سوالګر ماشوم

عبدالرحمن میوند
زیړی مازیګر و، د بڼ لمرخاته دروازې په لور له ډاکټر درخانۍ سره یوځای روان وم. مخامخ غر په یو تاریخي دیوال نیم شوی، د لمر وړانګو آن د مرغانو ځالې هم روښانه کړي وي.
د وتلو دروازې ته ورنېږدې شو، ګورم چې وخت تېر شوی او دروازه بنده ده امنیتي ګاردانو غږ کړ: د موټرو تم ځای په دروازه بهر شئ، به بیړه لاړو.
د سړک خواته ولاړ وو چې کوم یو ګاډی به مونږ ته لاره راپرېږدي، د موټرو ګڼه ګوڼه زیاتېده د تېرېدو لاره نه ښکارېده، درخانۍ غږ کړ: راځه چې په بیړه تېر شو کنه دا ظالمان دومره انسانیت نه لري.
د ښار پارک مخکې مو قدم واهه چې ناڅاپه یو چا له لاسه ونیوم او لاس مې ګرم شو.
کیڼ خواته مې وکتل څوک راښکاره نه شو، وډار شوم.
درخانۍ وویل: ډاکټر جانه! ماشوم دی لاندې وګوره.
ماشوم له عمر د درې یا څلور کالو مالومېده له لاسه یې کلک نیولی وم.
ورته کېناستم او په مینه مې ورته وویل: څه وايې؟
– هله ژر شه پیسې راکړه؟
زړه مې ودردېده؟ په یخ ژمي کې را باندې خولې راغله، له سترګو مې اوښکې پاکې کړې او ورته مې وویل لاس مې خوشې کړه چې پیسې درکړم.
یودم يې په شونډو موسکا، په سرو اننګو کې خوښي راڅرګنده شوه او لاس ته یې را ته ټک راکړ.
بې واره یې همدا یو ټکې تکرار وه چې ژر شه هغه بل کس را نه ځي؟
له جېبه مې ورته پیسې راوويستې، ټوپ يې کړ، زما له لاسه يې په بيړه پيسې واخيستې او په منډو شو…
تبصرې
تبصرې بندې دي