سیاسي شخصیت جوړونه

نور عمر
[pukhto]
سیاست هم د نورو علومو په څېر یو علم دی او ښه سیاسي شخصیت جوړول زده کړې ته ضرورت لري، دا چې سیاست علم او هنر دواړه دی؛ نو دلته سیاست د فلم کیسې په څېر شکل لري، مونږ او تاسو ګورو چې د هر یو فلم په راز کې کرکټر شتون لري، نو سیاست هم د کرکټر نه بغېر پرمخ نشي تللای، دا چې سیاست پرته له کرکټره پرمخ نشي تللای نو کرکټر مستقیماً مخې ته راځي.
اوس هم سیاست د فلم غوندې پرمخ ځي ځکه یو ښه فلم په ښه ممثل سره پرمخ تللای شي، سیاست هم هاغه شخص ته اړتیا لري کوم چې په سیاسي علومو اګاه اوسي، کوم چې د سیاست د هراړخیزه چاپیریال نه خبر وي، دا چې ښه شخصیت د سیاست لپاره له ماشومتوبه نه شي جوړېدای نو خبره بېرته راځي چې مونږ باید ښه سیاسي شخصیت جوړونه مطالعه کړو چې سیاست مو غښتلی او یو ښه سیاست مدار جوړ شو، نظریي هر چا سره شته، سیاست کې هر څوک غږېدلی شي او سیاست د هر انسان پورې تړل شوی، خو یو ښه سیاسي شخص هغه وخت جوړېدای شي چې دغه لاندې خصوصیات پوره کړي.
لومړی
په سیاست وپوهېږه
دا چې هر علم ځانته ځانګړنې لري نو سیاست هم ځانته تعریفات او خصوصیات لري.
د سیاست اسلامي تعریف: سیاست د ځان،کورنۍ، او ټولنې اصلاح ته وايي
سیاست غیر اسلامي تعریفات هم لري چې یو څو به یې ښکاره کړو او له نورو به یې تېر شو
ډاکټر ګارنر وايي: د سیاست علم له دولت څخه شروع کوي او په دولت اختتام کوي.
فروفیسور بلانچارډ وايي: سیاست هغه پوهه ده چې د بحث او مذاکرې موضوع یې د سلطنت یا حکومت د نظام جوړول دي.
که مونږ د سیاست اهمیت ته وګورو نو دومره پراخه دی چې تاسو یې تر اوسه ښايي سم په ارزښت هم نه وای پوه شوای، ځکه کله چې یو ډاکټر ته رنځور راوړل شي، که پوه ډاکټر وي، نو د هاغه رنځور تاداوي او درملنه به په ښه شکل وکړي بلاخره رنځور به صحت او شفا ومومي او هماغه یو رنځور به خپله ژوند په ښه سکون او ارامتیا سره تېر کړي.
خو که یو ډاکټر پوه نه اوسي او هغه ته رنځور راوړل شي، که په ورستیو کې د ډاکټر د غلطې درملنې په صورت کې رنځور خپل ژوند له لاسه ورکړ نو تاوان یې هماغه یو رنځور ته ورسېد ځکه هغه ځانته خپل ژوند له لاسه ورکړ.
همداسې که یو انجینر د یوې ودانۍ نقشه په ښه شکل سره جوړه کړه او ودانۍ ښه ډېر وخت دوام وکړ نو ګټه یې هم هماغه یوې ودانۍ پورې محدوده ده
او که انجینر نقشه سمه جوړه نکړي او ودانۍ ړنګه شي نو تاوان یې هم هماغه ودانۍ پورې محدود شو.
اوس راځم سیاست ته
که چیرې مونږ د نظام په راز کې يو ښه سیاسي شخصیت ولرو چې د سیاست له هرې زاویې نه واقف اوسي، نو په نظام هره راتلونکې ضربه او هر راتلونکي افت ته به په ښه شکل رسیدګي وکړي او نظام څه چې د ټول ملت د زوال مخه به ونیسي.
خو که زمونږ د حکومت په راز کې یو داسې شخصیت اوسي چې د سیاست خطا په تعریف هم اګاه نه اوسي، نو د هغه د غلطو پرېکړو په اساس چې د ملت او نظام په سر یې کوي ټول ملت او نظام ورسره له منځه تللای شي.
اوس سیاست څومره اهم دی چې سیاست باید مونږ یاد کړو؟ د دې ځواب تاسو له دې پورته څو مثالونو په صورت کې ورکولای شئ.
دوهم
سیاست مطالعه کړه
که ته چېرته غواړې یو ښه سیاسي شخصیت جوړ شې نو ته باید سیاست مطالعه کړې، ته باید د پخوانیو سیاسي شخصیتونو له سیاست نه ځان واقف کړې، ته باید ورځ کې هر و مرو د یو تېر شوي سیاست مدار سیاست مطالعه کړې او د هغه سیاست د هغه له نطام سره پرتله کړې چې سیاست یې کامیاب و او که نه؟ که چرته کامیاب و ته باید د هماغه کامیاب سیاسي شخصیت سیاست باندې خپل پل کېږدې تر څو یو پوره سیاسي شخصیت جوړ شې.
درېیم
اسلامي سیرت مطالعه کړه
که ته غواړې سیاست دې کامل اوسي او خپله هم یو کامل سیاسي شخصیت اوسې نو ته باید اسلامي سیاست مطالعه کړې، ته باید د محمد ص ځانګړتیاوې په ځان کې راولې، ته باید د حضرت ابوبکر صدیق له سیاست نه ځان خبر کړې او ته باید د عمر رض د امیرتوب نه ځان خبر کړې چې هغه د خپل وخت امیرتوب کې کوم ډول کارنامې کړي چې سیاست یې دومره پرمختللی و، ته باید د محمد ص سیاست په ځان کې راولې ته باید د هغه سنت عملي کړې ته باید د نظام ټول تشکیلات د هغه په تګلاره بوځې ته باید نظام ټول د هغه له سیاست سره مقایسه کړې چې زما سیاست ښه دی که د هغه؟ ته باید برحاله سیاست د ابوبکر صدیق له سیاست سره پرتله کړې چې څه دي ستا په اوسني سیاست کې او څه و د هغه په سیاست کې؟ دا نړۍ منلې ده چې د دنیا تر ټولو ستر سیاستوال زمونږ خوږ پېغمبر حضرت محمد ص و.
څلورم
سیاست سره مینه ولره
هر څوک چې له کوم مسلک سره مینه لري په هماغه کې مخکې هم تللای شي، که ته د سیاست مدارې کورنۍ نه یې او سیاست سره دې مینه نه وي، نو ته یو ښه سیاست مدار نه شې جوړېدای ځکه له مسلک سره مینه اساسي شرط دی، هر څه په مینه مخکې تللای شي،ځکه مینه داسې شی دی چې شخص کارکولو ته هڅوي، مینه سړي کې د کار کولو لپاره ځواک اچوي، او مینه له تا وړ شخصیت جوړولای شي. که ته له سیاست سره مینه ولرې نو لرې نه ده چې له تا یو ښه سیاسي شخصیت جوړ شي، خو که ته ورسره مینه ونه لرې نو دا په هیڅ صورت نه شي کېدای چې ته دې یو ښه شخصیت جوړ شې.
پنځم
رسنۍ وڅاره
که ته غواړې یو ښه سیاسي شخصیت شې نو اړینه ده چې ته رسنۍ وڅارې، ته باید له دنیا نه خبر اوسې ته باید د خپل هېواد نه خبر اوسې ته باید له خپلې سیمې خبر اوسې او دا خبرتیا مونږ ته یوازې او یوازې رسنۍ رارسولای شي، که مونږ د نړۍ او نورو سيمه یزو خبرونو نه خبر یو نو زمونږ ذهن په مستقیم ډول د هغې پېښې د بیا نه تکرارېدو لپاره مثبت پلان جوړوي، زمونږ ذهن مستقیماً د هغې د مخې ډپ کولو لپاره ځان په کار اچوي تر څو یوه داسې نظریه راوباسي چې د پېښې د بیا نه تکرارېدو لپاره یې له نورو سره شریکه کړي.
شپږم
سیاستوالو سره لیوالتیا پیدا کړه
دا موضوع مونږ دې ته جوړوي چې په راتلونکي کې سیاسي شخصیت جوړ شو، د سیاستوالو سره لیوالتیا مونږ سیاست سره نښلوي، ځکه د سیاستوالو سر او کار له سیاست سره وي،نو دا واضحه خبره ده چې زمونږ مخه به هم د سیاست پر لور اوړي، کله چې مو مخه د سیاست سره شوه نو د یو ښه سیاسي شخصیت جوړولو لپاره مو تلوسه ډېرېږي په اخر کې همدغه لیوالتیا له مونږه یوه ښه سیاسي شخصیت جوړولای شي.
اووم
سیاسي سیمینارونو او غونډو کې برخه واخله
دا موضوع هم په سیاسي شخصیت جوړونه کې کلیدي رول لري، ځکه غونډه مونږ ته هغه څه د سیاست لپاره راکوي چې مونږ ورسره په مستقبل کې مخ کېدونکي یو او سیمینار مو د سیاست له هغه موضوعاتو نه خبروي چې یو ښه سیاسي شخصیت باید ترې خبر اوسي.
اتم
سیاسي تمثیلي پارچو کې برخه واخله
دا چې سیاست تل په راز کې د یو ښه سیاست مدار خوب له ځان سره لري نو اړینه ده چې سیاست هم یو داسې سیاست مدار پیدا کړي چې په عملي ډګر کې د یو ښه سیاسي ممثل په توګه خپله دنده پرمخ یوسي، دلته خورا مهمه خبره هغه دا چې مونږ باید د سیاست په ډولونو پوه شو، سیاست په دوه ډوله دی
۱ـ نظري سیاست
۲- عملي سیات
کله چې مونږ غواړو عملي سیاسي شخص جوړ شو، نو پکار ده چې مونږ باید د سیاست له ډولونو د عملي سیاست ډول راونیسو ،د هغې د زده کولو لپاره کار وکړو، هېره دې نه وي چې د هغه زده کړه یوازې په سیاسي تمثیلي پارچو کې برخه او ونډه اخیستلو باندې کېږي.
نهم
روزمره خپل نظر شریک کړه
نړۍ اوس پوره اوج ته رسېدلې، پخوا زمانوکې سیاست یوازې تر یو ډله ايز بحثه پورې محدود و خو اوس هاغه وخت تللی ،اوس له هر یو شخص سره په جیب کې نړۍ ګرځي، پخوا به خلکو یو نظر یوازې تر هماغه مجلسه پورې رسولای شو چې دی به کې ناست و، خو اوس داسې نه ده، اوس دا خپل نظر تر ټولې نړۍ رسولای شي، دونیاوال له خپل نظره خبروی شي، که ته غواړې ستر سیاسي شخصیت جوړ شې نو نظر شریکول ستا سیاسي شعور زیاتوي، تا دې ته جوړوي چې سبا په غټو مجالسو کې هم خپل نظر شریک کړې، ته باید بې طرفه پاتې نه شې، ته باید په هره موضوع خپل قوي او له استدلاله ډک نظر شریک کړې.
لسم
سیاسي بحثونه اوره
که ته غواړې د نورو ستر سیاسي شخصیتونو په څېر ښه شخصیت اوسې نو په کار ده چې ته سیاسي بحثونه واورې باک نکړي که هغه سیمه ایز وي او که نړیوال خو ته باید بحثونه واورې، سیاسي بحثونه تا ته لاندې څو ګټې رسوي.
۱ـ سیاست اړوند معلومات دې زیاتېږي
۲ـ د سیاسي بحث طرزالعمل زده کوې
۳ـ بحثونو سره بدلېږې
۴ـ د استدلال تګلاره دې زده کېږي چې په کوم اساس باید کوم استدلال مخې ته کېږدې؟
۵ـ سیاسي بحث لیدل تاته درښايي چې ته د سیاستوالو پرتلنه وکړې، ته باید د بحث په جریان کې هر یو سیاست پوه/سیاست مدار وتلې، چې د هغوي سیاست په کومه درجه کې دی؟ ته کولای شې له هغوي نه ښه سیاست مدار او سیاست پوه ووینې او د هغوي په بحثي تګلاره خپل پل کېږدې.
یوولسم
ویناوالي زده کړه
ویناوالي له تا سره د سیاست په ډګر کې ډېره مرسته کولای شي، ته په سیاسي ډګر کې له وینا والۍ نشې منکرېدای، ته به هلته یو ښه سیاسي شخص معرفي شې کله چې ستا وینا خلک تر خپلې اغېزې لاندې راوستل، دا هغه وخت کېدای شي چې ته د یو ښه وینا وال په صفت خپل سیاست پرمخ یوسې، او د ویناوالۍ هنر زده کړې.
ته که ډېره وړتیا هم ولرې، او د وینا والۍ هنر دې نه وي زده، نو ته نه شې کولای دغه وړتیا په ښه شکل راڅرګنده کړې او هر څه به درنه ګډ وډ وي، خو که ته پوره وړتیا هم ونه لرې نو ویناوالي درسره مرسته کولای شي چې خلکو ته دې د یو وړ شخصیت په توګه ورمعرفي کړي.
دولسم
د سیاست پوهنځی ولوله
دا د یو ښه شخصیت جوړونې لپاره مهم رکن دی، که ته هر څومره په سیاست پوه اوسې نو د پوهنځي پرته ناپوه یې، ځکه د سیاست پوهنځی تا د سیاست هراړخیزه لارې نه خبروي، په سیاسي پوهنځي کې یوازې د سیاست اړوند موضوعات تدریس کېږي، دلته ستا د سیاسي شعور درجه اوج ته رسېږي، دلته له تا یو ښه سیاست مدار جوړېدای شي، دا یوازې او یوازې د سیاست لپاره جوړ شوی، دا یوازې هغه څوک روزي کوم چې غواړي خپل شخصیت په سیاسي امورو پوه کړي.
[/pukhto]
ډیره مننه کور مو ودان دیر څه مي تري زده کړل . ستاسي د لا بریاوو په هیله .