سولې ته د رسېدو لار

سرمحقق سید محی الدین هاشمي
[pukhto]
سوله دعربي ژبې صلح کلمې مفعن شوې بڼه ده، چې د قراني الفاظو په فرهنک کې یې دا لاندې لغوي معناوې راغلې دي:
ګټه او فایده، لیاقت او وړتیا، ښېګڼه او نیکي، استعداد او کفایت، د نیمګړتیاوو اصلاح او سمون، غوره کړنه او د خیر فکر، هوساینه او نعمت، پخلاینه، یووالی او اتفاق، ډېرښت او پرېماني، اوربند او د جګړې پای ته رسول
(مفردات الفاظ قران، ۲۹۲ مخ)
دا خو د سولې لفظي پېژندنه وه، داصطلاحي پېژندنې په اړه یې اسلامي علماوو او فقهاوو بېلې بېلې پېژندنې(تعریفونه) وړاندې کړي چې یوه یې داده؛ سوله (صلح) د جنګ جګړې بندول، د شخړو ليرې کول او د اختلافاتو ختمول دي، د هغو شرایطو پر بنسټ چې د سولې د شرطونو په نوم یادېږي، یا په بله وینا؛ سوله هغه تړون دی چې هر جنګ، جګړه، شحړه او نزاع پرې ختمېږي، هغه که لفظي وي، وسله واله او که بل ډول وي.
نو د تحلیلي پېژندنې په اړه یې ویلای شو چې؛ سوله یوه ډېره مقدسه، سپېڅلې او ښکلې کلمه ده، مقدسه او سپېڅلې خو ځکه ده چې په قرانکریم کې يې یادونه او ستاینه شوې او هغه یې( خیر) (الصلح خیر) بللې ده او ښکلې ځکه ورته وایو چې د بشریت هستي، پاېښت او سوکالي تر ډېره په هغې پورې لړه لري.
که د بشري نړۍ په هر څه او هر ځای کې سوله نه وي، معلومه خبره ده چې هلته د جنګ، جګړو برلاسي وي او په دې خو پوهېږو چې جګړه بشریت او انسانیت ته له تباهۍ، ځورونې، ړنګونې او له منځه وړنې پرته بل زیری له ځان سره نه لري، جګړه بې له دې چې انساني تمدن له خاورو سره خاورې او انسانیت د اور په لمبو وسوزوي، په وینو کې یې ولمبوي او یایې د ویر او ماتم پر ټغر کینوي، بل سوغات او لاسته راوړنه نه لري.
کله چې موږ د بشري تاریخ پاڼې را اړوو وینو هغو خلکو چې د سولې، صفا او خپلمنځي او نورو سره د سوله ییز ژوند لاره خپله کړې ده، خامخا د ترقۍ، پرمختګ او تمدن له کاروان سره مله شوي او ډېر ژر د سوکاله او مرفه ژوند څښتنان شوي، سترې بریاوې او نېکمرغۍ یې په برخه شوي دي، خو برعکس هغوی چې په شخړواو جګړو کې پخپله کېوتلي او یا په یوه او بله بڼه د نورو له خوا جنګ، جګړې ته اړیستل شوي دي، پایله او نتیجه یې مرګ ژوبله، ویجاړتیا، بربادي، فقر ، بېوزلي او ډول ډول بدمرغۍ ګرځېدلې دي.
لرې نه ځو د خپل هېواد مثال او بېلګه راوړو چې دا څه کم څلور لسیزې د جنګ و جګړې د اور په لمبو کې سوزي. دلته ددې جګړو په مشروعیت او نا مشروعیت عواملو او دلایلو څه نه وایو، ځکه چې هغه یو جلا بحث دی، یوازې په دې سیمه او هېواد کې د سولې او ټیکاو د نشتوالي، د بهرنیو او کورنیو جګړو د دوام له امله د رامنځته شویو زیانونو خبره کوو، چې څنګه مو څو زره کلن تاریخي مدنیت، د هېواد مادي او معنوي شتمنۍ د دغه جګړو د اور په لمبو کې و سوځېدلې، موږ یې په سلګونو کلونه د مادي او معنوي پرمختګ له کاروانه په شا وغورځولو او د ټولنیز ژوند په بېلابېلو برخو کې یې دومره زیان راورساوه چې جبیره یې اوس زموږ په واک او ځواک ناشوني ښکاري.
نو ځکه وایو چې اوس زموږ ټولنه او وګړي له هر څه نه زیات سولې، امن او ثبات ته اړتیا لري، خو دا چې دا همیشنۍ سوله او ټیکاو به څنګه راځي؟ زما په اند یې تر هر څه لومړنۍ، بنسټیزه او اړینه لار( ملي یووالی) دی.
لکه چې جوته ده زموږ هېواد په دې تېرو څلورو لسیزو کې له هر اړخه داسې زیانمن شوی چې د ملت ښېرازه مو ورسره ګډه وډه شوې ده او ملي هویت مو په کلکه تر ګواښ او پوښتنې لاندې راغلی دی، نو ویلای شوو چې ملي یووالی چې کله په یو ملت کې د ژوند په رغنده او سالمو شرایطو کې رامنځته شي، نو ورسره په ټولنه کې خامخا ثبات او ټیکاو راځي، د همدې ملي یووالي په رڼا کې ده چې رښتینې سوله، تامین او ټولنه د ترقۍ، سوکالۍ او هر اړخیزې نېکمرغۍ په لورې چټک ګامونه اخلي.
کله چې موږ په ملت کې د ملي یووالي د تامین نوم اخلو نو معنا او مفهوم به یې هماغه د رښتینې سولې ټېنګښت، د علمي، فرهنګي او اقتصادي ودې له پاره د لارو چارو برابرېدل وي.
همدا سوله ده چې یوې ټولنې ته نظم او سمون وربخښي، امنیت او ټیکاو رامنځته کوي او ورسره د وګړو ملي، سیاسي او ټولنیز حقونه تامنېږي، کله چې د ملت او ټولنې وګړو ته خپل ځانګړي، ملي او ټولنیز حقونه ورسېږي، د ملي ژوند بهیر پاېښت او ټېنګښت مومي او ورسره یې ملي هویت هم تضمینېږي.
د ملي ژوند د روحیې اساسي توکي په واقعیت کې ملي پیوستون، ملي باور او ملي اقتصادي خپلواکۍ ته ژور ټولنیز درناوی دی.
زموږ په هېواد کې چې دا کلونه کلونه سولې او سوکالۍ خپل ځای جنګ جګړو او نا امنۍ ته پرېښی او وګړي مو له یوې مخې له بهرنیو یرغلګرو سره او همدارنګه په خپل منځي کورنیو جګړو کې راښکېل شوو او د ټولنیز ژوند یو پړاو یې له بل نه له ستونزو او کړاوونو ډک دی، د ملي وحدت په ځای پکې کرکه او نفرت د مذهب، قوم، سیمې او نورو نومونو خپور شوی، چې همدغو نفرتونو او اختلافونو زموږ د دین او وطن دښمنانو ته د هر ډول لاسوهنې لارې چارې برابرې کړي دي.
تر هغه چې مو لومړی خپل منځي اختلافاتو ته د پای ټکی نه وي ايښی او خپور شوی نفرت مو په سراسري ملي وحدت نه وي بدل کړی، په هېواد کې د سولې او امن راتګ ناشونی برېښي.
د ملي یووالي د تامین په صورت کې باید په هېواد کې د سولې او امن له پاره په دولتي کچه هر اړخیزې سیاسي هلې ځلې وشي، دا هلې ځلې دې د موجوده دولت له خوا د سولې د شورا په جوړولو سره د عمل جامه واغوندي، خو ددې شورا په مشر تابه او نور ترکیب کې باید داسې خواخوږي او ملي شخصیتونه غړیتوب ولري چې هغوی پخپله د جګړې لوری او طرف نه، بلکې بې پلوي، سالم پر ملت او ولس دردمن وګړي وي، چې په رغنده هلو ځلو مخالفین او ناراضیان د خبرو اترو په ټغر کینوي، ځکه چې تاریخ او د ټولنیز ژوند تجربو ښودلې ده چې ډېرې سترې شخړې او پرابلمونه د سوله ییزو هڅو په نتیجه کې اوار شوي او بشریت یې له تباهۍ څخه ژغورلی دی، دا که د مستقیمو خبرو اترو له لارې وي او که د نامستقیمو، د جرګو مرکو له لارې وي او که په بله هره ممکنه وسيله، خو مهمه داده چې د دغسې یوې رغنده شورا په وسیله اصلي موخه تر لاسه شي، زموږ په هېواد کې سوله او امنیت تامین او دا موجوده تاوتریخوالی چې په هره کچه او بڼه وي له منځه ولاړ شي.
په همدې صورت کې ده چې د دغسې هلو ځلو په نتیجه کې به زموږ د ملت ورځنی سوکاله ژوند بهیر خپله سمه لاره ومومي، وګړي به پخپلو منځو کې د ورورۍ، همدردۍ او خواخوږۍ ژور احساس وکړي، دا روانې شخړې او جګړې به خپل ځای سولې، امنیت او خپل منځي هر اړخیز تفاهم ته پرېږدي.
په هېواد کې د رښتینې سولې او ټولنیزې سوکالۍ په هیله د خپلې لیکنې حسن اختتام په توګه د ارواښاد استاد ګل پاچا الفت (د سولې نړۍ) شعر، چې پکې د ملي او نړېوالې سولې د تامین له پاره ډېر غوره او عالي مفاهیم نغښتي دي، راوړم.
د سولې نړۍ
هغه ورځ به بختوره وي هر ګوره
چې د سپینو زړونو تور نه وي له توره
کرکه نه وي یو له بله محبت وي
ورورولي سوله صفا وي ښه نیت وي
مرور خلک یو بل سره پخلا شي
نه چې غوښه او چاړه هغه او دا شي
بشري دوستي قایمه په جهان وي
خوښ په سوله هم کافر هم مسلمان وي
نژادي توپير هېڅ نه وي په دنیا کې
نه په شرق او نه په غرب نه امریکا کې
استقلال منلی حق د هر ملت وي
خو قایم په ملتونو کې اخوت وي
د ګډ ژوند اصل اساس اصلي منظور وي
جهاني عدل و انصاف صحیح دستور وي
هر ملت په هر نظر کې وي ښاغلی
که په هر رنګ و آیین کې وي راغلی
سړیتوب وي محترم په هر لباس کې
په زري جامو کې وي که په کرباس کې
داسې وساتي هر څوک خپل مسلکونه
چې ونکړي یو له بل سره جنګونه
ټول جهان د دوستۍ کور وي سر تر سره
د جنګ وېره شي د زړونو نه بهره
زور تړلی وي د سولې په قانون
مهار شوي مست اوښان وي د جنون
تویول د وینو شرم او پیغور وي
شرمنده ذلیل سر ټیټی ظلم زور وي
جګ شي هر چېرته د سولې بیرغونه
شي په سمه لار روان سیاستونه
د انسان زړګی له جنګ او جګړې تور شي
توره ماته شي او جوړ ورنه څه نور شي
خوله نه وي علامه د خجالت
په خدمت خولې کېدل وي شرافت
یو له بله محبت مهرباني وي
د الفت هیله او فکر جهاني وي
زه له تا ځنې ځارېږم ته له مانه
که جدا هم وي زما ايين له تانه
(ګل پاچا الفت)
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي