شاباس، آفرین !

درځار
[pukhto]
_څو نمرې به واخلئ؟
_نه پوهېږو استاده.
_یوه هم نشئ اخستلی، مانه چا پخپل لس کاله تدریس کې لس نمرې ندي اخستي.
دا چلنج مې خوښ شو. استاد چې نن ټولګي ته راغی، د معمول خلاف یې سلام واچوو او هلکانو ته یې د تېر شوي اختر مبارکي وویله. پرته لدې چې د چا [وعلیکم سلام] او [ستا دې مبارک شي] ته غوږ ونیسي په تخته لیکل پیل کړل.
زما په څنګ کې ناست هلک په کراره وویل:
_د هندو له کوره قران راووت.
_ولې؟
_سلام یې واچوو.
د ټسټ له اخستلو درې ورځې تېرې شوې وې خو د نمرو درک نه و. ټولګیوالو ویل، لوړه نمره اوه او اته ده.
نن چې استاد راغی، زمونږ د څلورو نفرو نومونه یې واخستل.
_فلانی او فلانی څوک دي؟ _زه یم…….زه یم……..زه…….. په مات زړه یې وویل: آفرین شاباس !
ماته خو داسې ښکاره شوه چې دا په تېرو لسو کالو کې د استاد اول ځل و چې خپل شاګرد ته شاباسی ورکوي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي