شرنګ راورسېده!

نورالحق حداد
[pukhto]
د شعر د زېږېدو مور ښکلا ده، ژوند خوښه کوي او مينه اداره کوي، د هنر له اغېزه انکار نه شي کېدای، هغه احساس چې ولس يې څرګندولو ته ژبه نه شي کارولی، شاعر يې په هنري قوت وړاندې کولی شي.
عزت الله ځواب هم يو له همداسې شاعرانو دی، د نوموړي څلورمه شعري ټولګه (شرنګ) تازه مازيګر کتاب پلورځي په نېږدې ۲۰۰ مخونو کې چاپ کړی.
د ځواب په شاعرۍ کې حيرانوونکې منظرې ليدل کېږي، پښتني سيمبولونه لکه حجره، رباب، منګی، چلم، ملک، صاحب، حاجي، خان، ملا، دهقان او نور کليوال دودونه د ملګري ځواب په سندريز مزل کې روماني خوند د طنز په ژبه، رياليست فکر په روانه لهجه ذهن ته سکون ورکوي.
هنر درته ارزښت نه لري، بحث درسره نه کړم
لوستلي که دې څومره کتابونه دي حاجي!
د نړۍ فيلسوفان په دې نظر دي چې ذهين انسان د خپل وخت نه وړاندې نړۍ ته راغلی وي، ډېر حساس وي، خپل احساس ورته د لارې خنډونه وګرځي، ځکه ادب د ژوندانه له پېښو سره تړلی دی، فکري خلک مخکې ګوري، کله په ټولنه نقد کوي، ژبې ته د مزاح مالګه ورکوي.
طالبه دا به چا ته کړې نکاح، څوک به يې ساتي؟
ظالمه ګوره کونډې، يتيمان په چوک کې ناست دي
هر وخت د نظم او غزل مورچل ته پورته شوی، په غټ خېټو ټکان کوي.
نه مجاهد يم ، نه باډي ګارډ يم
نه قومندان يم، زه يو دهقان يم
که د ځواب شاعري مطالعه شي، ښکاره به شي چې ولس کې يې د غم، ښادۍ، ناسته- ولاړه، راشه – درشه ډېره پاللې، د زړه اواز يې دی، درواغ او رياکارۍ سره يې ورانه ده، د خيالي جنت ماڼۍ يې انځوريز شعر کې برېښي.
شاعر ځان په حقيقت پوهوي، په چاپېريال باندې فکر کوي، د ښکلا قيمت انساني احساس دی، که ژوند ورته جلوه نه ښکاري؛ نو دلته عقلمند د حال نه خبر نه دی.
چې پنځه نوي نهر وي او پنځه تنه ماړه وي!
د پنځو تنو دولت وي، نو د ژوند به څه لذت وي
د هېواد د روانو حالاتو او پېښو تصوير:
په ښوونځي کې کتابونه سوځېدلي!
ډيوې مړې شولې، بادونه دي، ماښام دی
د زړه له درده يې سوې نارې کړي، د غربت خوند که چا څکلی وي درک به يې کړي.
مزدوري راته په ښار کې پيدا نه شوه
کرايه نه وه نو پلی کور ته راغلم!
باغونه، ګلونه، چمنونه انځوروي، په ژوند کې د هر سوچ مستۍ، ساز، کيف او سندرې زمزمه کوي، د خيال ښاپېرۍ ورته د حورو نغمې غږوي، د بيدارۍ احساس ته په تخيل ښکلا ورکوي:
مئين به يې چې هر وخت د ساقي سترګو ته ګورې
او ته کله له سرو شونډو صبرېږې شرابي!
انساني فطرت همدا ډول دی، خو اديب کله، کله له شوره لرې لاړ شي او کله ورته يواځې کېدل په انګار دمه کول وي، د عشق په سمندر کې يې د مينې چپې نفرت ته غوټې ورکوي.
خولګۍ غواړې!که بيا په مخه ښه کې غاړه درکړم؟
له ما نه به نور کله مرور نه شې جانانه!
شرنګ ټولنې ته د الفاظو په ښکلا پيغام ورکوي، په ژوند کې د مينې جذبې ټوکوي، د جمال په اغېزه احساسات، خيال، رنګ او خوند ته بيايي:
لږ ورسره يخ اچوم، لږې به اوبه کړمه!
زهر د شرابو غوندې څښمه نوره نه کېږي
ځواب ژوند ځان ته راکاږي، د فکر ازادي يې ځانګړنه ده، شعر کې سرحد نه مني، د ياغي او باغي په څېر يې روان وحشتونه بربنډ کړي، په سياسي حالاتو يې هره شېبه فکر کړی:
ورور د ورور په لاس حلال دی، دغه حال دی
وطن ټول قتل قتال دی، دغه حال دی!
ژوند خوښوونکی او بشرپاله، له جبر نه لېرې، بې پروا، ګوښه خوښ وي. احساس يې په نوراني نړۍ کې د مينې ستوماني باسي، ښه هنرمند انسانيت ته درناوی لري.
وينې د غريبو خلکو خرڅې کړه
غږ د افغانيت او اسلاميت کوه
بې له مبالغې يې حقيقت لټولی، ورځنی ژوند يې تفسير کړی، تجربې، عمل او د طنز انقلاب يې د حميد مومند په شان له ډېره نازه، ملا، زاهد او ناصح ته تسليم نه دی.
جومات ته هم ځه، د ملا له خولې نه ځان ساته
په ميکده کې ګوټ د جام کوه او وخت تېروه!
(پوښتنه ترې څوک نه کوي چې خپله ولې نه ځې؟
ملا چې هره ورځ وايي مزې دي په جنت کې)
يا هم:
د بل پاکستاني ملا د مرګ خبر به واورو
هماغسې به تاسره خندېږمه درځم!
د فکر خلک زخمي زړونو ته درمل ګوري، هر ژوندی د مينې ولولې غواړي، د جمال او جلال څښتن د مينې احساس دې د ښه او بد لټون ته دې اړ باسي.
درده ټپه مې کړې، که نه مې کړلې؟
مينې نغمه مې کړې، که نه مې کړلې؟
غريب ولسي خلک د خوارۍ، مزدورۍ پسې ډېر ناکراره او سرګردانه وي، باد، باران، سيلۍ، ږلۍ او په هرې سختۍ کې کار غواړي.
که لاهور دی، که تهران دی، که ډيلی دی، که دوبۍ ده!
په هر ځای کې زمونږه کارګران په چوک کې ناست دي
يواځې سکون د خدای په يادولو کې ګڼي او خپل خالق ته په سجده خوښ دی.
خدايه سجده کړم، بښنه غواړم
دا ځل اوږده کړم، بښنه غواړم
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي