67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

سټکس نیټ

انجينر طارق نجيب

StuxNet یو کمپیوټري وایروس ممکن دریمه نړیواله جګړه يې رامنځته کړې وای!
کله چې یو هېواد د یورانیم څخه د هستوي وسلو پر ځای صنعتي ګټه ترلاسه کول غواړي نو د د اتومي انرژۍ نړیواله ادارې (IAEA) له لورې به ۲۴ ساعته څارل کیږي، د غني کولو پروسه په دې خاطر څاري، چې د هستوي وسلو جوړولو مخه يې ونیسي او یواځې د بریښنا تولید لپاره ترې ګټه پورته کړای شي.
ایران هم غواړي د نورو ګاونډیانو لکه د هندوستان او پاکستان په څېر د هستوي وسلې خاوند شي خو امریکا او په ځانګړې توګه اسراییل او نورې نړیوالې ټولنې نه غواړي ایران خپلو موخو ته ورسیږي.
هاغه مهال چې امریکا د عراق د هستوي پروګرام فابریکې په نښه کړې او له منځه یې یوړې نو ایران هم امریکا سره اړیکې ښې کړې او د هستوي پروګرام د ودریدو خبر يې ورکړ خو کله چې په په ۲۰۰۱ کال کې امریکا افغانستان کې ځان ښکېل کړ نو ایران فکر وکړ چې لنډ وخت کې به امریکا ونه غواړي چې په ایران برید وکړي نو په هستوي پروګرامونو يې بیا پيل وکړ.
امریکا او نورو هیوادونو غوښتل چې د خبرو له لارې ایران مجبور کړي تر څو هستوي غني کولو څخه لاس په سر شي خو ایران دې خبرې ته چمتو نه و.
کله چې امریکا، اسراییل او نور هېوادونه په دې ونه توانیدل تر څو ایران د خبرو له لارې دې ته اړ باسي چې د هستوي وسلو جوړولو څخه لاس په سر شي نو دې هېوادونو په شریکه کمپیوټري وسله جوړه او په ایران يې برید وکړ خو په رسمي ډول هیڅ دولت ددې وایروس د جوړیدو مسولیت نه مني ځکه د ایران ورهاخوا يې سلګونه فابریکې، بریښنایي مرکزونه او ترافیکي سیستمونه زیامن کړل.
د اسراییل استخباراتي ډله د خپلې نوې طرحې سره سپینې ماڼۍ ته لاړل او ولسمشر بوش سره يې خپل پلان شریک کړ. هغې ورسره ومنله او بریتانیه هم دې طرحې ته شین څراغ ورکړ او مشري يې هم امریکا پر غاړه واخیسته. ویل کیږي چې ددې وایروس جوړول په ۲۰۰۵ کال کې پیل شوي ول.
دې پروګرام ته يې مخفي نوم (Olympic Games) نوم ورکړ. تر اوسه هیڅ هېواد په رسمي ډول ددې وایروس د جوړولو ادعا نه ده کړې خو کله چې په 2011 کال کې د اسرایلو د دفاع وزیر تقاعد کېده نو سټکس نیټ یې د خپل ماموریت یوه بریالۍ لاسته راوړنه وبلله.
دوی په شریکه یو پیچلی کمپیوټري وایروس جوړ کړ او د ایران نټنز سیمه کې چې د ایران هستوي فابریکو سره نږدې وه، ولیږه. دا ویروس په ۲۰۱۰ کال کې هغه مهال مشهور شو چې په نړیواله کچه يې فابریکې، ترافیکي سیستمونه او او بریښنایي سیستمونه زیانمن کړل. دا وایروس له نورو عادي وایروسونو شل ځله پيچلی او مغلق دی.
ددې دنده دا ده چې یو ماشین له نورمال حالته هر څومره بهر کار کوي خو په سکرین کې به هر څه نورماله ښکاره کوي. دا وایروس ۵۰۰ کیلوبایټ وزن لري. داسې ویل کیږي چې په دې وایروس لس کمپیوټري انجینرانو له دوه څخه تر درې کلونو پورې کار کړی و.
کله چې د ایران ولسمشر د خپلو هستوي فابریکو څخه لیدنه وکړه او عکسونه يې خپاره شول نو دوه میاشتې وروسته د احمدي نژاد شاته ولاړ کس چې د هستوي پروګرام مشر و، ووژل شو.
څه موده وروسته د ایران د غني کولو ریکټورونه پرله پسې وچاودیدل او ډير انجینران له دندې ګوښه شول خو ددې چاودیدو علت یې معلوم نه شو. د ۲۰۱۰ کال په وروستیو کې ایران د بیلاروس کمپیوټري امنیت متخصصینو سره یو قرارداد لاسلیک کړ. هغوی وتوانیدل او دا وایروس يې پیدا کړ.
که څه هم ایران په دې اړه ډېر جزیات ورنکړل خو داسې ویل کیږي دې وایروس د ایران اتومي مرکزونو 984 سنټریفیوجزونه له منځه یوړل چې په ټوله کې يې د غني کولو پروسه کې 30 سلنه کمښت راغی.

9 خوښونې

اړوند مطالب

ډېر به مو نه وي اوريدلي!
د مازيګر بنډار دوهمه ناسته وکړه
د ښځینه وو په اړه څو جالبې خبرې
نقشه جوړه کړئ!
د پاچايانو مېلمستياوې
خوب
پلار
ننګرهاریان له نوي والي څه غواړي؟

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

جولای 2020
S S M T W T F
 123
45678910
11121314151617
18192021222324
25262728293031
« May   Aug »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /