سپوږمکۍ يا Satellite

انجينر طارق نجيب
[pukhto]
سپوږمکۍ يا سټلايټ یوه سپوږمکۍ یا یو ماشین دی چې له کرې یا ستورو څخه چاپیره څرخیږي. د مثال په ډول ځمکه هم یوه سپوږمکۍ ده چې د لمر نه څرخیږي. سپوږمۍ هم د ځمکې سپوږمکۍ ده. په عمومي بڼه سپوږمکۍ یو ماشین دی چې هوا ته لېږدول شوی او له ځمکې یا بلې کرې څخه څرخیږي.
ځمکه او سپوږمۍ طبیعي سپوږمکۍ دي او همدارنګه زرګونه مصنوعي یا انسان جوړې کړې سپوږمکۍ له ځمکې تاوېږي. ځینې سپوږمکۍ د ځمکې د کرې تصویرونه اخلي او مترالوجان یا موسم څیړونکو سره مرسته کوي چې د هوا حالات او یا اټکلي توپانونه وڅیړي. ځینې نور يې د نورو کرو یا سیارو، د لمر، د بلیک هول(تور سوري)، تورو مادو او نوروکهکشانونو انځورونه اخلي. دا انځورونه ساینسدانانو سره مرسته کوي چې د کایناتو او لمریز نظام باره کې نور مالومات راټول کړي.
همدارنګه ځینې نور بیا د ارتباطاتو لپاره لکه د تلویزیون او د تیلیفوني سګنالونو او یا جي پي اس لپاره کارول کيږي. یواځې د GPS(Global Positioning System) لپاره تر شلو زیاتې سپوږمکۍ بره استول شوي. که چیرته یو څوک د GPS ریسیور ولري نو کولای شي په هر ځای کې د هرچا موقیعت مالوم کړي.
سپوږمکۍولې اړینې دي؟
سپوږمکۍ د ځمکې آلو پر نسبت چټک او دقیق مالومات راستوي او همدارنګه نسبت تیلیسکوپونو ته کولای شي تشیال(فضا) کې کشفیات وکړي دا ځکه چې سپوږمکۍ د وریځو، ګردونو او اتموسفیر کې دننه مالیکیولونو پر سر ګرځي او تیلیسکوپ له ځمکې څخه تشیال (فضا) سمه لیدلای نه شي.
مخکې به د تلویزیون سګنالونه تر ډيره لرې نه تلل ځکه ددې سګنالونو مزل به مستقیم وو. لکه څنګه چې تاسې پوهیږئ چې ځمکه خو هواره نده نو سګنالونه به همداسې په خپله مخه تلل او د ځمکې ګردوالی يې په نظر کې نه نیوه او یا به زیاتره وخت غرونو او ځیني لوړو ودانیو هم ددې سګنالونو مخه نیوله. د تیلیفون سګنالونو سره هم همدا ستونزه وه. په هاغه وخت کې به د تیلیفون تارونه لرې لرې ځایونه ته په ځمکه کې خښ او یا د اوبو په منځ کې غځیدل چې دا ډیره ستونزمنه وه او لګښت يې هم ډير وو.
خو اوس د سپوږمکۍ په مرسته تلویزیوني او تیلیفوني سګنالونه بره سپوږمکۍ ته لېږدول کیږي او له هغه ځای څخه بېرته د ځمکې بېلا بېلو برخو ته استول کیږي.
د سپوږمکۍ برخې
سپوږمکۍ په بېلا بېلو شکلونو او اندازو کې وي خو زیاتره يې له دوه برخو ، انتن او برېښنا سرچینې څخه جوړې دي. انتن له ځمکې څخه او ځمکې ته مالومات لیږي او اخلي.برېښنا سرچینه یې لمریز پېنل او بیټرۍ وي. لمریز پېنل د لمر رڼا په برېښنا اړوي.
د NASAزیاتره سپوږمکۍ کمرې او ساینسي سنسرونه لري. ځینې وخت دا آلې د ځمکې، اوبو او هوا باره کې مالومات راجمع کوي او بیا ځينې وخت د فضا په لور مخه کوي او د کایناتو او شمسي نظام اړوند مالومات راټولوي.
سپوږمکۍ له ځمکې څنګه تاویږي؟
زیاتره سپوږمکۍ له ځمکې څخه تشیال(فضا) ته په توغندیو کې استول کیږي. یوه سپوږمکۍله ځمکې هغه وخت تاویدای شي چې د هغې سرعت د ځمکې جازبې قوې سره برابر وساتل شي او که داسې ونه شي نو همداسې نیغه به بره فضا کې ورکه شي او یا به بېرته ځمکې ته راپریوځي. ټولې سپوږمکۍ له ځمکې څخه په مختلفو ارتفاعګانو، مختلفو سرعتونو او مختلفو مدارونو کې له ځمکې تاویږي. د زیاتره سپوږمکيو تاویدل په دوه عامو برخو وېشل شوي چې د Geostationaryاو د Polar په نوم یادیږي.
Geostationaryسپوږمکۍد خط استوا له لودیځ څخه ختیځ لورې ته تاویږي. دا سپوږمکۍ له ځمکې سره یو شان تاویدو او طرف کې څرخي یانې ځمکه چې په کوم سرعت تاویږي او په کوم خوا تاویږي دا سپوږمکۍ هم د ځمکې په څېر هماغه طرف او سرعت کې تاویږي. له ځمکې څخه دا سپوږمکۍ داسې ښکاري لکه په یو ځای چې ولاړې وي.
Polarسپوږمکۍ د دوه قطبونو تر منځ له شمال څخه جنوب خواته څرخي. کله چې ځمکه تاویږي نو دا سپوږمکۍ په یو وخت کې د ټولې ځمکې حالات مالوموي.
سپوږمکۍ ولې یو بل سره نه ټکریږي؟
که ریښتیا ووایو نو ټکریږي. NASA او د امریکا یا نور نړیوال سازمانونه د سپوږمکيو لارې څاري. دا ټکرونه ډير لږ رامنځته کیږي ځکه یو سپوږمکۍ چې له ځمکې لېږل کیږي نو په یو ځانګړي مدار کې ځای پر ځای کیږي خو دا مدارونه د وخت په تیریدو سره بدلیږي. سپوږمکۍ چې څومره ډیر لېږدول کیږي هغومره يې د ټکر چانسونه هم زیاتیږي.
د ۲۰۰۹ کال فیبروري میاشت کې د امریکا او روسيي دوه ارتباطي سپوږمکۍ سره ټکر شوې وې. دا ټکر په تاریخ کې لمړنی ټکر ګڼل کېږي.
تشیال(فضا) ته لمړنۍسپوږمکۍ
سپټنک ۱ تشیال ته لېږدول شوی لمړنۍسپوږمکۍ وه چې د شوروي اتحاد له خوا په ۱۹۵۷ کال کې استول شوې وه.
د NASAسپوږمکیو تاریخ
ناسا لسګونه سپوږمکۍتشیال ته لیږلي چې لمړنۍ يې په ۱۹۵۸ کال کې د اکسپلورر ۱ په نوم وه. اکسپلورر ۱ د امریکا لمړنۍ مصنوعي سپوږمکۍ وه.
د ځمکې لمړنی تصویر د ناسا له لورې په ۱۹۵۹ کال کې د اکسپلورر۶ په نوم سپوږمکۍ اخستی وو. ټایرس۱ بیا په ۱۹۶۰ کال کې د ځمکې تلویزیوني انځور له تشیال څخه اخستی وو. دې انځورونو ډیر جزیات نه درلودل خو بیا هم خلکو ولیدل چې ځمکه له فضا څخه څنګه ښکاري.
ناسا سپوږمکۍ څنګه استعمالوي؟
د ناسا سپوږمکۍ د ساینسدانانو سره مرسته کوي چې د ځمکې او فضا باره کې مالومات راټول کړي. هغه سپوږمکۍ چې د ځمکې په لور وي د وریځو، سمندرونو، هوارې او کنګلونو باره کې مالومات برابروي. دا سپوږمکۍ په اتموسفیر کې د غازونو لکه اوزون او کاربن ډای اکسایډ اندازه مالوموي او همدارنګه له ځمکې څخه پورته کېدونکې او جزبیدونکې انرژي هم مالوموي. سربېره پر دې اورونه، اتش فشانونه او د پورته کېدونکو لوګو څيړنه هم کوي.
دا ټول مالومات ساینسدانانو سره مرسته کوي چې د اقلیم او هوا باره کې اټکلونه وکړي. له دې مالوماتو څخه د عامې روغتيا چارواکي هم ګټه اخستلی شي چې کومې سیمې ته ناروغۍ خپریدای شي، بزګران ترې هم ګټه اخستلی شي چې کومه غله وکري او همدارنګه بیړني کارکونکو ته د طبیعي ناورینونو خبر ورکوي.
هغه سپوږمکۍ چې د فضا په لور دي، ډيرې دندې لري. ځینې يې د لمر څخه راتلونکې خطرناکې شعاع ګانې مالوموي. ځینې نور يې لکۍ لرونکو ستورو باره کې مالومات راټولوي او د سیارو رامنځته کېدل څیړي. ځینې نور يې بیا د نورو کرو چاپېره څرخي. دا هوايي بیړۍ(چې په راتلونکو ګڼو کې به پرې بحث وشي) په مریخ کې د اوبو په لټه کې دي او یا د زحل سیارې له کړیو څخه نږدې انځورونه اخلي.
سرچینه: ناسا
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي