخصصین دي.
د محتاط په څنګ کې ناست ملګری یې چې تر اوسه غلی ناست و، وویل: فرهنګي سلاکار یې کړه.
ریس له ډېره درده وخندل، فرهنګي سلاکار یعنې څه؟
زمونږ په څېر یوې ادارې ته د فرهنګي سلاکار مقررول څه مانا لري؟ دا د کرنې او مالدارۍ ریاست دی!!
خو ناستو کسانو یې په یو غږ مخالفت وکړ: ناااا نه کېږي بس دا زمونږ وروستۍ خبره شوه. په خپله اداره کې دې یو بست هم د خپلو ملګرو په نامه خالي ندی پرېښی، روژه ګل تږی دې ستا فرهنګي سلاکار شي، دا به داسې شي لکه مونږ ټول چې دې مقرر کړي یوو. ریس له ناچارۍ خپلو دوستانو ته تسلیم شو، په زړه کې ځانته په غوسه و چې ولې یې له داسې بې فرهنګه ملګرو سره ناستی کاوه.
یوه اوونۍ وروسته د ریاست په انګړ کې یوه لویه غونډه ترتیب شوې وه او روژه ګل تږی پکې د ناستې ګډونوالو ته د ریس د فرهنګي سلاکار په توګه ور وپېژندل شو. راغلیو کسانو هم د ریس دا کار له نوښته ډک وباله او د اداري چارو د سمون لپاره یې د فرهنګي سلاکار د مقررۍ ستاینه وکړه.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي