سیاسي ګوندونه

يحيی یعقوبي
[pukhto]
تعریف: سیاسي ګوند ګڼ تعریفونه لري. سیاستپوهانو پخپلو تعریفونو کې د سیاسي ګوندونو مختلفو اړخونو ته اشاره کړې’ خو هغه څه چې په ټولو کې شریک دي’ ځانګړې ايډیالوژي’ د غړو ډېروالی او سیاسي مبارزه ده.
1-ځانګړې ايډیالوژي: په دې معنا چې هرسیاسي ګوند باید خپل سیاسي’ اقتصادي او اجتماعي اهداف د یوې ایډیالوژۍ په چوکاټ کې روښانه کړي. تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته چې نړۍ دوه قطبي بڼه ونیوله’ نو د اکثرو سیاسي ګوندونو تګلارې هم د کمونیزم او لیبرالیزم یا لیبرال ډیموکراسۍ په چوکاټ کې راټولې شوې. اوس هم اکثر سیاسي ګوندونه د لیبرالیزم او سوسیالیزم ایالوژي تعقیبوي.
2-د غړو ډېروالی: ډېرښت د کوم ټاکلی شمیر په معنا نه ده’ خو مقصد دا دی چې د یو څو کسانو په راټولیدو سیاسي ګوند نه شي جوړیدلای. هو پیل به له څو کسانو کیږي’ خو د رسمي کیدو لپاره معمولا د هیواد د احزابو د قانون مطابق د لږ تر لږه شمېر غړو معیار حتمي وي.
3-سیاسي مبارزه: د سیاست یو تعریف د قدرت ترلاسه کول دي’ نو د سیاسي ګوند یو اساسي هدف همدا دی. یو ټکی باید روښانه شي چې د قدرت حصول باید له مشروع لارې وي’ لکه ټاکنې.
اوس نو دې ځانګړنو ته په پامنیوي سیاسي ګوند داسې تعریفولای شو چې د وګړو یوې داسې ډلې ته وایي چې د یوې ځانګړې ایدیالوژۍ په لرلو تر یو منظم چوکاټ لاندې راټول او سیاسي قدرت ته د رسیدلو په هدف له مشروع سیاسي روشونو استفاده کوي.
کله چې د سیاسي ګوند خبره کوو’ نو دا باید روښانه وي چې سیاسي ګوندونه او فشار ګروپونه یو له بله توپیر لري. فشار ګروپونه مستقیما د قدرت په حصول کې دخیل نه وي او نه لکه د سیاسي ګوندونو په څېر کومه سیاسي ایدیالوژي تعقیبوي. هو’ فشار ګروپونه د وګړو یوه ډله وي چې د ځانګړو ګټو د خوندیتابه لپاره راټول شوي وي او د اعتصاب’ مظاهرو’ رسنیو’ او کله کله اپوزیسیون سیاسي ګوند څخه په استفادې پر حکومت فشار راوړي.
د سیاسي ګوندونو اهمیت:
برتانوي سیاستپوه مونرو وايي:( ( چیرته چې سیاسي ګوندونه نه وي’ هلته ډیموکراسي نه وي.)) په دې معنا چې د سیاسي ګوندونو شتوالی د ډیموکراسۍ یو مهم اصل دی.د سیاسي ګوندونو اهمیت په څو برخو کې راټولوو:
الف: سیاسي ګوندونه د وګړو سیاسي اګاهي لوړوي او په سیاسي فعالیتونو کې ګډون ته یې هڅوي. څومره چې په سیاسي پروسه کې د خلکو ګډون زیاتېږي نو هومره سیاسي ثبات پخیږي.
ب: سیاسي ګوندونه سیاسي کدرونه روزي. یو منظم او کامیاب ګوند د خپلو غړو د روزلو ځانګړې برنامې لري.
ج: سیاسي ګوندونه د خلکو د یووالي او تر یوه چتر لاندې د راټولیدو وسیله وي.
ج- سیاسي ګوندونه په حکومت کې د نیمګړتیاوو پر شتوالي انتقاد کوي او د ناسمو برنامو او کارونو مخه نیسي.
د: سیاسي ګوندونه د عامو خلکو او حکومت ترمنځ یو ارتباطي پول وي.
دا او نور فعالیتونه هغه څه دي چې د سیاسي ګوندونو اهمیت ډاګیزوي.
د ایجاد عوامل:
مختلف عوامل د سیاسي ګوندونو د ایجاد لامل کیدلای شي’ خو څو مهم عوامل یې دا دي:
°فطري یا طبعي ځانګړنې: ځینې انسانان فطرا محافظه کار او ځینې لیبرال دي. محافظه کار انسانان طبعي بدلون ته انتظار باسي’ مګر لیبرال طبعیته انسان بیا د بدلون په تکل کې وي. د طبیعتونو همدا اختلاف د وګړو د یو والي او بېلوالي لامل ګرځي. د دې ډول ګوندونو ښه مثال د برتانیې محافظه کار او لیبرال ګوندونه دي.
تاریخي: له تاریخي اساس نه هدف دا دی چې په ځینو هیوادونو کې ګوندونه د یو سیاسي تکامل په نتیجه کې رامنځ ته کیږي. مثلا له یو دیکتاتور یا مطلقه شاهي نظام څخه دیموکرات نظام ته د بدلون په نتیجه کې ټاکنو ته لاره هواریږي. خلک باید په ټاکنو کې برخه واخلي’ نو همدا وجه وي چې د ګوندونو ایجاد ته زمینه برابریږي.
اجتماعي او اقتصادي: ډېر کله وګړي د خپلو اقتصادي’ مذهبي’ سمتي’ ژبنیو او ځینو نورو ګټو د خونديتوب په هدف د یو ګوند په چوکاټ کې راټولیږي.
ایدیالوژیکي: ورته سیاسي او اقتصادي ایدیالوژۍ هم د سیاسي ګوندونو د ایجاد لامل کیږي.
د سیاسي ګوندونو ډلبندي:
امریکايی عالم موریس ډویرجر سیاسي احزاب په دریو کټګوریو ویشلي:
‘ یو ګوندیز لکه د چین کمونست نظام’ دوه ګوندیز لکه امریکا’ برتانیا..او ‘ څو ګوندیز لکه هند’ افغانستان’ سویس’ فرانسه
پوښتنه اوس دا زیږي چې کوم سیسټم بهتره دی؟
تجربې ښئ چې یو ګوندیز نظامونه اکثر دیکتاتورانه عمل کوي’ څو ګوندیز بیا ډېر باثباته نه وي’ نو ځکه دوه ګوندیز تر نورو نسبتا ښه وي.
دوه ګوندیز سیستم څنګه رامنځ ته کیدای شي؟
دا سیستم نه له بهره واردیدلای شي او نه هم د کومې قانوني مادې پر اساس رامنځ ته کیږي’ بلکې د یو هیواد محیطي او اجتماعي حالاتو پورې اړه لري. هغه هیوادونه چې اوږد سیاسي ثبات ولري او نسبتا متجانسه ټولنه وي’ د دې سیستم د جوړیدو ښه چانس لري.
هو’ له دوه ګوندیز څخه مقصد دا نه دی چې ګنې تر دوو به زیاتو ګوندونو ته د فعالیت اجازه نه وي’ بلکې هدف دا دی چې دوه ګوندونه په اکثریت کې وي’ او نور اقلیت کې.
ماخذونه:
1. Comparative politics and government’ U.R.Gai
2. Indian government and politics’ Dr.B.l. Fedia
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي